د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

الجزیرې تلویزون د غزني له زندان څخه ازادو شویو بندیانو سره مرکې کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د الجزیرې تلویزوني چاینل له هغو طالب جنګیالیو سره مرکې کړي چې د غزني له مرکزي زندان څخه د طالبانو د برید په پایله کې ازاد او تښتېدلي دي. په هغه ویډیويي راپور کې چې د نوموړي تلویزون له خوا خپور شوی لیدل کیږي چې له زندان څخه راوتلي طالب جنګیالي په ...

نور ولوله »

اقصی مسجد یو ځل بیا د اسرائیلو تر بریدونو لاندې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۲۳مه ۱۳۹۴ل): په فلسطین کې یهودي ځواکونو یو ځل بیا د مسلمانانو په مقدس مسجد «اقصی» بریدونه پیل کړي دي. عیني شاهدان وايي چې تېره ورځ د سهار لمانځه پسې متصل سلګونو اسرائیلي ځواکونو په مسجد چاپه ووهله او مسجد یې کلابند کړ. د فلسطیني رسنیو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د مسجد دروازو ته قلفونه واچول، ...

نور ولوله »

عمر داودزی: افغان ځواکونه د سرتېرو له کمبود سره مخامخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو پخواني وزیر «محمد عمر داودزي» د افغان ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو د کمبود په اړه اندیښنه څرګنده کړې. نوموړي د سرتېرو کمبود «د خطر زنګ» بللی او زیاته کړې يې ده چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پرسونل د کمبود کچه ورځ تر ...

نور ولوله »

د حج په موسمونو کې مهمې خونړۍ پېښې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۱مه۱۳۹۴ل): د مکې مکرمې د حرم په مسجد کې د تېرې جمعې په ورځ د کرین رالوېدلو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات حاجیان ووژل شول. دا لومړی ځل نه دی چې د حج په موسم کې حاجیان له ورته زړه بوږنوونکې پیښې سره مخامخ کیږي. د هغو خونړیو پیښو، چې په تېرو ۴۰ کالونو کې د ...

نور ولوله »

مکه مکرمه: حرم کې د کرین رالویدلو له کبله مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د مکي حرم په مسجد کې یو تعمیراتي کرین (جرثقیل) رالویدلی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. راپورونه وايي چې پېښه د باد او طوفان له کبله د مسجد په ختیځه څنډه کې رامینځته شوې او د صفا او مروه ترمینځ د مسعی یوه برخه یې هم نړولې ده. د سعودي ...

نور ولوله »

طالبانو په زابل کې د خپلمنځي جګړو راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): طالبانو یو ځل بیا هغه راپورونه رد کړي چې وايي د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو او هغو کسانو ترمینځ نښتې رامینځ شوي چې د دوی له نوي زعیم سره یې بیعت نه دی کړی. د رسنیو د راپورونو پر اساس، په زابل کې د منصور دادالله په مشرۍ ...

نور ولوله »

روسي پوځیان په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي (انځورونه)

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): یوې روسۍ ویب پاڼې د هغو روسي سرتیرو انځورونه خپاره کړي چې په سوریه کې د بشار الاسد له جنګیالیو سره اوږه په اوږه جنګیږي. د «by24» په نامه انټرنټ پاڼه لیکي چې دغه انځورونه روسي سرتیرو له سوریې څخه د خواله رسنیو له لارې په پراخه کچه خپاره کړي. ویب پاڼه ...

نور ولوله »

د ۲۰۱۵ کال له پیله تر اوسه ۲۸۰۰ مهاجرین په سمندر کې ډوب شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د یوې تازه احصائیې سره سم یوازې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په تیرو اتو میاشتو کې ۲۸۰۰ کسان په مدیترانه سمندر کې اروپا ته د رسېدو په ارمان ډوب شوي. د مهاجرینو د نړیوال سازمان نړیوال مرکز چې دوه ورځې وړاندې په جرمني کې پرانیستل شو، مشر ...

نور ولوله »

سوریه: په یوه میاشت کې په ولسي وګړو ۱۶۰۰بیلري بمونه غورځول شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د سوریې د بشري حقوقو ټولنې ویلي چې یوازي په تیر اګست میاشت کې د سوریې د واکمن بشار الاسد ځواکونو پر ولسي اهدافو ۱۶۰۰ بیلري (بوشکه یي) بمونه غورځولي دي. دغه ټولنې بشار الاسد په دې سره په جنګي جرمونو او په بشر ضد جنایتونو تورن کړی. د راپور سره سم ...

نور ولوله »

بدخشان: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هیواد په شمال بدخشان ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی او پر نامعلوم لوري انتقال کړی. د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال «سخي داد حیدري» رسنیو ته منلې چې طالبانو د کوهستان د ملي امنیت مدیر بحرین الدین په داسې حال کې ژوندی ...

نور ولوله »