د لیکوال: احمد هیواد ارشیف

چارواکي: پروان کې بمبار ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پروان چارواکي وايي په جبل السراج کې په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي. د پروان د والي ویاند وحید شهکار وايي، چې بمبار د ځانګړو ځواکونو له لوري شوی، چې د ده په وینا په يو غیر مسؤل وسله‌وال «اربکي» پسې يې عملیات پیل ...

نور ولوله »

روسیه: د مسکو بله ناسته کې به زلمی خلیلزاد هم برخه واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفارت وايي، نیت لري د افغان سولې اړوند یوه بله غونډه جوړه کړي، چې زلمی خلیلزاد به هم برخه پکې واخلي. په کابل کې د روسي سفیر مرستیال البرت خوزیف وړمه ورځ، د سولې اړوند جوړې شوې غونډې ته د مسکو د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وویل، ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش اړوند د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې بلل کېږي، دغه کمیسیون د دې ټاکنو د مهال‌وېش د ژر اعلانېدو خبر ورکوي. د کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد له ازادي راډيو سره تېر ماښام خبرو کې وویل، راتلونکې (روانه) اوونۍ کې به د ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون پر جمعه د لسو ولایتونو پایلې اعلانوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سبا (جمعه، ۲لېندۍ) به د لسو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال میرزا محمد حق‌پرست وايي، دوی به همداسې پر مخ ځي او د لسو – لسو یا هم پنځو – پنځو ولایتونو پایلې به اعلانوي. هغه ونه ویل، ...

نور ولوله »

کمیسیون: د ټاکنو پایلې تدریجې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي نه شي کولی د ولسی جرګې ټاکنو پایلې ټولې یو ځای اعلان کړي. د دې کمیسیون ویاند تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل، د ځينو ستونزو او پېچلتیاو له امله ټولې پایلې یو ځای نه اعلانېږي. سید حفیظ الله هاشمي وړاندې ویلي و، د ولسي جرګې ټاکنو ...

نور ولوله »

امریکا؛ شیکاګو کې بریدګر دوه ډاکټرې او یو پولیس وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا په شیکاګو ایالت کې یو تن په روغتون کې ډزې کړې، چې پکې دوه ډاکټرې، یو ‏پولیس او خپله بریدګر وژل شوی دی‎. ‎ د شیکاګو پولیس وايي، د برید علت نه دی معلوم، خو داسې ښکاري چې بریدګر ‏غوښتل کومه ناروغه مېرمن چې هغه پېژندله په نښه کړي‎. ‎ د ...

نور ولوله »

«د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیڅ خپلواکي نه لري»‎

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزې پروسې د څار بنسټونه وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش په اړه د ټاکنو ‏کمییسون ګونګ دریځ په ډاګه کوي، چې هیڅ خپلواکي نه لري‎. ‎ ټاکنو کمیسیون په تېرو شاوخوا دوه اوونیو کې پرلپسې څو ځلې د ولسمشریزو ټاکنو ‏د اعلانولو وخت په ډاګه کړ، خو پرلپسې يې شاته ټېل ...

نور ولوله »

د امریکا سفیر وايي، د زلمي خلیلزاد بریا ته هیله لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر جان‌ بس وايي، د سولې لپاره په هڅو کې د زلمي خلیلزاد بریا ته هیله لري. هغه امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د جګړې د ختمولو لپاره د زمینې جوړولو رول پر غاړه لري. جان بس ويلي: «په افغانستان کې د جګړې د ختمولو ...

نور ولوله »

غزني؛ حکومت په مالستان کې د پرمختګ دعوه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په مالستان او جاغوري کې نږدې لس ورځې وړاندې د جګړې د پیل خبر ورکړل شو، چې طالبانو پکې د مالستان ولسوالۍ د سقوط دعوه وکړه. د دې جګړې د رهبري لپاره حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ګمارلی او تازه يې دعوه کړې چې له مالستانه يې طالبان شاته ...

نور ولوله »

روان کال کې ۲۶زره کډوال له ترکيې راستانه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): د کډوالو چارو وزارت وايي، روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۲۶زره کډوال له ترکيې نه بېرته هېواد ته راغلي دي. د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت وايي، دې ډوالو اروپا ته د سفر نیت درلود، چې له ترکيې بېرته را ستانه شوي دي. هغه وايي ترکيه کې افغان کډوال ځورول کېږي ...

نور ولوله »