د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

ملا عبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه ازاد شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو لوړ پوړی چارواکی او د ملامحمد عمر مجاهد مرستيال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه ازاد شو. نن ټکي اسيا ته د ملا عبدالغني برادر زوی له پاکستاني زندان څخه د هغه ازادېدل تائيد کړل او ويې ويل چې نن له غرمې وروسته نوموړی خپلې کورنۍ سره يو ځای شو. ...

نور ولوله »

طالبانو وګټله!

عبدالروف سرتېر په افغانستان کې چې ډیموکراسي د دې ولس له فطرت او طبعیت سره سر نه خوري، نو د ډيموکراسۍ مبلغینو او تطبیقوونکو هم ټوله ډیموکراسي په ټاکنو کې را ټوله کړې او زور يې پر همدې وې، چې د دې پروسې سم ترسره کېدو په وسیله ایله د ډيموکراسۍ د تطبیق غږ وکړي، ځکه خو د ولسي جرګې ...

نور ولوله »

چک؛ پخوانی لوړپوړی چارواکی له افغانستانه د عسکرو ایستل غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې په هرات کې نفوذي بریدګر دریو چکي عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله، د دې هېواد یو پخوانی لوړپوړی چارواکی د عسکرو په ایستلو ټینګار کوي. وړمه ورځ د هرات په شینډډ ولسوالۍ کې یو نفوذي طالب بریدګر یو چکي عسکر وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل. د دې هېواد د ...

نور ولوله »

نبیل: پر رازق بریدګر [استشهادي] مرکز کې روزل شوی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي په کندهار کې پر جنرال رازق بریدګر استشهادي مرکز کې روزل شوی و. طالبانو هم ذبیح الله ابو دجانه خپل روزل شوی سرتېری یاد کړی و، چې د همدې پلان لپاره د والي په ساتونکو کې ګمارل شوی و. نبیل پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، ...

نور ولوله »

ناټو ومنله چې افغان عسکر يې درو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): ناټو د هېواد په لوېدیځ کې د نفوذي بریدګر له لوري د خپل یو عسکر وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل ومنل. رسنیو ته د غوڅ ملاتړ ماموریت له مطبوعاتي څانګې په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د یو افغان عسکر له لوري تر برید لاندې راغلل. طالبانو ...

نور ولوله »

طالبانو شمال کې یو بیس او څو پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د هېواد په شمال کې يې په بغلان او کندوز ولایتونو کې یو مهم بيس او څو پوستې نیولې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې وړمه شپه، د بغلان د پلخمري اړوند نعمت بیس بشپړ تر واک لاندې راوست. خبر پاڼه زیاتوي طالب سرتېرو دغه بیس چې په چشمه ...

نور ولوله »

شنونکي: د ټاکنو غځېدلو موخه، درغلۍ ته زمینه برابرول دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): د شنونکو په باور د ولسي جرګې ټاکنې دویمې ورځې ته غځول، په لوی لاس درغلۍ ته زمینه برابرول دي. نن چې د سلګونو مرکزونو له جملې یوازې کابل کې په ۴۵ مرکزونو کې رایې اچول کېږي. د ټاکنیزې پروسې څارونکي پر دې باور دي چې پر ډکو صندوقونو له شمېر پرته شپه تېرول، ...

نور ولوله »

‏جنرال رازق چا وواژه ـ طالبانو که پاکستاني استخباراتو؟!

شاهد (غزنیوال) دری ورځې وړاندې چې کله د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق خان د طالبانو په پلان شوي برید کې ووژل شو له دې سره سم د یولړ شنونکو او ځینو دولتي چارواکو لخوا دې تبصرو زور واخیست چې د جنرال رازق د وژنې پلان د طالبانو لخوا نه ، بلکې د بهرنیو استخباراتو چې معمولا د ...

نور ولوله »

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون: د ټاکنو کمیسیون کمزوري مدیریت ټاکنې ګډوډې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د ټاکنو د ناکامۍ ګوته د ټاکنو کمیسیون ته نیسي او په کمزوري مدیریت يې تورنوي. د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو کمیسیون ونه شو کولی، ټاکنیزه پروسه سمه مدیریت کړي او ان پلازمېنه کې ترې مرکزونه تړلي پاتې شول. هغه وویل، دوی ته شکایتونه ...

نور ولوله »

د هیواد پر پوځي وضعیت، د جنرال رازق د وژل کیدو اغیز

نن ټکی اسیا – سرلیکنه وړمه ورځ په هلمند کې د جبار قهرمان تر وژلو وروسته پرون طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق د وژلو اعلان وکړ. جنرال رازق خان د هیواد په لویدیځه حوزه کې د طالبانو په وړاندې تر ټولو غښتلی او ځواکمن پوځي قومندان و چې د ...

نور ولوله »