fbpx

د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

د غزني مالستان ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته تيره شپه د طالبانو لاس ته ولوېده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ يې تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې ده او دوی د ملګرو په لاس کې ده. هغه وويل چې په دې جګړه کې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د داعش مشهور قومندان په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو تن مشهور قومندان وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې يې په يوه هوايي بريد کې د عبدالخالق په ...

نور ولوله »

فراه: د خاک سفيد ولسوال له طالبانو سره يو ځای شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان د حکومت له ليکو وتلی او طالبانو سره يو ځای شوی دی. د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان له درې پوليسو سره طالبانو سره يو ځای شوي دي. د يادونې وړ ده چې ...

نور ولوله »

د مسکو په غونډه کې د ګډ حکومت نابلده دیپلوماسي

شاهد (غزنیوال) د امریکا په دستور د مسکو غونډې د مخنیوي او ځنډولو لپاره ډیرې هڅې وشوې ، خو روسانو چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکایانو په ښکیلتیا من ، من غوښه اخلي بالآخره وکړای شول چې مسکو کانفرانس په داسې حساس وخت کې دائر کړي چې تربل هروخت زیات امریکایان او په کابل کې د هغوی تحت ...

نور ولوله »

بغلان: د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه سقوط شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د بغلان په بورکي ولسوالۍ کې په قرارګاه بريد کې نهه سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د بورکې ولسوال شمس الدين شهاب وايي چې په دغه بريد کې چې د دې ولسوالۍ په فلول سيمه کې پر يوې قرارګاه بريد شوی دی ۹ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي دي او دوه ...

نور ولوله »

نظم/ ميوند محمد جمال

ميوند محمد جمال سوله به راشي هم راتلونګې ده خو شوی وحشت د هیریدلو نه دی زموږ د چم د دې تنکي ګلانو ټوک ټوک وجود د هیرولو نه دی د دې ګلانو دا زخمي روحونه داسې بلها، بلها پوښتنې لري د روح سره سمه دنیا نړوي دا ماشومان به را لوی شوی وي خو د خپل زخمي وجود خاپونه ...

نور ولوله »

د هرات والي له خپلې دندې استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت والي محمد اصف رحيمي له خپلې دندي استعفا ورکړې ده. په هرات ولايت کې يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې ددې ولايت والي تيره ورځ د ناڅرګندو دلايلو له امله له خپلې دندې استعفاء ورکړې ده. سرچينې ويلي دي چې د والي استعفاء د ګډ حکومت مشر محمد ...

نور ولوله »

د حکومت «غیرمسؤل وسله‌وال» قومندان علي‌پور جاغوری ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): په غور کې هغه اربکی قومندان چې حکومت يې د نیولو لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي و، همدې حکومت جاغوري ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لېږلی دی. قومندان علي‌پور چې حکومت يې «غیر مسؤل وسله‌وال» بولي د محمد محقق نږدې کس بلل کېږي او د جاغوري جګړې د ګرمولو لپاره دې ولسوالۍ ته لېږل شوی ...

نور ولوله »

هرات؛ طالبان وایي فارسي کې ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات په فارسي ولسوالۍ کې یو پولیس او ۱۴ اربکي جګړه مارو وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي. دغه وسله‌وال چې د فارسي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت و تر خپل دریځ تېر شوي او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. طالبانو ...

نور ولوله »

هرات: چاودنه کې د کوهسان ولسوال ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت کوهسان ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه څو شيبې وړاندې يوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې د کسهان ولسوالۍ ولسوال وژل شوی. د هرات د والي ویاند چاودنه تائيد کړه او ويې ویل چې په دې چاودنه کې د کوهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امير وژل شوی دی. د والي ...

نور ولوله »