fbpx

د لیکوال: عمر شاهین ارشیف

هلمند: د ملي اردو پر کنډک موټربم بريد شوی

Hilmand ss

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر دوهم کنډک سرتېری بريد شوی. د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي پېښه نن سهار ۸ بجې مهال رامنځته شوې چې له امله يې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې. د هلمند ولايت چارواکي وايي د پيښي له امله ۱۶ تنو ...

نور ولوله »

کندوز: پوځي عملیاتو سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کندوز د اقتاش ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي وايي چې د پوځي عملیاتو له امله يې خپل کورونه پرېيښي دي. دغه کورنۍ چې شمېر يې تر څلورو سوو اوړي، په سیمه کې د بمبارۍ، جګړې او ډار له امله نورو ځایونو ته کډه شوي دي. کډوالې شوې کورنۍ خان اباد ولسوالۍ، کندوز ښار او ځينو ...

نور ولوله »

کابل: ننګرهاریانو د والي پر ضد د ارګ مخې ته لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتی مسؤلین وايي چې لسګونو تنو ننګرهاریانو د ننګرهار د والي ګلاب منګل پر ضد لاریون وکړ. د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې لاریون کوونکو له ارګ غوښتل چې والي يې له ولایت نه لري کړي. لاریون کوونکي ګلاب منګل په ننګرهار کې په نا امنیو کې په لاس لرلو ...

نور ولوله »

کندهار:چريکي بريد کې قومندان (حاجي ملا) وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل)د کندهار ښار په نهمه حوزه کې چريکي بريدکوونکو د ملي امنيت ادارې يو تن فعال کارمند قومندان ( حاجي ملا ) وژلی. پېښه نن سهار په یاده حوزه کې د خبریال عبدالمنان ارغند له وژلو وروسته رامنځته شوې. د قومندان حاجي ملا د وژلو مسؤليت طالبانو منلی ، د دوی په وينا نوموړي (( ...

نور ولوله »

کندهار: نامعلومه وسله والو خبریال عبدالمنان ارغند وژلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل):په کندهار ښار کې د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی. پېښه نن سهار د نهمي امنيتي حوزې اړوند یارانه مارکېټ ته څېرمه رامنځته شوې. د خبریال عبدالمنان ارغند ورور د ارغند پر فیسبوک پاڼه په غلچکي بريد کې د نوموړي وژنه تائيد کړي. د بريد ...

نور ولوله »

طالبانو د «الخندق» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل):طالبانو د تېر په څېر نن سهار يو ځل بيا خپل نوي پسرلني عمليات اعلان او پيل کړل. د طالبانو له لوري نشر شوې اعلاميه پسرلني عمليات (الخندق ) بولي او زیاتوي چې د يادو عملیاتو ((لومړنی هدف به امریکایان او د هغوی استخباراتي ايجنټان وي او د دوهم هدف په حیث به د ...

نور ولوله »

کاناډا کې يو ځوان په موټر ۲۵ تنه وهلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل):د کاناډا په ټورنټو ښار کې يو ځوان موټر چلونکي په خپل موټر لسګونه تنه وهلي او تر موټر يې لاندي کړي. د کاناډا پولیس وايي په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي. د موټرچلونکي له لوري په نښه شوي خلګ ټول د لويي لاري پياده لارويان دي. ...

نور ولوله »

کوټه : سرتيرو بريدونو ۱۲ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل):د کوټي ښار اړوند په دوو جلا سيمو کې درې سرتيري بريدونه شوي چې له امله يې د پاکستانيو ځواکونو ۱۲ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې. لومړي دوه سرتيري بريدونو د کوټي ښار جنوب ته په ميان غونډۍ سيمه کې د ايف سي پوځيانو د تلاشۍ پر ځنځير شوي. د پاکستان د جيو نیوز ...

نور ولوله »

ترافيکي پېښه کې ۵۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل):د پاکستان بلوچستان ایالت په کوهلو سیمه کې د ترافيکي پيښي له امله د ایف سي ځواکونو ۴ تنه وژل او ۵۱ نور زخميان دي. د جیو نیوز له راپور سره سم پېښه د کوهلو سيمي تمبو کراس ته څېرمه را منځته شوې. سرچينه زیاتوي د پيښي له امله ژوبل شوي کسان د تداوۍ په ...

نور ولوله »

د طالبانو له نظامي روزنتون نه ۴۰۰ تنه فارغ شوي / انځوریز

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په بيلابیلو ولايتونو کې د خپلو نظامي روزنتونو څخه کابو ۴۰۰ تنه فارغ کړي. د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو د کمېسيون تر نوم لاندي د طالبانو هغه ټولۍ چې د طالب سرتيرو د نظامي او فکري روزني دنده ور له غاړي ده نن ټکي اسيا ته په را لېږلي پيغام کې منلې ...

نور ولوله »