د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

پکتيکا: ډرون بريد کې دولتي مامور په نښه شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند (بند سرده) سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د يو دولتي مامور په ګډون دوه تنه وژل شوي دي. د پکتيکا امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي چې دا بريد تيره ورځ مازيګر مهال د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند بند سرده ...

نور ولوله »

د سولې شورا: حکومت به ډير ژر له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي

Soly-Ali-shora

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې هڅې يې ګړندۍ کړي دي او ډير ژر به حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه مخامخ خبرې وکړي او يوې پايلې ته به ورسیږي. د سولې د عالي شورا وياند احسان طاهري د روسيې ريانوويستي خبري اژانس ته په خبرو کې ويلي دي چې ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د دوو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شپه د بادغیس او غور ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د کمیسیون د معلوماتو له مخې له غور ولایت نه عطا محمد دهقانپور د ١٠١٨١، ګل زمان نایب د ٨٩٢٢، کرام الدين رضا زاده د ٧١٦٣، فاطمې کوهستاني د ٥٣٢٢، رقيې نايل د ٣٩٦٩ او ...

نور ولوله »

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل شاعر دې نۀ وای، او ملا دې نه وای پۀ عاشقۍ کې مې تالې درلودای زۀ پوروړی وای د ټولې دنیا خو چې پۀ ښکلو مې پیسې درلودای مقتدیان ورک شه، پچې هم نۀ کوي کاشکې مې میږې او وزې درلودای مفت خور کړم روږدی مریدانو د پلار کنه نو اوس به مې بنګلې درلودای کاشکې زۀ ...

نور ولوله »

پاکستان: د طاهر داوړ کورنۍ ته ۱۱ ميليونه ډالر ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پيښور د پولیسو وژل شوی پښتون افسر طاهر داوړ کورنۍ ته د پاکستان د مرکزي حکومت، پښتونخوا حکومت او پوځ له لوري ۱۱ ميليونه ډالره ورکول کيږي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدي د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې يوې غونډې ته په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان ...

نور ولوله »

شيدا محمد ابدالي: ارګ راڅخه غير قانوني غوښتنې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شيدا محمد ابدالي وايي چې په هندوستان کې د خپلې دندې پرمهال ترې ارګ غير قانوني غوښتنې کړي دي. ابدالي په يوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هندوستان کې د سفارتي چارو او فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال ...

نور ولوله »

ننګرهار کې د يو شخصي تلويزيون رئيس تښتول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې د انعکاس په نامه د يو سيمه ييز راديو تلويزيون رئيس انجينر زلمی د ناپيژاندو وسله والو له لوري تښتول شوی دی او د هغه موټر چلونکی وژل شوی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې انجينر زلمی نن ...

نور ولوله »

د خلیلزاد دریم سفر

نن ټکی اسيا سرليکنه د خبري رسنیو د خبر له مخې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد د خپل سوله ییز ماموریت لپاره په دریم سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی. ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې دریم سفر پیلوي چې د نوموړی له سفر سره هم مهاله د امریکا ...

نور ولوله »

هلمند: محبس کې زندانيانو د اعتراض په توګه شونډې ګڼدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکزي زندان کې يو شمير زندانيانو د زندان د مسؤلينو د ناوړه چلند له امله خپله شونډې ګنډلي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه يې کړې ده. معترضو زندانيان ویلي چې له دوی سره يې په يو بلاک کې په نشو روږدي کسان اچولي دي چې اوس مهال ...

نور ولوله »

د کابل د تيرې ورځې نښته پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل په شهر نو سيمه کې تيره ورځ غرمه مهال د تميم شنسب په نامه له يوه وسله وال سره د دولتي سرتيرو نښته رامنځته شوه چې څو شيبې مخکې پای ته ورسېده. تميم شنسب چې د يو خصوصي شرکت مسؤل او د پخواني دفاع وزیر عبدالرحيم وردګ له نژدې کسانو څخه ...

نور ولوله »