د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

نن د جهاد پر مټ د اخیستل شوې خپلواکۍ ۹۹مه کالیزه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د برتانوي ښکېلاک له منګولو د افغان مجاهد ولس د خپلواکۍ ۹۹ کلونه پوره شول. پوره ۹۹ کاله وړاندې افغان علماوو، روحانیونو او مجاهدینو د خپل ولس په مرسته د تورې په څوکه د وخت ستر ښکېلاکګر دې ته مجبول کړل، چې د دې هېواد خپلواکي په رسمیت وپېژني. په هغه ...

نور ولوله »

کابل: شپاړسمه حوزه کې دوه توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې دوه توغول شوي توغندي لګېدلي دي. د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، توغندي د قلعه زمان خان مربوطاتو کې لګېدلي او په وينا يې ځانې زیان نه لري. هغه وايي د توغندیو د را توغېدو دقیقه سیمه نه ده معلومه شوې، خو د کابل ...

نور ولوله »

هلمند: ناوه کې امریکایانو ۱۹ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله. طالبانو هم د پېښې پخلی کړی ...

نور ولوله »

د غزني اوسېدونکی: د مېلمنو په ګډون مې د کورنۍ ۱۶ غړي بمبار کې ووژل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز د غزني ښار ته څېرمه د يو اوسېدونکي له خولې وايي، چې د مېلمنو په ګډون يې د حکومتي چورلکو په بمبار کې د کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي. هغه وايي په ښار کې ټول ملکي تلفات د امریکایانو او حکومتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې رامنځته شوي دي. «شپاړلس نفره ...

نور ولوله »

مايک پومپيو: امریکا له پاکستان ښې اړيکې غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل):‏‎ ‎د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې هېواد يې له پاکستان د ښو اړيکو غوښتونکی دی ‏او هيله يې ښکاره کړې، چې په راتلونکو وختونو کې به دغه اړيکې نورې هم غښتلې شي.‏ مايک پومپيو ويلي، چې په جنوبي اسيا کې د امنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره له پاکستان سره د ...

نور ولوله »

پنټاګون: د غزني جګړه کې زموږ هوايي ځواک او مشاورین د افغان عسکرو تر څنګ و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي په غزني کې يې خپل افغان همکاران یوازې نه دې پرېيښي او ځمکنی او هوايي ملاتړ يې کړی دی. د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیز له خبریالانو سره په خبرو کې د غزني د جګړې په اړه وویل، چې د افغان همکارانو شا يې نه ده پرېيښې او ګام ...

نور ولوله »

طالبان: له زندانیانو سره د بې پروايۍ له امله، د سور صلیب امنیتي تعهد بېرته اخلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي له سور صلیب سره کړی هغه تعهد چې ان د دوی تر لاس لاندې سیمو کې هم ازاد فعالیت کولی شي بېرته اخلي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، سور صلیب نړیوالې مرستې پر داسې چارو لګوي چې د دوی له اصلي خدماتو سره هیڅ اړخ نه لګوي. اعلامیه کې راغلي: ...

نور ولوله »

امریکايي ځواکونه: پر غزني ښار مو ۲۳ بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې مېشت بهرنیان وايي چې په غزني کې يې د خپلو افغان همکارانو اړوند مرسته نه ده سپمولي او ۲۳ بمونه يې پر دې ښار غورځولي دي. د بهرنیانو یو ویاند امریکاغږ ته ويلي، چې په دې ۲۳ بریدونو کې يې ۱۴۰ طالب سرتېري وژلي دي. د سرچینې په وینا د ...

نور ولوله »

امنیتي کارپوهان: امنيتي ځواکونه د جګړې لپاره عقیده او روحیه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): په غزني، روزګان، فاریاب او پکتیا کې د امنیتي ځواکونو ډلې ډلې تسلیمي او جګړه‌ییزې بې وسۍ ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي. د امنیتي کارپوهانو په وینا د جګړې لپاره له معاش پرته یوې کلکې عقیدې او روحيې ته اړتیا ده، چې امنیتي ځواکونه يې نه لري. د شمشاد تاوده بحثونه خپرونه ...

نور ولوله »

د ملا تره خېل پلویانو د ټاکنو کمیسیون مخې ته اعتراض کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ملا تره خېل محمدي پلویانو د نوماندانو له لیسته د هغه د لرې کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی او د ټاکنو کمیسیون دروازه يې تړلې ده. اعتراض کوونکي دا د ملا تره خېل په حق کې زیاتی بولي او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون دا پرېکړه ناسمه بولي. دوی ټینګار ...

نور ولوله »