fbpx

د لیکوال: زبیر افغان ارشیف

طالبان: مور بم د اشغالګرو «وحشت» په ډاګه کوي او د «جهاد» داعیه تاییدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ وري، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې امریکایانو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له اټوم بم وروسته تر ټولو ستر بم وغورځاوه، طالبانو ويلي چې پردي ځواکونه په هیڅ دلیل او پلمه دا حق نه لري چې زمونږ په هیواد کې په دومره وحشت سره چاودنې وکړي، سیمې بمبار کړي او افغانان ووژني. د ...

نور ولوله »

افغان سفیر: د امریکايي عسکرو د قربانیو شکرګزاري ادا کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې وژل شوو بهرنیو عسکرو ته د ګډ حکومت د چارواکو لخوا د درناوۍ او مننې په لړ کې دا ځل په واشنګټن کې افغان سفیر له امریکايي عسکرو څخه مننه کړې. وړمه ورځ د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په استرلیا کې د دې هیواد د (جګړې یادګاري) څلي ...

نور ولوله »

په پاکستان کې یو جعلي پیر خپل ۲۰ تنه مریدان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پنجاب ایالت د سرګودها نومي ولسوالۍ یو کلي ته څیرمه په یوه زیارت کې د نوموړي زیارت یو جعلي پیر د څلورو نورو ملګرو په ملتیا خپل شل تنه مریدان د چاقو او لرګي په مټ وژلي او جسدونه یی په زیارت کې دننه په یو خوندي ځای کې غورځولي دي. ...

نور ولوله »

د امریکایانو افغان همکار امریکا ته له رسیدو سره سم ونیول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): یو افغان چې پنځه کاله یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او په بدل کې يې د امریکا ویزه ترلاسه کړې وه، دغه هیواد ته له رسېدو سره سم نیول شوی دی. دغه کس چې رسنیو یې نوم (عبدل) ښودلی، د مارچ په ۱۳مه د امریکا په نیوجرسي ...

نور ولوله »

روسیه: هیڅ ګاونډی په افغانستان کې امریکايي پوځیان نه غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لپاره د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې روسیه هم غواړي چې له افغانستان څخه باید امریکایي پوځیان ووزي، ځکه نو د طالبانو د موقف ملاتړ کوي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي: «د طالبانو دا دریځ معقول دی چې په افغانستان کې د ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکايي بمبار یو ځل بیا ولسي افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د خلکو په کورونو بمبار کړی او لسګونه عام افغانان یې وژلي دي. تېره شپه امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملاتړ لومړی په سیمه کې چاپه وهلې او وروسته یې کلی بمبار کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ...

نور ولوله »

تلګراف: د سنګین سقوط د طالبانو د بیاراتګ نښه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹ وری، ۱۳۹۶ل): برتانوۍ تلګراف ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د واکمنۍ له نړیدلو شپاړس کاله وروسته په لومړي ځل دا ډله د افغانستان په لویو ښارونو باندې د واک ټینګولو لپاره چمتووالی نیسي. ورځپاڼې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ سقوط ته اشاره کړې، هغه یې د طالبانو د بیرته راتګ یو مثال بللی ...

نور ولوله »

د داعش لپاره پر کمپاین کولو د ستانکزي اعتراف

نن ټکی اسیا – سرمقاله د تیرې دوشنبې په ورځ د ملي امنیت رئیس ښاغلی معصوم ستانکزي د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ښکاره اعتراف وکړ چې د ملي یووالي حکومت د داعش د ځواکمن ښودلو په خاطر تبلیغاتي کمپاین کړی دی. نوموړي وویل: «ایا مونږ خپله د داعش لپاره همدلته تبلیغ نه دی کړی؟ ایا ...

نور ولوله »

امریکايي عسکر افغانستان ته له بیاځلي راتګه اندېښنه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶۶ل): هغه امریکايي عسکر چې په افغانستان کې يې پخوا د عسکرۍ نوبت تېر کړی او اوس بیاځلي دغه هیواد ته رالیږل کیږي، د کورنۍ د غړو پر نیوکو سربېره له روحي ناروغیو سره مخ دي. د امریکا نظامي قانون په بهرنیو هیوادونو کې خپلو سمندري ځواکونو ته د عسکرۍ موده شپږ میاشتې ...

نور ولوله »

افغانستان کې امریکايي مرستې بیرته د امریکایانو لخوا غلا کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): له افغانستان سره د امریکايي مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) وايي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له هغو پیسو څخه غلاوې کړي چې امریکا افغانستان ته د مرستو لپاره په پام کې نیولې وې. د یادې ادارې مشر (جان ساپکو) وړمه ورځ د شمالي کرولاینا ایالت په دیوک پوهنتون کې وینا کوله ...

نور ولوله »