د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

غزل: عبدالله ريحان

عبدالله ريحان د ستا په سترګو کې دنیا وینمه ځــــان وینمه راج دعـــمر وینم،  سخـــــا پکې د عثمان وینمه دشتې میرې ورباندې ښکلې دي نظره مه کړې یو څــــو ژڼکي زمونږه کلي کـې روښان وینمه ستړیـــه ژوندونه پاکـــو هیلــــو ته مو ورسوه د ستا په غیږه کـې سلګۍ سلګۍ ارمان وینمه خدای خـو دې راوله د سپین پټکي ملنګه یاره ...

نور ولوله »

وړه وړه ږلۍ: عزيز الله حسيني

عزيزالله حسيني توره شپه ده بس یو زه یوه سپوږمۍ ده یخ شمال ده او سړه سړه سیلۍ ده د یو لوی کمره د څوکې بیخ ته ناست یم ټک او ټوک دی څه وړه وړه ږلۍ ده ډار او ترس ټغر خور کړی دی په سیمه د تور تم پلو کې نغښتې تروږمۍ ده لوږه تنده ده له یخ ...

نور ولوله »

ډالۍ !/ فيض ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند اوس مې د سیوري لاس نه نیسم کراره ځمه لکه لمبه د اور په زړه کې له انګاره ځمه له پیښوره مې جامې تورې راوړي راغلم ډالۍ په لاس کې د کابل تر ښکلي یاره ځمه کاڼی د غره یم ګناهګار شومه په ښار کې خدایه له یو لاس نه تر بل لاسه د سنګساره ځمه ...

نور ولوله »

هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): په پيښور کې د افغان مهاجرينو د رياست په نوښت د «خپل وطن ګل وطن» په نامه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروګرام پيل شوی چې په لومړۍ ورځ ۵۹ کورنۍ چې ۲۹۸ تنه کيدل له ۳۵ کلنې کډوالۍ وروسته افغانستان ته راستانه شول. وروسته له هغې چې تېره مياشت ...

نور ولوله »

دا ځمکه چې ادم په جنتونو بدلوله

نور الله غازي يار ادم خو خدای پيدا د دې دنيا لپاره و زړګی يې جوړ د ميني د حوا لپاره و خو خدای له دنيا وړاندې لومړۍ وروستو جنت ته ګلونو ته رنګونو ته خوندونو محبت ته شينکي تازه تاکونه او اوبه اوبه انګور شيندله يې مړژواند تن کې مستي زړه کې سرور سرکي سرکي انار وو سره غمي ...

نور ولوله »

ولیکم مګر چاته؟

مقتصد ستړی له ما پرته به ډېر داسي نور کسان وي چې دلیکلو سره به یي مینه وي، او ښه به یي هم لیکلی شي مګر نه یي لیکي ولي؟ ما له یو نږدې ملګري پوښتنه وکړه آشنا دومره ښې لیکني به دې کولې اوس یي نه لیکې ده مي په ځواب کښې وویل: زه غواړم ډېر څه ولیکم مګر ...

نور ولوله »

ظلم زغمونکي …

عصمت الله زهیر د شپې په ژوره چوپتیاکي یوازي د سپوغپا رارسي د ټول کلي د کورونو څراغونه مړه دي د لوی ویالې پرغاړه د څراغ رڼا د بزګرانو نن شپه د اوبو وار دئ د شپې ژوره چوپتیا د محلي پولیسو د موټر د حربو وحشي ږغ ریز مریز کړه په لو کوڅه کي څراغونه سو ،خبري سوې چي ...

نور ولوله »

وږی «لنډه کيسه»

 نورمحمد سعید ناڅاپه یې پر اوږه لاس راکېښود. په وارخطايي مې ور وکتل. له شپېتو د پورته عمر ښکاریده. پر سر یې یو څو تاره سپین وېښته څپولی پراته وو. له ګونځو ډک مخ، ببره سپینه ږیره او کوچنۍ سترګې. سپین بریتونه یې ښايي د سګریټو لوګي ژړبخون اړولی وو، چې دواړه شونډې یې پکې پټې وې. باڼه او وریځې ...

نور ولوله »

خسرګنۍ که د زرو کټورۍ «طنز»

حبيب بختيال ډیر کم به داسې څوک پیدا شي چې له زوم سره یې ښه کړي وي او د کم ولور په اخیستلو او نورو امتیازاتو په وروکولو سره یې د زوم زړه لاسته راوړی وي او په زوم باندې ګران وي، ځکه خو د ځینو کره چې خسر یا خواښې کور ته ورشي نو وايي چې نن مې لوی ...

نور ولوله »

بې وطنه «لنډه کيسه»

ګل رحمن رحماني نور نو زموږ ټينګار او زارۍ بې ځايه وې، پوليسود مهاجرو د کمپ  مشرته  يوازې دوه ورځې وخت ورکړى و چې کمپ خالي کړي او نور نو خپل وطن ته ستانه شي، که نه درېيمه ورځ سهاروختي به يې جونګړې له کاليوسره يوځاى په بلډوزرو  ونړوي.      پلارمې هم د نورو ورځوپه خلاف ډېر خواشىنی و، د ...

نور ولوله »