د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

د مرګ نقشه «لنډه کيسه»

نقيب احمد اتل واده دی، د موټرو يو ګډوډ کتار جوړ دی او د هلک د کورنۍ خلک ورا پسې روان دي، له هر موټر نه په لوړ غږ د موسيقۍ او سندرو غږونه راځي، ځوانانو له موټرو سرونه را ايستلي او نڅاوې کوي، په ځينو موټرو کې پېغلې او مېرمنې هم ناستې دي، څوک داريا وهي او څوک چکچکې.د ...

نور ولوله »

پلنه دوسیه «طنز»

توریالی ملیار چې له دوکانه مې درې لویې کڅوړې سودا موټر ته د ننه کړه نو یو کس مې مخې ته راغی، وې دا موټر خو دې لږ مخ ته و خوځوه موږ خپل موټر وباسو، موټر مې چالان او لږ مې مخې ته کړ بیا مې یې نو دروازې بندې او  بېرته دوکان ته ننوتلم چې نوره سودا مې ...

نور ولوله »

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر هره خوا یې دټانګو ټوټې پرتـې دي الوتلی یې یو ټانګ په هر پلچک دی دا چې شمار کوي په ګوتو لیوني شول بیاخوړلی یې په سر باندې مردک دی د غربي اردو عسكر به يي شل نکړې یا چرسي یا پوډري او یا لوچک دی چې افغان سره یې سر ده ټکر کړی د زوال وخت پرې ...

نور ولوله »

غزل: بلېنډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ چې انځور دې هر مراد نه کړم شهیده نو دعوه د استعداد نه کړم شهیده اوس مې هر یو سړی پیژني سندرې تا که یاد کړم که دې یاد نه کړم شهیده نه ایوب شته نه خوشال نه د قاسم زوی خود نارې د زنده باد نه کړم شهیده خپله برخه او پرې صبر الهي مې زه په ...

نور ولوله »

غزل: عبيدالله شينواری

عبيدالله شينواری بیګاپه دغه کلي کې ژړا وه کرۍ شپه دکوم غریب په کوربه ټکه بیا وه کرۍ شپه بچی یې ترماښامه کورته رانغی خفه وه سپين سرې مورکۍ یی وارخطا وه کرۍ شپه یو چا پکې بیګا ملاامام و شهید کړی د کلې په مسجدکې چې غوغا وه کرۍ شپه د کوم ظالم د لاسه دا حالات په مونږه ...

نور ولوله »

غزل: م. ثاقب

م. ثاقب د غزا غزاله درومي بيا د مينې تر درشله حماسه د اريانا يې فلسفه د عشق ګڼله د بدلون ايات يې ليک و د مرموز حسن پر پاڼه د بريا حراء ته وحې يې غازي جبريل راوړله واړه غرونه سندريز وو، داؤدي ترنم خپور و چې شرنګا د شنو بنګړو يې ربابي نغمه غندله په لمانځه کې د ...

نور ولوله »

پر پښتو ادب د سياست اغېز / بصيرالحق عادل

بصير الحق عادل يوه ټولنه هغه وخت مخته ځي چې ژبه يې مخکښه وي، د نورو ژبو سره سمه روانه وي، اقتصادي، سياسي، سوداګريزې او نورې چارې يې هم له دې امله ښې روانې وي چې نورې نړۍ ته يې ژبه مطرح وي او پېژندل شوي وي. موږ همېشه وايو چې: «موږ وروسته پاتې خلک يو.» دا په دې مانا ...

نور ولوله »

سړه سېلۍ: نصيراحمد احمدي

نصير احمد احمدي كله چې ښځه له كلنيك څخه ووته، ډاكټر سړي ته وويل: “څه دې ده؟” _ “صاحب ښځه!” ډاكټر چې د كتنځي په تورو دودوهلو پښتولانو(تيرانو) كې يې نظر ټومبلي و او د ښي لاس لنډې ګوتې يې په خپله څپولنه ږيره كې ښورولې، ويې ويل: “د تشويش وړ نه ده، د ډېرو ښځو ګېډې د اميندوارۍ پر ...

نور ولوله »

څنګه یوه اثر لرونکې وینا وکړو؟

ژباړه:مصطفی ساپی ډېر کم ویندویان دي،چې کولی شي دډېرو خلکو مخکې یوه تاثیرلرونکې وینا وکړي او هغوې دخپلې وینا په لور راجلب کړي. دخپل بدن ودریدو ته متوجې اوسئ: ډېری خلک چې اوږده وینا کوي سرښکته کوي اوخپلو خبروته متوجې کیږي دا کار دبدن حالت او تمرکز له منځه وړي چې په دې کار سره تاسې هم تمرکز له لاسه ...

نور ولوله »

زمونږه ګران افغانستانه

نعمت الله پټانزی ته دتاریخ لویه صفحه یې ته پرنړې جګه شمله یې دهرافغان دزړه اسره یې ټوله نړۍ باندې سلطانه زمونږه ګران افغانستانه **** ته دآسیاپه زړه کې لمریې دخپلواکۍ مهم خبریې پروت هم په لراوهم په بریې د تاریخونو قهرمانه زمونږه ګران افغانستانه **** ته نوم د ننګ اوشهامت یې ته کوردتورې اوغیرت یې ته نمونه دشجاعت یې ...

نور ولوله »