د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

فاریاب او غور کې دوه غبرګو ولسوالیو سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): د فارياب امنيتي مسئولين او د غور ولايتي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو په لاس د فارياب کوهستان او د غور تيوره ولسواليو سقوط کړی دی. د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه سلګونه طالبانو د يادې ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا امنيتي ...

نور ولوله »

اقصی مسجد کې په اذان او لمانځه بندیز دوهمې ورځې ته وغځېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): اسرائیلو د مسلمانانو په لومړۍ قبله «اقصی مسجد» کې په اذان او لمانځه بندیز لګولی او نن دوهمه ورځ وه چې په دغه مسجد کې اذان او لمونځ نه دی ادا شوی. د یهودو امنیتي ځواکونو د اقصی مسجد محاصره کړی، ټولې دروازې یې تړلي او هیڅ لمونځ کوونکی داخل ته نه ورپریږدي. ...

نور ولوله »

روزګان کې بهرنیو ځواکونو عام افغانان وژلي دي / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): په روزګان ولایت کې بهرنیو ځواکونو هغه ولسي افغانان وژلي او ټپیان کړي چې وړاندې یې د همدوی د بمباریو له کبله خپل کورونه پریښي وو او تر شنه اسمان لاندې يې شپې سبا کولې. پیښه تېره شپه د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د لوړ دروشان په سیمه کې رامینځته شوې. د ...

نور ولوله »

یلدرم: د «تروریزم» لپاره د واحد تعریف نشتون لویه ستونزه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم وايي چې د تروریزم لپاره یو څرګند او واحد تعریف شتون نه لري او د ګونګ تعریف له کبله یې په نړۍ کې ډیرې ستونزې جوړې کړي دي. نوموړي د تروریزم لپاره د واحد تعریف نشتون «ستونزه» بللې او د هغې د حل غوښتنه یې کړې. ...

نور ولوله »

کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د هیواد په پلازمینې کابل ښار کې ملي پولیسو یو تن مزدورکار په وهلو-وهلو وژلی دی. پېښه نن د روژې مبارکې میاشتې په یوویشتمه ورځ د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې رامینځته شوې. د راپورونو پر اساس مقتول یو لاسي ګاډی (کراچۍ) درلود او خوراکي توکي یې په کې خرڅول چې ...

نور ولوله »

طالبانو د ۱۱ بندي عسکرو د ازادولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یې ۱۱ تنه دولتي عسکر چې له دوی سره بندیان وو، د روژې په احترام او د خپل مشرتابه د حکم پر اساس ازاد کړي دي. د طالبانو د مشرتابه لخوا د ۱۱ دولتي عسکرو د ازادولو د حکم راپورونه په داسې حال ...

نور ولوله »

طالبانو د خپلو بندیانو د اعدام په غبرګون کې د «عبرتناکو بریدونو» خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د زنبق څلور لارې د پرونۍ پیښې په غچ کې د ۱۱ تنه طالب بندیانو د اعدام حکم ورکړ، طالبانو د سخت عکس العمل ګوتڅنډنه وکړه. د طالبانو ویاند ذبیح الله په یوې تونده اعلامیه کې ویلي چې که د ...

نور ولوله »

اشرف غني د کابل پېښې په غچ کې بندیان اعداموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د تېرې ورځې چاودنې په غچ کې د ۱۱ طالب بندیان د اعدامولو حکم وکړ. تېره ورځ د کابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه یوه درنه خونړۍ چاودنه رامینځته شوه چې تر اوسه یې هیچا مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. د ملي ...

نور ولوله »

د کابل د ننۍ فاجعې عاملین څوک دي؟!

سرمقاله – نن ټکی اسیا نن سهار یوځل بیا بیوزله کابل ښاریان په هیواد کې د روانې نیابتې جګړې د مظلومو قربانیانو په حیث د وحشي خونخوارانو لخوا په نښه شول. تر اوسه پورې د هغې درنې چاودنې په ترڅ کې چې زنبق څلورلارې په سیمه کې د کثافاتو د لیږد د یوه داسې ټانکر په وسیله رامنځته شوې چې ...

نور ولوله »

لغمان: دولتي عسکرو ولسي کور غصب کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د لغمان ولایت اړوند د عمرزايي په سلطان کلي کې دولتي عسکرو د یو ولسي وګړي کور غصب کړی او پوسته یې په کې جوړه کړې. د سیمې اوسیدونکي وايي چې د روانې میلادي میاشت په ۱۷مه د کور څښتن (مجیب الله) له خپل فامیل سره یوځای د یو مړي دعا ته تللی ...

نور ولوله »