مقـــــالی او تبصرې

د اوربند اعلان او تلپاتې سوله

ډاکټر عبدالقيوم مومند د افغان حکومت لخوا د روژې لۀ اوه ويشتمې (۲۷) نيټې څخه د اختر تر پنځمې (۵) نيټې پورې د اوربند يو اړخيز اعلان او بيا د هغې پۀ ځواب کې د طالبانو د اسلامي تحريک لخوا د اختر پۀ دريوو (۳) ورځو کې د اوربند اعلان هغه نيک او د مننې څخه ډک سپڅلی ګام دی ...

نور ولوله »

له مونګ مرور اختره

م، نجم الرحمن (فضلي) څلور لسيزې له مونګ مرور اختره ستړی مشې، ته د معمول مطابق تل په خپله ټاکلې نيټه راتلې، دا چې په خوښيو، سرو لاسونو او نويو جامې مو نه لمانځلې دا زمونږ هغه مجبوري وه چې ستا ټولې خوښی يې رانه ترور کړې وې. تا خو تل له ځان سره خوښی راوړې خو هغه مونګ يو ...

نور ولوله »

د طالب مشرتابه په سږني پیغام کې سوله ییز انعکاس

عبدالرحیم (ثاقب) له معمول سره سم طالب مشر تابه سږکال هم د نیک مرغه کمکي اختر په مناسبت خپل اختریز پیغام خپور کړی دی. سره له دې چې د سږ کال له پیله د طالبانو پوځي فعالیتونه ډیرګرم او توند دي ، خو د طالب مشرتابه په پیغام کې د جګړي له ښکیلو لوریو او افغان ولس سره د مخاطبې ...

نور ولوله »

پانګوالو او شرکتونو ته د پانګونې په تړاو د طالب مشر بلنه څه په ډاګه کوي؟

بخت الرحمن شرافت له تیرو څو اخترونو څخه پرله پسې ډول طالب مشر خپلو پیغامونو کې د نورو زیاتو موضوعاتو په څنګ کې وار وار هیوادوال او بهرني پانګوال دې ته رابولي ترڅو راشي افغانستان کې پانګونه وکړي، دغه هیواد کې دپانګونې په برخه کې له بې شماره فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. څرنګه چې دا دریم اختر دئ دطالبانو ...

نور ولوله »

د اریانا نیوز سره د معتصم اغا جان د مرکې مهم ټکي / ویډیو

motasim-agha-jan

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر او د طالبانو د سیاسي کمیسون پخواني مشر معتصم اغاجان د اریانا نیوز سره په مرکه کې افغانستان یو اشغال شوی هیواد وباله، د اشرف غني په مشري ګډحکومت یې د وحدت ملي حکومت پر ځای خیانت ملي حکومت په نامه ونوماوه، ...

نور ولوله »

ځیني دسولي قرباني سوو… نورو بیا سوله دهوسونو قرباني‌ کړه / دوهمه برخه

بخت الرحمن شرافت دغه وه دسولې ناوې دهیواد اصلي بچیانو یوځل بیا تر کابل پوري راورسوله،،‌ لاره کې یې ډیړي ستړیاوي، ستومانۍ او تکلیفونه وګالل،‌ دسولي له دښمنانو سره یې سختي مقابلې ورکړې. ناوې لا تر اوسه میلمنه وه،‌ تر اوسه یې دکور چوپړ ته پایڅې نه وې راپورته کړې، چې دسولي او ثبات دښمنانو دهوسونو او دخواهشاتو مزدورانو یو ...

نور ولوله »

طالبان دي هم سولي ته تمايل وښيي / عبدالمالک همت

څنګه چې امريکې او پلويانو يې سولي ته تمايل ښوولی دی، نو طالبان دي هم سولي ته تمايل وښيي عبدالمالک همت د کابل د ادارې او د طالبانو د لنډ مهالي اوربند تر اعلانولو وروسته سمدستي سپينې ماڼۍ د دغي ماڼۍ د يوې لوړپوړي چارواکي لیزا کورتس په خوله وويل چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو ...

نور ولوله »

عسکر جانه ورور مې شه

م، نجم الرحمن (فضلي) د سولې او اوربند په خوشحاليو کې د طالب لخوا يوه بله عجيبه خوشحالونکې خبره هم شوې، د طالب مشر په اختريز پيغام کې مو وليدل چې عسکرو ته يې عجيبه بلنه ورکړې، وروڼه يې بللي، او د همدې ورور ولي لپاره يې يو ډير ساده او د هر عسکر په وس پوره شرط يې ورته ...

نور ولوله »

طالب مشر نوي څه وویل؟

وفی الله روفي د اختر په مناسبت د طالب مشرانو پیغامونه تقریباً تکراري موضوع ګرځېدلې، دوی خپلو سرتېرو ته مبارکي وايي، زندانیانو سره خواخوږي ښيي د شهیدانو د شهادت د قبلېدو هیله څرګندوي او د خپلې مبارزې پر حقانیت، شفافیت او دوام ټینګار کوي، خو دا ځل د طالب مشر پیغام له ځان سره نور څه هم لرل. هغه وخت ...

نور ولوله »

د طالب مشر د اختر انساني پیغام  

عادل مبارز  سږ کال د افغانانو دوه اخترونه دي. یو د روژې اختر دی چې خدايي خوشالي دي او بله د سولې، نو د سولې اختر افغانانو ته خوشالي يو پر دوه کړې ده. په داسې وخت کې د طالب مشر شیخ هبة الله اخوندزاده صاحب اختریز پيغام کې هم داسې انساني لارښوونې لولو چې ښو پایلو ته یې د ...

نور ولوله »