د لیکوال: عمر شاهین ارشیف

اوباما: ټرمپ د ملي امنیت او مذهبي ازادۍ لپاره جدي ګواښ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما د راتلونکو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د امریکا د املي امنیت لپاره جدي ګواښ بولي. ټرمپ په امریکا کې د همنجسبازانو پر نڅا کلب بريد غندلی او دا يې امریکا ته د مسلمانانو د اجازې یو بل زیان په ګوته کړی دی. ...

نور ولوله »

افغان سفیر له پاکستاني چارواکو سره پر تورخم غږېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر جګړه غږېږي. حضرت عمر زاخېلوال چې د تورخم د جګړې په مناسبت په بېړني سفر کابل ته راغلی و، تېر ماښام ناوخته پاکستان ته ورسيد. نوموړي په کابل کې له دفاع وزارت او امنیت شورا سره خبرې ...

نور ولوله »

د تورخم شخړې ترشا د چا لاس دی؟!

نن دریمه ورځ ده چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په متفرق ډول جګړه روانه او دواړه خواوې یوبل په تیري کولو تورنوي. د ډیورنډ فرضې کرښې ستونزه خو د پاکستان تر جوړیدو وړاندې په کال۱۸۹۳ کې د انګریزانو لخوا رامنځته شوې ، خو تر اوسه پوري د دې فتنه جوړوونکې کرښې دواړو خواوو ته پرتو ...

نور ولوله »

فرانسه : د پوليسو افسر او ښځه په چړو وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل):د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وياند وايي : د پاريس لوېديځ ته ۵۵ کيلومتره ليري په مانينفل نومې سيمه کې يو تن د پوليسو افسر په خپل کور کې وژل شوی . په پاريس ښار کې ياد جګپوړی پوليس افسر د خپل مېرمني سره هغه مهال ووژل شو چې د يو تن ...

نور ولوله »

تورخم کې يو ځل بيا جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د پاکستان او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې له امله يې ۶ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته . له څو ساعته جګړې وروسته د دواړو لورو تر منځ اوربند اعلان شو. اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وويل، چې دغه اوربند يې د پاکستان په غوښتنه کړی دی. اوس مازديګر ...

نور ولوله »

لوګر: چارواکي د طالب والي د وژل کېدو دعوه کوي، طالبان يې بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر چارواکي وايي چې تېره شپه يې د هرنیانو په ملګرتیا په ګډو عملیاتو کې د طالبانو له لوري د لوګر والي چې دوی يې نوم مولوي نجیب الله یادوي له ۱۱ ملګرو سره وژلی دی. د لوګر د والي وياند سلیم صالح وايي چې تېره شپه د بهرنیانو په ملګرتیا د ...

نور ولوله »

ملي شورا: په هلمند کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د ملي شورا غړي وايي چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوي عملیات هیڅ لاسته راوړنه نه لري. د ملي شورا غړو د امنیتي ځواکونو پر عملیاتو نیوکه کړې او ويلي يې دي چې طالبان لا هم پر نیول شویو سیمو واکمن دي او امنیتي ځواکونو وړاندې ګام نه ...

نور ولوله »

روزګان: طالبانو چهارچینو ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو په روزګان کې د چهارچینو ولسوالۍ په مرکز کې د جګړې خبر ورکړی او د دې ولسوالۍ د ودانۍ د محاصرې دعوه يې کړې. چهارچینو چې له څو میاشتو راهیسې يې له مرکز ترینکوټ سره لویه لار تړل شوې وه، د تازه جګړې شاهده ده. طالبان وايي د چهارچینو په مرکز هوشي ...

نور ولوله »

ولسي جرګې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې پر سست دریځۍ تورن کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند د ولسمشر د دویم فرمان پر رد سربېره د تېرې شپې د جګړې په اړه هم څرګندونې وکړې. تېره شپه تورخم کې د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړه وشوه چې نږدې ټوله شپه يې دوام وکړ. په یاده جګړه کې ...

نور ولوله »

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د ډیورنډ پر کرښه په تورخم کې د افغان او پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده . تر دې دمه (د شپې ۱۰:۴۰بجې ) د جګړې د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. باوري سرچينې وايي چې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه هغه ...

نور ولوله »