نکات – د لطف الله خیر خوا کالم

متحجر او متمدر!

لطف الله خیرخوا حَجَر ډبرې ته وايي او مَدَر لوټې ته. غرب زده ګان مسلمانانو ته متحجر وايي، معنا د ډبرين طبيعت څښتنان. د دوی اشاره جمود ته ده. دا چې جمود شته که نه؟ يا ستونزه څه ده، خو زه بله خبره کوم. که مسلمانان متحجر وي، نو تاسو متمدر ياست. متمدر معنا “لوټن”. د ډبرې او لوټې عجب ...

نور ولوله »

امريکا وځي!

لطف الله خیرخوا د تېرو اوو پړاوونو په نسبت روان اتم پړاو ته ډېره هيله ښوول کيږي، چې د روانو مذاکراتو دوه لومړي او اساسي موضوعات به نهايي کړي؛ د امريکايانو وتل او د افغانستان له لوري د خطر نه پېښولو اطمينان. د خطر نه پېښولو په اړه به د امريکا په شمول د ټولو اطمينان له دې امله هم ...

نور ولوله »

«ګټيالی مجاهد»

لطف الله خیرخوا زه، چې څومره هم د معاصر جهاد د قيادت په اړه فکر وځغلوم، سرښندنه يې د دې وخت له عقلي دايرې وتلې رابرېښي. کله، چې يو څوک پر دغسې سرښندنو نظر وساتي او بيا د خپل چاپېرچل د عقل دايره، نفسيات او رجحان ورسره پرتله کړي، وپوهيږي، چې دا دوه اړخه سره په څومره واټن کې دي. ...

نور ولوله »

اوربند..سمښت او تېروتنې!‏ لطف الله خیرخوا

سياسي دريځونه بايد له خپل سياق او ظروفو ونه کاږل شي، ځکه چې دريځ پسې د ‏حُکم خبره راځي. که دريځ په خپل سياق کې معلوم کړی شي او ظروف يې ملاحظه ‏شي، نو د سم حُکم احتمال ډېر وي. همدا ډول که دريځ له خپل سياقه بهر وڅېړل ‏شي او ظروف يې ملاحظه نه شي، نو بيا د خطا ...

نور ولوله »

اول‌ګل مجاهد..ګل‌مجاهد

لطف الله خیرخوا دريځ ژور قناعت غواړي. هغه قناعت چې ستا مخالف يې شونې ده تعصب وګڼي، خو قناعت او تعصب ژور توپير لري. تعصب د حق وباطل توپير او تصور باندې سترګې پټول دي، مګر قناعت داسې نه دی. قناعت خامخا باور غواړي. پر باوري بنسټ قناعت د ټينګار، وفاء او سرښندنې جرئت او صلاحيت زېږوي. پر همدې استدلال ...

نور ولوله »

دوی څه ته ژمن دي؟

لطف الله خیرخوا يو امت، چې ځوړند حالت کې وي، د ژوند تر نورو اړخونو يې فکري اړخ ډېر ټپي وي. مثبت او سالم فکر خو څه، چې فکر کولو ته يې اراده نه وي. دغه حالت دښمن ته مطلوب دی، دښمن کولی شي، چې دا امت دغه حالت کې په داسې مسايلو بوخت کړي، چې اصلا د دوی موضوع ...

نور ولوله »

د حزب ځوانانو ته د زړه خبره

لطف الله خیرخوا زه خپله د اسلامي حرکت د يو ځوان په توګه د هغه متعهد ځوان تنده احساسوسوم، چې د اسلامي پېر د اعادې لپاره يې لري. له تېرو دېرشو کلونو راهيسې، چې اسلامي ډلو کومې تېروتنې وکړې، د هغو ډلو په اړه ناخوښي هم درک کوم. تر ټولو ګواښمن؛ هغه جارحانه دريځ سره هم مخامخ يم، چې د ...

نور ولوله »

اختلاف او جګړه توپير لري

لطف الله خیرخوا زغم او چا ته د اظهار وخت ورکول ستره رويه ده. زموږ د بلاغت استاد محمد محمد ابوموسی د يوه حديث په شرحَ کې يوه عجيبه خبره کوي. بخاري شريف روايت کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ المِائَةِ، لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً». معنی خلک لکه د سلو اوښانو پاده داسې ...

نور ولوله »

ملا ورته څه ويلي؟

لطف الله خیرخوا که سړی يې غوڅ ووايي، چې د چا ټول ثقافت د ملا منت‌بار وي، څنګه ملا بد ګڼي؟ دوی خو هسې هم په خپل رزمي تاريخ خاورې اړوي، مګر درځئ پاڼې واړوو، چې په مختلفو مراحلو کې د سيمې د خلکو علمي او ادبي رهبري چا کړې؟ زه دوی ننګوم، چې له ادبياتو مو د ملا کار ...

نور ولوله »

افغانستان او مثلي جنسپال

لطف الله خیرخوا سړی دوو کې حيران شي، چې ويې وايي که نه؟ که يې وايي د خلکو ورپام کيږي او که يې نه وايې، مهمه خبره بې ځوابه پاتې کيږي، خو که يې نه وايي هم سړی يې له غمه وايي. درې ورځې پرله‌پسې بي بي سي پښتو راديو او تلوېزيون د مثلي جنسپالو په اړه راپور او مرکې ...

نور ولوله »