د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

سیاسي ګوندونه: ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نه لري

  نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځند خبر هم ورکړی دی، سیاسي ګوندونه وايي چې دا کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري. د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر رفیع الله بیدار تېره ورځ بې بې سې ته وویل، د ولسمشريزو ټاکنو ...

نور ولوله »

کابل: د تيرې ورځې بريد کې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کې د شهیدانو او معلولينو چارو او ټولګټو وزارتونو د تيرې ورځې بريدونو کې د يو پوليس او يوې ميرمنې په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. دا برید تيره ورځ څه باندې درې بجې د يو موټر بم ...

نور ولوله »

کابل: له درې چاودنو وروسته لاهم ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړلسمه حوزه کې د فوايد عامې وزارت ته نژدې نن مازديګر مهال درې پرله پسې چاودنې وشوې او له هغې وروسته ډزې پيل شوې چې لاهم دوام لري. له لومړنيو چاودنو وروسته وسله وال د شهيدانو او معلولينو وزارت ته ننوتلي دي او له هغه ځايه يې ډزې پيل کړي ...

نور ولوله »

د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو احتمال

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، ښايي افغان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي. د ټاکنو خپلواک کميسيون يو کميشنر رفيع الله بيدار د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې په ټاکنيزو چارو کې لا نور سمون ته اړتيا ده چې وخت به ونيسي. رفيع الله بيدار په کابل کې رسنيو ...

نور ولوله »

کابل ښار کې له چاودنې وروسته ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار شپاړلسمې حوزې اړوند د فوايد عامې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده او له هغې وروسته په سيمه کې ډزې روانې دي. د کابل امنیه قومندانۍ وياند بصير مجاهد رسنیو ته وويل چې په سيمه کې يې د چاودنې غږ اورېدلی خو تر اوس معلومه نه ده چې چاودنه چېرته شوې ...

نور ولوله »

۸۷ کلن افغان په خپل لاس د ليکل شوي قرآن د چاپ غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت مزکز ښرنه کې يو تن سپين ږيری افغان چې قرآنکريم يې په خپل لاس ليکلی دی، له شتمنو خلکو غواړي چې د قرآن کريم د چاپ په برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه ۸۷ کلن سپين ږیری چې بهاول خان نوميږي او د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د پتنې سيمې ...

نور ولوله »

شاه محمود قريشي له محمد اشرف غني سره ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن له غرمې مخکې کابل ته راغی او د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره يې په ارګ کې وليدل. تيره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې راغلي وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود ...

نور ولوله »

عزیز آباد وطن «خاطره»

عبدالستار سعادت د ولسي جرګې د دارالانشاء تشکیل کې دولت سره د اړیکو مسؤل وم. هغه ورځ یونس قانوني په سفر و، د جرګې ریاست لومړي نائب (محمد عارف نورزي) کاوه. د غونډې په جریان کې نورزی صیب د تالار شاته خونې ته لاړ، وکیل عالمي بلخي (د کډوالو اوسني وزیر) غږ وکړ: د جرګې رئیس چې نه وي، د ...

نور ولوله »

تر مذاکراتو وړاندې طالبان باید خپله کورنۍ وظیفه بشپړه کړي

عبد الرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی د ابوظبي ترغونډې وروسته ډیری شنونکي د دغې غونډې په پایلو او ارزونو مصروف وو چې یوه په یوه امریکايي ولسمشر دونلد ټرمپ له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي عسکرو ایستلو اعلان وکړ. داسې ناڅاپي اعلان چې هم یې د امریکا په داخل کې امریکایان او هم یې افغان سیاست وال هک حیران کړل. ...

نور ولوله »

په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت «لومړۍ برخه»

د مولوي عبدالهادي مجاهد ليکنه د باطل پېژندنې اهميت: لکه څنګه چې په دين کې حق پېژندنه يو اساسي او مهم هدف دی همدغه ډول باطل پېژندنه هم يو ډېر مهم او اساسي کار او هدف دی، او دا ځکه چې تر څو مسلمانانو خپل دښمنان او د هغوئ باطل عقائد او نظريات نه وي پېژندلي نه د هغوئ په ...

نور ولوله »