د لیکوال: عمر شاهین ارشیف

کورنيو چارو وزارت: غزني ته د طالبانو والي وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل):د کورنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د حکومتي ځواکونو په هوايي بريد کې د طالبانو له لوري د غزني ولايت لپاره ټاکل شوی والي د اب بند ولسوالۍ په پاینده خېلو کلي وژل شوی . د طالبانو له لوري د غزني والي مولوي محمد قاسم ...

نور ولوله »

کابل د وژنو، اختطافونو او نا امنيو په څپوکي

په داسې حال کې چې په کابل کې یوشمیر کسان د لویو لارو د نا امني په اعتراض کې لاریونونه کوي او له دولت څخه غواړي په شمال کې له لویو لارو څخه د یرغمل شویو کسانو په ژغورنې کې دي اقدام وکړي ، خپله د کابل ښار نا امنیو په سر اخیستی او هیڅوک ورکي د ځان د خوندیتوب ...

نور ولوله »

حامد کرزی: پاکستان باید پوی شي، چې د ډېورنډ کرښه د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په تورخم کې د وروستیو نښتو په اړه تازه څرګندونو کې ويلي چې پاکستان باید پر دې پوی شي چې د ډېورنډ فرضي کرښه د منلو نه ده. کرزي له بې بې سې اردو سره په تازه مرکه کې ويلي چې پاکستان، له هند سره د افغانستان پر نږدې ...

نور ولوله »

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال د ټاکنیزو ناندریو د زیاتېدو له امله استعفا ورکړې. احمد جاوید حبیبي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مسلکي مرستیال و، پخپله استعفا پاڼه کې اصلي علت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نامعلوم برخلیک ښوودلی دی. نوموړي د ضیاءالحق ...

نور ولوله »

پنټاګون: ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د دفاع وزارت څيړنیز راپور کاږي چې په افغانستان کې بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې تېرولو سره سره لا هم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي. که څه هم پنټاګون د افغانستان د امنیتي خوندیتوب لپاره د روزل شويو افغان عسکرو شمېر او کیفیت د ډاډ وړ بللی و، ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: فراه کې طالبانو درې ولسوالۍ نیولې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د فراه ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د طالبانو پر پرمختګ اندېښنه ښيي او زیاتوي چې تر اوسه يې درې ولسوالۍ بشپړې تر واک لاندې دي. د دې شورا غړې جمیلې امینې رسنیو ته څرګنده کړه چې د فراه ولایت دښت بکواه، خاک سفید او ګلستان ولسوالۍ بشپړې د طالبانو په ...

نور ولوله »

امريکا پاکستان سره ۸۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د امريکا مشرانو جرګې د خپل هېواد دفاعي چارو لپاره نوې مالي بودجه تصويب کړه، چې په دې کې يې پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ۸۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه. پخوا به امريکا پاکستان سره د ايتلافي هېوادونو په ليست کې مرستې کولې او د ايتلافیانو د مالي فنډ له ...

نور ولوله »

د کابل – ګرديز پر لویه لاره پولیس خلک لوټي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د کابل – ګرديز پر لویه لاره موټر چلوونکي وايي چې پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي. د دوی په خبره په دې لاره پراته پولیس يې موټرې په ساعتونو دروي، بېلابېلې پوښتنې ترې کوي او د پیسو چور ته پلمې پیدا کوي. د همدې لارې یو موټر چلوونکي عارف پژواک خبري ...

نور ولوله »

د بخش بند د جوړولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): له یو ایټالوي شرکت سره د فراه ولایت د بخش اباد بند د جوړولو تړون لاسلیک شو. دغه تړون نن په کابل کې د یو ناستې پر مهال د ایټالوی شرکت «هایدرو آرک» او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت تر منځ لاسلیک شو. د اوبو ا و برېښنا وزیر علي احمد ...

نور ولوله »

د افغان ښځو شبکه: په امنیتي لیکو کې ښځينه تر جنسي ځورونې لاندې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د افغان ښځو شبکې په نوم یوه ټولنه په امنیتي لیکو کې د ښځينه غړو سره پر چلند نیوکه کوي او دعوه کوي چې د دوی څېړنو ښوودلې چې ښځینه سرتېرې تر جنسي ځورونې لاندې دي. دې شبکې پرون په کابل کې خبريالانو ته د خپلو پلټونو پایلې وړاندې کړې او ويې ويل ...

نور ولوله »