د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

داخله وزارت کې پر لوړ بست د یوې پېغلې ګمارنې جالب غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال پاسوال مسعود احمد عزيزي تېره ورځ وویل، چې له خپلې دندې استعفا يې منل شوې ده. پژواک د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچينې په حواله ويلي چې د عزیزي پر ځای حسنا جلیل ګمارل شوې ده، چې خواله رسنیو کې يې جالب غبرګونونه را ...

نور ولوله »

بروکسل کې نن د افغانستان پر امنیتي وضعیت بحث کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې نن د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کېږي. دا غونډه چې تېره ورځ پیل شوې، ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او دلته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر به هم پکې برخه واخلي. د ...

نور ولوله »

د سید جمال الدین دارالمعلمین د استادانو اعتصاب اوه میاشتې اوږد شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د سید جمال الدین افغان عالي دارالمعلمین استادانو شاوخوا اوه میاشتې وړاندې درسي اعتصاب پیل کړ چې لا هم روان دی. دوی د دې دارالمعلمین ارتقا غواړي او ټینګار کوي، چې باید لیسانس دورې ته پورته شي. د امین سهاند په نوم یو تن استاد يې رسنیو ته ویلي، چې ...

نور ولوله »

اشرف غني او دوستم ارګ کې پر سوله خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني له خپل مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره له ډېر ځنډ وروسته ناسته کړې، چې په اړه يې «لومړي معاونیت» جلا خبرپاڼه خپره کړې ده. د خبرپاڼې له مخې دې ناسته کې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون کړی و. سرچینه زیاتوي چې ...

نور ولوله »

فاریاب؛ پولیسو درې کاله وړاندې تسلیم شوی پولیس نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، هغه پولیس يې نیولی، چې درې کاله وړاندې په هلمند کې طالبانو ته تسلیم شوی و. د فاریاب امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، میر احمد درې کاله وړاندې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده، چې له وسلې سره طالبانو ته تسلیم شو. خبرپاڼه زیاتوي، ...

نور ولوله »

ایا د ملا منان وژل کیدل به د طالبانو پوځي فعالیتونو اغیزمن کړي؟!

نسیم (شاهد) وړمه شپه، د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملا عبدالمنان اخند د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ. ملا عبدالمنان اخند له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د هلمند لپاره د طالبانو والي و، چې د خپل مسؤلیت په موده کې یې د دې ولایت ډیری خاوره د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه ...

نور ولوله »

بلخ؛ د کشنده د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بلخ چارواکي وايي په کشنده ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان او د هغه شپږ ملګري د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، تېره شپه طالبانو د کشنده په قربای کلي کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ، چې قومندان او د هغه شپږ ...

نور ولوله »

غزني؛ طالبانو ده‌یک کې درې امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو تېره شپه چاپه ووهله، چې د ملکي تلفاتو اړولو تر څنګ يې د طالبانو توند غبرګون هم لیدلی دی. د طالبانو خپره کړې خبرپاڼه لیکي، په دې شپنیو عملیاتو کې يې درې امریکايي عسکر او اوه تنه دولتي کمانډو عسکر مخامخ وژلي دي. له یادو تلفاتو ...

نور ولوله »

جمعیت که له «ملي ائتلاف» سره هوکړې ته ونه رسېږي، خپل نوماند معرفي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي که د دوی ګوند له لوی ملي ائتلاف سره هوکړې ته ونه رسېږي نو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به خپل نوماند معرفي کړي. اسماعیل خان نه دي ويلي چې له دې ائتلافه د جلا کېدو هوډ لري، خو زیاتوي چې لا هم د ...

نور ولوله »

طالبانو د ایران د مرستې په اړه د امریکا دعوه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک وویل، چې ایران په افغانستان کې له طالب سرتېرو سره مرسته کوي. هوک دعوه وکړه، چې ان دغه هېواد له طالب سرتېرو سره وسله‌واله مرسته کوي، خو طالبانو دا دعو بې اساسه بللې او په کابل کې د ایران سفارت هم ...

نور ولوله »