fbpx

د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

«کندهار او بلخ کې د ټاکنو ځنډ امکان لري»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي که د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو کندهار او بلخ کې به ټاکنې وځنډوي. بې بې سې د دې سرچینې په حواله ویلي، چې که يې په یادو ولایتونو کې ټاکنیز دفترونه نه پرانیستل شي، ټاکنې به وځنډوي. د سیاسي ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو ته د حکومت یو بل ګواښ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سیاسي ګوندنو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، حکومت ورته تازه ګواښ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، ټاکنې «ملي پروسه» ده، چې په وینا يې دوی يې ساتنه کوي. هغه وايي ځواکونو ته ...

نور ولوله »

د ټرمپ کمپایني مشر په مشروط ډول، د درغلۍ اعتراف کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاين مشر پاول منافورټ منلي، چې د امریکا ضد دسیسه کې يې لاس لرلی، قضايي چارو کې يې لاسوهنه کړې او ټاکنو کې يې درغلي کړې. د واشنګټن د یوې محکمې څارنوال اندریو ویسمن ویلي، منافورت دوه شرطونه ايښي او د معاملې له مخې اعتراف ته قانع شوی دی. ...

نور ولوله »

ډاکټر غني لا هم د امریکا ستراتېژۍ ته سترګې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د امریکا لوړپوړي امنیتي مسؤلین د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ د بیا کتني څرګندونې کوي، محمد اشرف غني وايي دا ستراتېژي نتېجه ورکوي. هغه له وایس نیوز انلاین، سره په خبرو کې ويلي، د ټرمپ دا ستراتېژي بریالۍ ده. که څه هم د دې ستراتېژي چې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د عامې روغتيا چارواکي وايي امنیتي ځواکونو یو کلینیک پر راکټونو ویجاړ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې د عامې روغتیا مسؤلین وايي امنیتي ځواکونو په خوږياڼو ولسوالۍ کې فعال روغتيايي مرکز پر راکټونو له خاورو سره برابر کړی دی. پژواک د یادې سرچینې په حواله وايي چې دې روغتون کې هره میاشت له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ تنو تداوي کېدل او د سیمې لپاره يې روغتيايي اسانتیا رامنځته کړې وه. ...

نور ولوله »

طالبانو د رویټرز راپور بې اساسه بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): رویټرز د طالبانو د دوو مشرانو په حواله د سولې د مذاکراتو اړوند معلومات خپاره کړي، چې طالبانو بې اساسه بللي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې دې اژانس د «دوه تنه لوړپوړي نامعلومه مشرانو» په نوم څرګندونې رسنیزې کړې چې اساس نه لري. د اعلامیې له مخې د افغانستان اسلامي امارت ...

نور ولوله »

پژواک: غزني کې پولیس خلک لوټي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): غزني کې له حکومت نه د خلکو شکایتونو وروسته له هغه زور واخیست، چې طالبان پنځه ورځې پر دې ښار حاکم شول. تازه د پژواک خبري اژانس خبریال د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې پولیس يې د ښار کوڅه په کوڅه تالاشي کوي، پیسې ترې وړي، موبایل يې پلټي او ارام يې نه ...

نور ولوله »

ولسي جرګې پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د رایو په توافق پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه. په هېواد کې پر روان امنیتي وضعیت له بحث وروسته، تېره ورځ هم د امنیتي تړون اړوند څرګندونې وشوې، چې نن د بیا کتنې لپاره نظر وغوښتل وشو او د ولسي جرګې د مشر په وینا ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو مقر کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر کې تېره شپه د توندې جګړې په پایله کې یوه قرارګاه او دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي. د ځايي سرچینو په وینا طالب سرتېرو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې جګړه پیله کړه، چې په پایله کې يې یوه لویه قرارګاه او د هستي او مدو په نومونو ...

نور ولوله »

حکمتیار: حکومت په ټاکنو کې د قصدي درغلۍ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت قصدي ځينې سیمې نا امنه کړې او په لوی لاس غواړي درغلیو ته لاره هواره کړي. حکمتیار ...

نور ولوله »