د لیکوال: زبیر افغان ارشیف

اشرف غني د نجونو د تعلیمي لباس طرح رد کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۵، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د نجونو د هغه تعلیمي یونیفورم طرح رد کړې ده، چې پر اساس یې د متوسطه او ثانوي مرحلو نجونو لپاره د پښو تر ښنګرو پورې اوږد کمیس غوره شوی و. د معارف وزارت لخوا په وړاندیز شوې طرح کې راغلي و چې د ابتدائیه ښوونځي ...

نور ولوله »

امریکایي ځواکونو د جنازې مراسم بمبار کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): په پکتیکا ولایت کې امریکايي ځواکونو د جنازې په مراسمو بمبار کړی او د جنازې ګډونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې. پېښه تېره ورځ مازدیګر د یاد ولایت د ارګون ولسوالۍ په دره سیمه کې رامینځته شوې. د راپورونو پر اساس د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۳ تنه ولسي افغانان ...

نور ولوله »

کابل: د هوايي ډګر د لارې پولیس د تالاشۍ په نامه مسافر لوټوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ښار ته په غځېدلې لار باندې ملي پولیس له هغو مسافرو پیسې لوټوي چې تازه هیواد ته راستنیږي. د جهان تلویزون د راپور پر اساس دغه لوټ په رڼا ورځ ترسره کیږي او په تېرو شلو ورځو کې لږ تر لږه د پنځو کسانو له جیبونو او ...

نور ولوله »

عطا نور له ډاکټر عبدالله سره لارې جلا کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور د ګډ حکومت اجرائیه رئيس عبدالله سره د سیاسي پرېکون اعلان وکړ. عطا نور له خپلو پلویانو څخه بښنه او معذرت غوښتی چې له ډاکټر عبدالله څخه د ملاتړ په موده کې يې د هغوی حقوق نه دي ادا کړي. نوموړي ...

نور ولوله »

دولتي ځواکونو د طالبانو د زندان په ګومان په پوډریانو چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو د امریکايي عسکرو په ملتیا تېره شپه عملیات کړي او ادعا کوي چې د طالبانو له یو زندان څخه یې تر دیرشو زیات بندیان خوشې کړي دي. خو طالبان وايي چې دولتی او امریکايي عسکر د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ ته ورغلي او په مخدره موادو د ...

نور ولوله »

میدان وردګ: دولتي ځواکونه له مساجدو څخه نظامي استفاده کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۲، ۱۳۹۵ل): د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دولت لخوا له مسجدونو څخه پوځي او نظامي ګټه پورته کیږي او امنیتي ځواکونو په مسجدونو کې سنګرونه نیولي دي. د راپورونو له مخې د یادې ولسوالۍ د «اوتریو» سیمې ټول مساجد د لمونځ کوونکو پرمخ تړلي دي او دولتي ځواکونو په کې خپل ...

نور ولوله »

خوست: د بهرنیانو په پوځي هوايي ډګر برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): د خوست ولایت د پوځي هوايي ډګر مخې چاودنه شوې او هوايي ډګر ته بریدګر ننوتلي. د خوست ځايي چارواکو ویلي چې پیښه نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې رامنځته شوه. د راپورونو پر اساس لومړی یوه بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د هوايي ډګر په ختیځه دروازه کې انفجار ...

نور ولوله »

هلمند کې د امریکایانو سپي د «قهرمان» لقب ګټلی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): په ۲۰۰۱م کال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره امریکایانو په ځانګړو مهارتونو روزل شوي سپي هم له ځان سره راوړل، چې د طالبانو په خلاف پوځي عملیاتو کې ترې استفاده کوي. امریکایانو دغه سپي د خپلو ځانونو د ساتنې، تلاشیو، د ماینونو پاکولو، د چاودیدونکو توکو او مخدره موادو کشفولو ...

نور ولوله »

دولت د خپلو وژل شوو عسکرو د جسدونو له انتقال څخه ډډه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): هغه دولتي عسکر چې له طالبانو سره په جګړو کې وژل کیږي، دولت یې د جسدونو د انتقال غم نه خوري. د هلمند ولایت اوسیدونکي وايي چې د دولتي عسکرو جسدونه تر اونیو او میاشتو لاوارثه پراته وي خو د دولت د لاپروایۍ له کبله یې مړي خوسا شي، چې بیا یې کورنیو ...

نور ولوله »

امریکا په افغان ترجمانانو ویزې بندې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۰، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د امریکا سفارت هغو افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ بنده کړې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې يې د دوی له ځواکونو سره همکاري کړې. دغه افغانان چې له امریکایانو سره یې د ترجمانۍ، استخباراتي همکاریو او جګړې په برخو کې مرسته کړې، اوس یې په افغاني ټولنه ...

نور ولوله »