د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

طالبانو په لومړي ځل د امريکا ايف ۱۶ الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، تلې۲۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په لومړي ځل په افغانستان کې دامريکا یوه ايف ۱۶ جنګي الوتکه ويشتلې او راغورځولې ده. د امریکا پوځي چارواکو هم منلې چې ددوی دغه قيمتي او مهمه الوتکه چې ۱۰۰ميليونه ډالره ارزښت لري په افغانستان کې د طالبانو په بريد کې رانسکوره شوې ده. د فرانس پريس خبري اژانس د امريکايي ...

نور ولوله »

اسرائيلو بيت المقدس ته څېرمه د دېوال جوړولو چارې پېل کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):وروسته له هغې چې فلسطينيان د اسراييلو له ظلمونو په تنګ شول نو په اسرائيلو دفلسطينيانو له لوري د چاقو ګانو بريدونه زيات شول اسرائيلو د فلسطين په ختيځ کې د فلسطينيانو د تګ راتګ په لارو کې ديوالونه جوړوي. د عربي رسنيو د راپورونو له مخې ددغه د يوال د تعمير چارې د ...

نور ولوله »

راپور:د افغانستان دجګړې د يوې ورځ مصرف ۲۴ ميليونه ډالره دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):د سولې او د يموکراسۍ مؤسسې او د امريکا د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټوټ يوې ګډې څېړنې ښودلې چې تېر کال د افغانستان په جګړه ۹ ميليارده ډالر لګېدلي. دغې څېړنې ښودلې چې د افغانستان په جګړه هر ورځ ۲۴ ميليونه ډالر مصرفيږي،چې دا د افغانستان د کورني ناخالص توليد له نږدې ...

نور ولوله »

فراه ولايت کې د يوې پوستې ۵ تنه پوليس ورک دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولايت د جوين ولسوالۍ د يوې پوستې پنځه تنه پوليس ورک شوي خو طالبان وايي چې ددغې پوستې شپږ تنه پولیس دوی سره يوځای شوي دي. د جوين ولسوال غلام فاروق اکبري وايي چې تېره شپه شاوخو ۳ بجې ددغې ولسوالۍ د شېب په سيمه کې د يادې پوستې پنځه تنه ...

نور ولوله »

پېښور ښار ته د افغان او قبايلي کډوالو په داخلېدو بنديز ولګېد

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت امنيتي چارواکو ويلي چې ددغه ايالت مرکزي ښار پېښور ته به د محرم په ورځو کې افغان کډوال او د قبايلي سيمو بې کوره شوي کډوال نه داخليږي. د پېښور امنيتي چارواکو په هغه اعلان پاڼو کې چې د پېښور ښار په بېلابېلو واټونو کې يې ځړولي ليکلي چې ...

نور ولوله »

د ټولنيزو شبکو کاروونکي د مخابراتو وزارت له کنترول څخه وتلي دي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل):د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي چې نشي کولای د ټولنيزو شبکو په ټولو کاروونکو کنترول ولري. د دغه وزارت مرستيال ايمل مرجان وايي چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا يو ميليون کسان له ټولنيزو شبکو څخه استفاده کوي او د مخابراتو وزارت نه شي کولای چې د ټولو څار ...

نور ولوله »

سوريه کې دالقاعده شبکې مهم مشر له دوه تنو ملګروسره وژل شوی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په سوريه کې دالقاعده شبکې د النصر جبهې يو تن مهم مشر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی. د سوريې رسنيو ويلي چې د سوريې د حلب ښار په دانا سيمه کې د سنافي النصر په موټر د بې پيلوټه الوتکې له لوري دوه ميزايل ولګېدل چې له ...

نور ولوله »

افغانستان ته په ۶ مياشتو کې د ۴۰۰ ميليونو ډالرو درمل وارد شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان دعامې روغتيا چارواکي وايي چې افغانستان په تېرو شپږو مياشتو کې له نورو هېوادونو څخه د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت درمل وارد کړي دي. د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز چې د تېر يوه کال د لاسته راوړونو په اړه يې راپور ورکاوه وويل چې افغانستان نږدې ۷۵ سلنه درمل ...

نور ولوله »

الماني سرتيري تر نامعلومې مودې افغانستان کې پاتې کيږي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل): تېره اوونۍ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لوري په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو له اعلان وروسته د المان ددفاع وزرات هم ورته اعلان وکړ. د المان د دفاع وزارت ويلي چې يو محدود شمېر الماني سرتيري به په افغانستان کې تر يوه وخته پاتې کيږي. همدغه راز د ...

نور ولوله »

له اخوان المسلمين پرته نن په مصر کې پارلماني ټاکنې کيږي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې۲۶مه، ۱۳۹۴ل):وروسته له هغې چې په مصر کې په ډاکټر محمد مرسي د پوځ د مشر عبدالفتاح سيسي له لوري کودتاه وشوه نن(يکشنبه اکتوبر ۱۸) په لومړي ځل پارليماني ټاکني کيږي. د ډاکټر محمد مرسي له واک څخه د لرې کېدو وروسته به دا په مصر کې لومړۍ پارلماني ټاکنې وي. د مصر حکومت له هېواده بهر ...

نور ولوله »