مقـــــالی او تبصرې

د قطر د بین الافغاني غونډې په اړه د سولې د جریانونو د مشترکې جبهې ګډه اعلامیه

د سولې د جریانونو مشترکه جبهه په دوحه کې د جون په ۷مه او ۸مه نېټه د بین الافغاني کنفرانس د پرېکړه‌لیک ملاتړ کوي او دا په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام او اغېزناک پرمختګ بولي. د سولې د جریانونو مشترکه جبهه له ټولو لورو غوښتنه کوي، چې دغه ډول غونډو ته پراختیا او دوام ...

نور ولوله »

درې خاطرې؛ طالبان څرنګه خلک دي؟

قاري حبیب نن سبا دا پوښتنه ډیره په ژبو ګرځي چې طالبان څرنګه خلک دي؟ د دې لپاره چې د طالبانو اصلي ماهیت له عامه اذهانو ورک کړای شي او د دې خدایپاله ډلې په اړه ذهنیتونه خراب کړای شي، په وطني او نړیواله کچه سخت تبلیغات روان دي. د طالبانو پر ضد نه یوازې په ورځني ډول راډیوګانې، تیلویزیونونه، ...

نور ولوله »

د سولې رښتيني مينان؛ د ملا خيرالله خیرخواه وينا د مثال په ډول «ويډيو»

پوهندوی هوسا غلجی له تېرو اتلسونو راهيسې، چې دطالبانو له مشر نيولې تر کشره، حتا پلويانو او خواخوږو سره کوم ظلمونه او نادودې شوي، ښايي په تاريخ کې به يې  ډېر لږ ساری وي او د نړۍ هېڅ هېواد پر طالب دا احسان نه شي اچولی، چې د تېرو څو کلونو راهيسې به يې له دوی سره کومه پام وړ ...

نور ولوله »

يواځې درې رنګه ملي بيرغ/ شهرت ننګیال

شهرت ننګیال پتمن صاحب مننه! اوږده موده مې د وينې له فشاره مالګه نه ده څکلې، د چا د مالګې او نمک حلالۍ له کړاو خلاص يم، خوله مې له اوبو ډکه نه ده، مقام او چوکۍ ته مې سترګې خړې نه دي، په کومه ناپړيته کې مې له چا سره ګوتې نه دي خوږې کړې، د کومې ډلې په ...

نور ولوله »

امریکايي مطبوعات او بین الافغاني مجلس

واحد فقيري واشنګټن پوسټ د جولای پر ۹ لیکي په قطر کي د بین الافغاني مجلس د اعلامیې لحن مثبت او هیله بخښونکی وو. ټولو برخوالو پدې موافقه وکړه چي رشیتنه سوله یوازي «د همه شموله افغان مذاکراتو» په ترڅ کي ترلاسه کېدلای سي. خو طالبانو بیا د افغان حکومت سره مستقیمي خبري ردي کړې، او نه هم د آینده ...

نور ولوله »

هیئت رهبری پارلمان افغانستان برگزیده شد

مرکز مطالعات استراتيژیک و منطقوی از افتتاح رسمی مجلس نمایندگان توسط رئیس جمهور کشور، نزدیک به دو ماه، می گذرد. متأسفانه این مجلس طی دو ماه گذشته مصروف کشمکش بخاطر انتخاب رئیس و هیئت اداری خود بود؛ تا اینکه هفته گذشته موفق به انتخاب رئیس و معاونین خویش گردید؛ منشی و معاون منشی نیز بعد از پنج روز تآخیر بالاخره ...

نور ولوله »

افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو اووم پړاو خبرې

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې اترې اووم پړاو ته ننوتلې دي. ټاکل شوې د روان اووم پړاو په پای کې د سولې هوکړه لیک اعلان شي. دواړه لوري مني چې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او د ګڼ شمېر مسایلو په اړه د نظر یووالي ته رسیدلي دي. سره ...

نور ولوله »

جنګ، اشغال او ختم يې

د،ب، هيښ ټول جنګونه د زورورو له لوري په کمزورو او ضعیفو تحميل شوي دي او دا تر هغه وخته دوام کوي چې يا کمزوری لوری کاملاا دپښو ولويږي او يا  زورور سره مقابله د ضعيف  له لوري دومره اوږده ، قوي او منظمه شي چې زورور نور د جنګ په دوام کې د ګټې په ځای تاواني شي ، ...

نور ولوله »

بُن او دوحه؛ د زغم او منلو څرنګ تجربې؟

وحيدالله مصلح تېر اتلس کلونه د يوې ماتې او يو بري لپاره اوږده کلونه نه دي، دا سر په سر ايښي لاسونه د يو زورور ټکر، کسات او انقلابي ډيپلماسۍ تر پاى مخکې روغبړونه دي… په دې قهري ټکرونو کې له شمېر وتي عام افغانان، طالبان، افغان امنيتي ځواکونه او بهرني عسکر ووژل شول… تېر بُن او په ځانګړي ډول ...

نور ولوله »

د قطر د بین الافغاني غونډې اولویت باید څه وي؟

جاوید علي خیل د رواني میلادي میاشتې په اووم او اتمه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازو او له کابل څخه د ورغلیو سیاسي اشخاصو تر منځ دوه ورځنی مجلس ترسره کیږي. د بین الافغاني تفاهم دا غونډه د هغو مذاکراتو یوه تکمیلي پروسه ګڼل شوې چې همدا اوس د امریکا او او طالبانو تر ...

نور ولوله »