د لیکوال: وحید پاڅون ارشیف

د کندز له سقوطه څخه زده کړه

محمدآصف خواتی لیکوال او سیاسي شنونکی ژمن سیاستوال اومسؤلیت پروره واکمن پخپلو هیوادونوکې له هرې ناوړه اومنفي پيښې اوبهیرڅخه زده کړه کوي۰داډله سیاستوال دداسوپیښودنه تکرارچاره پدې کې ویني چې دهرڅه دمخه دپيښې لاملونه اوپه هغوکې اصلي لامل پیداکړي ۰ دسپتمبرپه اته ویشتمه چې طالبانو ددولتي ځواکونودخورا کمزوري مقاومت اودټیټ مورال له امله دکندز په ښارخپله ولکه ټينګه کړه اودپوځیانوپه خبره ...

نور ولوله »

طالبان د کندز ښار ته ننوتلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،تلې۶مه،۱۳۹۴ل): طالبانو نن سهار وختې د کندز پر ښار پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي او لا هم جګړې ته ادامه ورکوي. د کندز ځايي چارواکو تر اوسه د جګړې په اړه له زیاتو څرګندونو ډډه کړې، خو د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي رسنیو ته جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو په ...

نور ولوله »

پکتیکا: د والیبال په میدان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله پېښه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۵مه،۱۳۹۴ل): طالبانو د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د والیبال په میدان کې په رامنځته شوې چاودنه کې لاس لرل رد کړي. د ورکول شویو راپورونو سره سم، نن مازیګر د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په سیګانه کلي کې د والیبال د لوبې پر مهال یوه چاودنه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ...

نور ولوله »

د بلخ د دولت اباد امنیه قوماندان او څلور ساتونکي یې ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه،وږي۳۱مه،۱۳۹۴ل):نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان حیات الله روغ د څلورو ساتونکو سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد د پيښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې امنیه قومندان حیات الله روغ د سهار په څه باندې نهو بجو ...

نور ولوله »

پېښور: د هوايي ځواکونو پر مرکز وسله وال برید درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۷مه ۱۳۹۴) : نن سهار وختې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په بډه بېره سېمه کې وسله والو کسانو د پاکستان د هوايي ځواکونو پر  یوه مرکز وسله وال برید کړی، چې د لومړنیو معلوماتو تر مخه له دواړو خواوو نه پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد الخراساني ...

نور ولوله »

ولې د ولسي وګړو له ژوند سره داسې بې غوري کیږي؟!- سرلیکنه

نن ټکی اسیا- سرلیکنه: د جمعې په شپه یوځلې بیا د کابل ښارپه شاه شهید سیمه کې یوې درنې چاودنې د بیشمیره ولسي وګړو ژوند واخیست ، ډیر شمیر یې ټپیان او ډیرو نورو ته يي درانه مالي تلفات ور واړول. دا ډول خونړي بریدونه که د هرچا له لوري په هرغرض تر سره کیږي د اسلام د مقدس دین ...

نور ولوله »

د شهید الحاج معلم اول ګل مجاهد د کورنۍ له خوا د تسلیت پيغام

د شهید الحاج معلم اول ګل مجاهد د کورنۍ له خوا د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله کورنۍ او د اسلامی امارت د شورای غړو ته د تسلیت پيغام! بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين. وبعد ؛ په ډیر خوا شينې سره مو ...

نور ولوله »

روزګان کې طالبانو ۸۰ تنه اربکیان محاصره کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه سېمه کې ۸۰ تنه محلي پولیس د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي. د راپورونو له مخې، د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان ناوه سېمه کې چې له څو ورځو راهیسې پکې د طالبانو او ...

نور ولوله »

نومیالی عالم او شیخ الحدیث شیخ عبدالستار جان وفات شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): له خواشینۍ ډک خبر مو ترلاسه کړ، چې نوموتی افغان عالم شیخ عبدالستار جان نن له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا د مرکز پيښور ښار په رحمان روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق ورسید. شيخ عبدالستار جان صاحب رحمه الله د مولوي غفارجان اخنذاده صاحب زوی په قوم حسين خيل ...

نور ولوله »

طالبان له خلکو سره اوږه په اوږه د عامه ګټو پروژې پلي کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په قره باغ ولسوالي کې واکمن طالبان پر نظامي فعالیت سربېره د خلکو په مرسته د عامه ګټو پروژې پلي کوي. د قره باغ په پڼي کلي کې خلکو د طالبانو په همکارۍ د هغه شان (آبده) جوړولو چارې سرته رسولې دي، چې د دوی په خبره له څو کلونو راهیسې ...

نور ولوله »