د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

په هر لوري افغانان مري

سميع الدين افغاني د انسان په مـرګ خــوښي لویه ګــناه ده که دا مرګ مود دښمن یا کوم بدخواه ده انسانان د خدای مخلـوق او بنده ګـــان دي څوک په غیرو لار سرڅوک مؤمنان دي پس له مرګه بنده خدای ته په ورتلو دی د خپل نیک او بـــد اعمالو جوابګو دی چې صادق دی د الله په لاره کې ...

نور ولوله »

غزل: يونس تنوير

يونس تنوير زما دا زړه او ستا وفا، کنه ما ونه مونده؟ خطا به نه وم ستا خطا، کنه ما ونه مونده؟ هر یو تخلیق راته کچه و ستا تر حسنه سیوا رنګ امیزي ستا د ښکلا، کنه ما ونه مونده؟ زه ستا ومخ ته وم ولاړ او ستا له سترګو پوښتم هغه ماشومه غوندې غلا، کنه ما ونه مونده ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

 جانان خدرخېل ــــ سلګۍ یې ستوني کې ايساره وه خو لار يې نه وه د چا په یاد کې بیا خماره وه خو لار يې نه وه د خيال په ټال يې كوم خيالي مېلمه ته ټال ورکاوه هره ټپه يې بې اختياره وه خو لار يې نه وه ستورو، سپوږمۍ ته یې بلا ډېرې كيسې وکړلې تمامه شپه ورته ...

نور ولوله »

یو خبریالې شاعرې خور ته! بلينډه بدرۍ

یو خبریالې شاعرې خور ته چې زما په شعر او احساس ېې نیوکې کولې بلينډه بدرۍ زه د تورو تورو غرونو د یو کلي ته د ښکلي کابل جان په ښار کې اوسې ته هم لور د لوی ټبر د پښتنو ېې زه هم شکر د همدې ټبر لورکه زه او ته منم د یوه ذات نښانۍ یوو زه او ...

نور ولوله »

بدلون

مروت درد ژوند دهمت او مبارزې نوم دی. دکامیاب ژوند لپاره لنډ فورمول: هڅه، هڅه او بیا هم هڅه. هڅه هرڅه ممکنولای شي. باورونه لۀ سره ورغوه. اړیکو کې مختاط اوسه. دژوند هره شېبه پۀ ځیر، ځیر له سترګو تېروه. کایناتو کې فکر وکړه. لۀ ځان سره ووایه: زه خپل ملت ته څۀ کولای شم!؟ ضرورت حس کړه او په ...

نور ولوله »

ولي یو کوچنی په خبرو کولو کښې زړه نا زړه وي؟

مقتصد ستړی د ګیلاس له ماتېدلو سره که په کور کښې جنجال جوړ شي پوه شه چې کوچنيانو مات کړی، او که مات شي او هیڅ چا هم څه نه وویل بیا به د لویانو له ټولۍ چا مات کړی وي؛ دا یوه ډیره مهمه موضوع ده؛ له ماشوم سره د لویانو دا ډول کړنې او حرکتونه د ماشوم په ...

نور ولوله »

ډیوه مه بلوه: سپين کوچی

سپين کوچی کافر مو نه پریږدي کراره، ډیوه مه بلوه پاس الوتکې ګرځي یاره ، ډیوه مه بلوه زړه دې نری دی ګوره،مه مې ګوره،څه مې کوې وینې مې څاڅي له پرهاره، ډیوه مه بلوه چې زه به پاتې شم ژوندی،او که نه څنګه اشنا؟ ته مې ټپونه یو،یو شماره ډیوه مه بلوه چوپ شه،ته غوږ شه، چې له کومې ...

نور ولوله »

ورشه د دې لیوني زړه وګوره

سيد شاه سعود ______________________ دا لیونی به چې په کلي راغلو چا به په کاڼو په ډبرو ویشتو چا به زخمونه نوي نوي ورکړل چا په زړو زړو پرهرو ویشتو دا ستا په څنګ کې ناست بدرنګه سړی دومره بدرنګ دی چې حساب یی نشته سر یې د پښو غوندې په خاورو ککړ پښې یې چاودلي دي اعصاب یې نشته ...

نور ولوله »

ادب او معنوي اضافيت

فيصل فاران ادب لپاره د ادب د مفکورې منونکيو يوه زمانه کې دا بحث پېل کړى ؤ چې د سياسي او سماجي چاپېرچل له مخه چې کومه شاعري کېږي، د چاپېرچل بدلون سره به دغه شاعري هم مړه شي. د دغه مفکورې ازانګه تراوسه پورې اورېدلى کېږي او بحث مباحثه پرې هم کېږي خو زما په خيال په دې مفکوره ...

نور ولوله »

پښتو معاصر ادبيات او په افغانستان کې يې د انکشاف پړاوونه/ ۳ برخه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي د روښانتيا دورې د ادبياتو خصوصيات: د افغانستان د شلمې پيړۍ په پيل کې موډرنيزيشن په پراخه اندازه په ادبياتو کې منعکس شوی دی. د هغه وخت ادبي نوښتګرو په شعوري توګه هڅه کوله چې له ادبياتو څخه د ملي او دموکراتيکو هدفونو د تحقق د پاره د يوې اغيزناکې وسيلې په توګه کار واخلي. د ...

نور ولوله »