مقـــــالی او تبصرې

جنګ له ولس سره ؟؟ محيب رحمتي

طالبانو د پسرلني عملياتو پيل په يوې اعلامې كي په رسمي توګه اعلان كړ، په اعلاميه كي ليكل شوي دي،  په دغو عملیاتو کي به د دوى د بریدونو لومړنی هدف بهرني یرغلګرځواکونه، د هغوى داستخباراتي شبکو غړي ، جاسوسان، د کابل د ادارې لوړ پوړي پوځي او ملکي چارواکي ، دکابینې غړي، د پارلماني وکیلان ، د بهرنیو او ...

نور ولوله »

داسامه وژنه ! ستره لاس ته راوړنه که داوړو پوزه ؟

همدا اوس ځوشيبې وړاندې دامریکا  ولس مشربارک اوباماپه سپینه ماڼې کې خبرې غونډې ته په خپلو خبروکې وویل چې نوربه دتل لپاره هيڅوک هم داسامه نوم په ژوندوکې وانه خلی . نوموړي وویل چې هغه زمونږځانګړوځواکونودپاکستان پلازمینې ته ځېرمه دایبټ په ښارکې دځانګړوعملیاتوپه ترځ کې وواژه .

نور ولوله »

دزندان دماتېدو کیسه – تصور څنګه په حقیقت واوښت

کندهار زندان : دکندهار مرکزي محبس دکندهار ښار لویدیځ  پلو ته دسرپوزې په سیمه کې دکندهار ــ  هرات دلویې لارې  شمال ته متصلا پروت دی ، دا دافغانستان په جنوب کې ترټول ستر حکومتي محبس دی ، چې دزرګونو کسانو دساتلو ظرفیت لري ، محبس یوه مرکزي دروازه لري ، په منځ کې یې متعدد بلاکونو دي او په شاوخوا ...

نور ولوله »

د مات زندان ويډو ته سترګي په لار

  د روان ميلادي کال د اپريل په ٢٥ شپه چي د کندهار محبس مات او ٥٤١  مجاهدين ترې ازاد شول  دې ستري بريا د ډيرى افغانانو حتى نړيوالو عکس العملونه وزيږول دا عکس العملونه په دوو ډلو ويشلى شو يو ډله هغه خلک وو چي د دې بريا په سهار يي يو بل ته مبارکي ويله .

نور ولوله »

هغوی چې دمېرمنې دحقوقو نارې وهي

دڅیړنیزو راپورونو له مخې دامریکا په پوځ کې په ښځینه پوځیانو دجنسي تشدد کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده ، دپوځي چارو دماهرینو په وینا چې هره درېیمه ښځه دجنسي تېري ښکار ګرځي په هغو کې دځینو قضیې تر عدالت پورې رسول کیږي خو ډیری پېښې یې دمیرمنو دخاموشي اود عدلیې دسرنه ګرځولو له امله ګونګې پاتې کیږې ...

نور ولوله »

سړې كه تودې غولونې؟! لیکوال: قتيل زوى خوږياڼى

په افغانستان كې سياسي ډلو تل ساړه او تاوده ملگري  د خپل مشرتابه تر اغېز لاندې را ټول كړي او د وټه ييزې گټې د رڼې چينې په توگه يې ورته په بېلابېلو بڼو بې ډوله څرخولي دي. كله، چې ساړه شوي دا خبره ترې رازيږېدلې، چې : ملت، خلك او ټولنه بې علمه او جاهله ده. دې زيږېدلې خبرې ...

نور ولوله »

په ملګرو ملتو کي داسلامي سفيرانو په نامه

په دنيا باندي د جمهوريت او سکولرزم نظام دومره حاوي دى چي نن څوک دا ويلاى هم نه سي چي جمهوريت د بشريت لپاره تاواني او ناقص نظام دى، په جمهوريت کي سرونه تلل کيږي، د دې توپير نه کيږي چي په کوم سر کي زيات عقل دى او په کوم کي کم، او د کوم سر خاوند مصلح او ...

نور ولوله »

( خپلواک که بې تنخوا مزدور ) د خپلواک په جواب کي – سيف الله احمدي

  زموږ دا هم يو عجب خلک دي کله ، چي خبري او ليکنه کوي نو ودې ته يې فکر نه وي ، چي زه څه وايم او څه ليکم له ځانه څخه يې بېله تنخوا مزدور جوړ کړى وي او بېله تنخوا د پرديو غلامي کوي او هغو ته تبليغ کوي د هغو ناوړو او نا مشروع کارونو ته ...

نور ولوله »

د ثور۷ د تېري او ۸ د بري ورځې دي!

د ثور اوومه نېټه د پخواني شوروي اتحاد د تېري او د ثور اتمه د افغان مجاهدينو د بري ورځې گڼل كيږي. د گاونډ هېوادونو تر منځ نږدې اړيكې غوره او په زړه پورې پايلې لري، خو د هغو هېوادونو ، چې ورځنۍ چارې يې پر چل، ټگۍ اودوكې ولاړې وي؛ هيڅ وخت د يوه ښه او دوست هېواد په ...

نور ولوله »

د افغانستان- امريكا ستراتيژيك تړون د چا په ګټه دى؟

لكه چې ټول خبر دي په دې وروستيو كې د افغانستان اسلامي دولت او د امريكا د متحده ايالاتو چارواكي په داسې خبرو بوخت دي چې په پايله كې به د دواړو هېوادونو تر مينځ د اوږدې مودې يو سراتيژيك تړون لاسليك شي. امريكا او ملګرو هېوادونو يې پر افغانستان د پوځې يرغل په پيل كې ويل چې د افغانستان ...

نور ولوله »