د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

طالبانو د «اشغال» په کومکي افغانانو غږ کړی چې له کمونستانو عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په ولاړو افغانانو غږ کړی چې د پخوانیو کمونستانو له برخلیک نه عبرت واخلي. په افغانستان د شوروي یرغل د ۳۸مې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې طالبانو د جدي ۶مه د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» او د راوروسته ناخوالو زیږنده بللې. طالبانو ویلي چې شوروي اتحاد ...

نور ولوله »

ترکیې د اماراتي سفارت سړک د فخرالدین باشا په نامه ونوماوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکیې د پلازمینې انقرې ښاروالۍ هغه سړک چې د متحده عرب اماراتو سفارت پرې واقع دی، د فخرالدین باشا په نامه ونوماوه. فخرالدین باشا د عثماني خلافت پر مهال د مدینې منورې اخیرنی والي و. ترکیه د یاد سړک نوم څو ورځې وروسته تر هغه بدلوي چې د متحده عرب اماراتو د ...

نور ولوله »

اسرائیلو په غزه کې درنه بمباري پیل کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې امریکا د مسلمانانو دریم سپیڅلی حرم (بیت المقدس) د یهودانو پلازمینه اعلان کړه، اسرائیلي الوتکو په فلسطیني مسلمانانو درنه بمباري پیل کړې ده. دغه بمباري نن پنجشنبه له سپیده چاود سره جوخت پیل شوې او لا هم دوام لري. د راپورونو په اساس، تر دې شیبې پورې د یهودانو ...

نور ولوله »

مرسي په زندان کې د ترور له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په مصر کې «د حقوقو او ازادیو د همغږۍ سازمان» ویلي چې داسې اسناد یې تر ګوتو کړي چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې قصدا له روغتیايي خدماتو بې برخې ګرځیدلی او د ترور له ګواښ سره مخ دی. یاد سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان کې د ولايتي شورا د پخواني غړي په شمول پنځه کسان اعدام شول

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): چارواکو منلې، چې د هرات د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي محمد عسکر انوري په ګډون پنځه تنه نن سهار د څرخي پله په محبس کې د سړي تښتونې او قتل په جرم اعدام شول. د افغانستان د محبسونو لوی ریاست وايي، چې دغه پنځه کسان د درې واړو محکمو له ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: محقق ملي خاين دی، باید سزا ورکړل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د قوانینو پر اساس د ملي خاین لپاره، د اعدام سزا ده، چې مشرانو جرګه يې د محقق لپاره غواړي. د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار محمد محقق په ایران کې د کړیو څرګندونو له امله ملي خاین بللی او له حکومته يې هيله کړې چې باید سزا ورکړي. محمد ...

نور ولوله »

سعودي کې شکنجو بندي شاهزادګان تر روغتونه رسولي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ نیول شوي شپږ غړي تر سختو تعذیبونو او شکنجو لاندې دي، چې ځيني يې د ناوړه روغتیايي حالت له کبله روغتون ته لیږدول شوي دي. میډل ایسټ آی ویب پاڼې تر دې سرلیک «د پخواني پاچا عبدالله زوی هم د شکنجو قرباني دی» لاندې یو راپور خپور ...

نور ولوله »

د ګډحکومت مشرانو په ګډه امریکايي ډیپلوماټ ته مډال ورکړ

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت غبرګو مشرانو هر یو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د یو امریکايي ډیپلوماټ په سینه باندې د غازي میر مسجدي خان مډال وټومبه او د واشنګټن په لور یې رخصت کړ. هوګو لارنس په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر و، چې اوس یې په افغانستان کې کاري ...

نور ولوله »

د افغان حکومت د جعلکاریو څو نمونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (ریکس ټیلرسن) په یو ناڅاپي سفر د بګرام په نظامي اډه کې کوز شو او د ګډحکومت دواړه مشران یې خپل ملاقات ته وروغوښتل او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د بګرام په یوې قهوه خانه کې یې ورسره ولیدل. دا چې له ...

نور ولوله »

ننګرهار کې امریکایانو د یوې کورنۍ ۷ غړي په یوځايي ډول ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې امریکايي پوځیانو د عامو وګړو په کورونو خونړۍ چاپه وهلې. تېره شپه د یادې ولسوالۍ د نه ویشتمې ویالې په سیمه کې بهرني عسکر د ولسي افغانانو په کورونو وراوښتي، خلک یې وژلي، وهلي او ډبولي، بندیان کړي، د کورونو دروازې یې ورماتې کړي ...

نور ولوله »