د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

د بلخ والي: ناټو ځواکونه دې خپل «افغان ملګري» يوازې نه پريږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د افغانستان د خراب امنيتی حالت له امله دې ناټو خپل افغان ملګري يوازې نه پريږدي. د بلخ والي دغه څرګندونې تېره شپه د مزار شريف هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په يوه پوځي مرکز کې د ناټو د شمال زون د ...

نور ولوله »

ډونالډ ټرمپ د خپلې لور په اړه څه نظر لري؟

ژباړه: مشفق حريت مل د امريکاد ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ چې د مسلمانانو پروړاندې له کرکې ډک موقف لري او له مسلمانانو سره تر وروستۍ کچې نفرت لري خو تر دې ور هاخوا د خپلې لور په اړه هم نا اشنا او بېل ډول نظر لري. د ټرمپ دخپلې لور په اړه نظر رښتيا هم حيرانونکی او عجيبه ...

نور ولوله »

د «پنجشنبې ماسپښين» شعري ټولګې غوره بيتونه

ټولوونکی: شريف الله نيک مل دپنجشنبي ماسپښين د تکړه شاعر ښاغي  محمد عليم بسمل دويمه شعري ټولګه ده چې په دې وروستيو کې دسالنګ خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی ده دښاغلي بسمل په شعر که څوک خبري او بحث کوي نو ډير څه به پرې وليکي خو ما دلته د پنجشنبې په ماسپښين کې غوره او په زړه پورې بيتونو  ...

نور ولوله »

د ګيدړې نصيحت

احمدالله احمدزی د نوې دورې وتلی عربي شاعر احمد شوقي، چې ادب کې په امير الشعراء پېژندل کيږي او ديوان يې «شوقيات» د نولسمې پېړۍ په اول کتار کې راځي. احمد شوقي په خپل شعر کې مدح، مرثيه، ترانې، ملي کيسې، دين، وطن، پوهنه، سياست، ټولنه او د انساني ژوند هره برخه په داسې کمال ځای کړې، چې لوستونکي ته ...

نور ولوله »

خدای یې مه بوله بېشکه چې بنده دی

حامد افغان یوه ورځ مې د یوه مقرر خبرې اوریدلې، خبرې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ستاینې او سیرت په اړه کولې، له خطبې وروسته یې په سریزه کې له څو خبرو وروسته وویل: ځیني بدبختان د رسول الله په باره کې وایي چې هغه عادي بشر دی، إنما أنا بشر مثلكم .. زه دلته د ...

نور ولوله »

امريکايي سناتوران: د افغانستان په اړه د امريکا وينا او عمل سره په ټکر کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۸ مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د سنا مجلس يو شمېر غړي وايي چې د افغانستان په اړه د امريکايي چارواکو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي. د امريکا په سنا مجلس کې د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر «باب کراکر» وايي چې د افغانستان په اړه هغه خبرې چې مونږ يې د ځانګړو ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: سږ کال په نړۍ کې ۶۰ ميليونه خلک کډوال شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۸ مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د کډوالو شورا وايي چې سږ کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د جګړو او نا امنيو له امله ۶۰ ميليونه خلک د خپلو کورونو پرېښود ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د شورا په يوه تازه راپور کې راغلي چې د نړۍ له هرو ...

نور ولوله »

عراق: د قطر د شاهي کورنۍ د غړو په ګډون ۲۷ تنه ښکاريان تښتول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په عراق کې ۲۷ تنه ښکاريان چې د قطر د واکمنې شاهي کورنۍ غړي هم په کې وو، د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي دي. د بغداد امنيتي چارواکو ویلي دي چې دغه ښکاريان د عراق د شمال په يوه قبايلي شيعه ميشتې سيمه کې تښتول شوي دي. امنيتي سرچينه ...

نور ولوله »

د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو د ماليې بښنې دولت ته سلګونه ميليونه ډالر تاوان اړولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د يوه پلاوي څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په نامه ډير نور اکمالات بې له ماليې افغانستان ته وارد شوي دي، چې له امله يې دولت ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی. د ولسي جرګې د منشي مرستيال عرفان الله عرفان چې دوه ...

نور ولوله »

د پکتیا قومي مشرانو د بهسود دپېښې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې درې ورځې وړاندې دننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې درې تنو ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل د پکتيا قومي مشران يې ددغې پېښې دجدي څېړنو غوښتنه کوي. له پکتيا ولايت څخه ننګرهار ته راغلو مشرانو وويل چې د يوسف خان د کورنۍ د وژنې په ...

نور ولوله »