د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

څارونکي د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین پر مالي فساد تورونوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیز بهیر څارونکي وايي، د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر کې ځینې کارکونکي او ولایتي دفاترو کې مشران په مالي فساد کې ښکېل بللي دي. د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې پر ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې، خو تر اوسه يې لا هم لومړنۍ پایلې بشپړې نه دي اعلان شوې. په ګڼو ولایتونو ...

نور ولوله »

طالبان: ملکي وګړي په نښه کول د زوال نښې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د پکتیا په زرمت کې هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي او دوه يې کلیوال ووژل شول، په ورته وخت کې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې سې ای اې د ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره ځانګړي ځواکونه روزلي چې د حکومت له واکه د باندې دي. طالبانو په ...

نور ولوله »

طالبان: له ایران سره تر اشغال وروسته د سیمې پر خوندیتوب خبرې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره يې خبرې اترې کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه خبرپاڼه کې د دې سفر پخلی کړی او ويلي يې دي، موخه يې د اشغال د خاتمې لپاره د ګاونډیانو د سیاسي او ...

نور ولوله »

د څار کمیسیون: د ټاکنو ځنډ «اساسي قانون تر پښو لاندې کوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ، د اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي. که څه هم د ګډ حکومت جوړښت له پیله د اساسي قانون خلاف ګڼل کېږي، خو دغه کمیسیون تازه څرګنده کړې چې د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډ سره د اساسي قانونه ښکاره ...

نور ولوله »

د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین یوازې یوه نیمه میاشت تعلیمي کال درلود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت له قانون سره سم، یخو سیمو کې تعلیمي کال پای ته ورسید او د دې وزارت تر چتر لاندې د فعالو تعلیمي ادارو له ژمنیو رخصتیو لس ورځې اوړي. سید جمال الدین افغان دارالمعلمین په ټول کال کې یوازې شاوخوا یوه نیمه میاشت تعلیمي کال درلود او نوره موده يې ...

نور ولوله »

د راتلونکي مالي کال بودجه تصویب شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د راتلونکي مالي کال لپاره د ځانګړې شوې بودجې مسوده تصویب شوه. په دې غونډه، کې د ۱۳۹۸ل مالي کال لپاره ځانګړې شوې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه د رایو په اکثریت سره تایید شوه. د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس د ټاکل شوې بودجې له ډلې ...

نور ولوله »

طالبان: روان کال کې ۲۴۹ بهرنيان وژل شوي او ۲۹ ولسوالۍ نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون د نظامي فعالیتونو کلنی مفصل راپور خپور کړی، چې پکې يې تر لاس لاندې ساحې، بریدونه، تلفات او لاسته راوړنې په ډاګه کړې دي. د دې راپور له مخې په روان ۲۰۱۸ز کال کې ټول ۲۴۹ بهرني عسکر وژل شوي او ۱۵۳ نور ټپيان شوي دي، د دې تر څنګ ...

نور ولوله »

د خوندیتوب ډلې د روان کال ملکي تلفات د تېر په پرتله کم بللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، روان میلادي کال چې نن يې وروستۍ ورځ ده، د ملکي تلفاتو له اړخه د تېر میلادي کال په پرتله ښه و او د ملکي تلفاتو شمېره پکې کمه وه. د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل رسنیو ته وویل، چې په روان ۲۰۱۸ز ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: حکومت دې د سولې لپاره خپل‌منځي اختلاف یوې خوا ته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ محمد اشرف غني د سعودي له چارواکو سره ټلیفوني خبرې وکړې، ګڼو حکومتي سرچینو داسې خبر ورکړ، چې د امریکا او طالبانو په مخامخ راتلونکو خبرو کې، چې د دوی په وینا جده کې به وشي، حکومت ته هم د ګډون اجازه ورکړل شوې ده. طالبانو تېر مازیګر خپل دریځ یو ځل ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: ټرمپ پنټاګون ته د عسکرو د ایستلو امر نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): امريکايي رسنۍ بلومبرګ د سپینې ماڼۍ د یو ویاند ګریټ مارکس په حواله وايي چې دوی پنټاګون ته امر نه دی کړی، چې له افغانستانه ووځي. څو ورځې وړاندې ځينو رسنیو د ټرمپ د هغه غور خبر ورکړ، چې له افغانستانه د نیمايي عسکرو ایستلو پلان لري. مارکس ویلي، دوی لا هم پنټاګون ته ...

نور ولوله »