زما هم واورئ

برېکس؛ د څو-قطبي نړۍ «لایسنس!!»

ليکوال: احمد بلال خليل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظام د تحول پر درشل ولاړ و، له ملګرو ملتونو رانیولې د پيسو تر نړیوال صندوق پورې (آی ایم ایف) هر څه امریکايي «ټيپ» ته برابر کړل شول. امریکایانو د پيسو په نړیوال صندوق کې د (ماکرو اقتصاد) د وتلي انګلیسي نابغه (جان میرډ کینز) سره هم اقتصادي کرښې لاندې ...

نور ولوله »

د چین (چو این لای) د غرب په مقابل کې د شرق پر ځان ویسا اواز!

زما هم واورئ! د احمد بلال خلیل کالم، نن ټکی آسیا: یادښت: چو این لای (۱۸۸۹ تر ۱۹۷۶م) نامتو چینايي دیپلومات او سیاسي مشر و. له ۱۹۴۹م کاله د عمر تر پایه ۱۹۷۶م پورې د چین لومړی وزیر و. د چین د نامتو فکري پلار، ماو زو ډونګ تر رهبرۍ لاندې يې د چین کمونیست ګوند واک ته ورساوه او ...

نور ولوله »

ترکیه او سعودي؛ په سُني نړۍ کې د مشرۍ پر سر سیالي!

لیکوال: احمد بلال خلیل  زما هم واورئ! کالم: د ټولواک سعود په نامه جوړه شوې سعوديه او د عثماني خلافت نه ورپاتې ترکیه له پېله د ټکر او د اختلافونو سوابق لري. د سعودي د شهنشاهیت بنسټ هم د ترکيې د عثماني خلافت پرخلاف په مبارزو کې ایښودل شوی و. هغه مهال عثماني خلافت د اروپا د مریض په توګه ...

نور ولوله »

د سیسي او د ملک عبدالله نوې سیاسي خېښي!

زما هم واورئ! -احمد بلال خلیل: منځنی ختیځ د لومړۍ نړیوالې جګړې راپدېخوا او بیا د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۱) پرمهال او له هغه وروسته خو تر دې مهاله د اخ و ډبونو منځیز دی. دې سیمې د بالفور له اعلان نه رانیولې تر جانانه عربي پسرلي… او اوس په عراق کې د «داعش» د یو نوي ځواک په توګه په ...

نور ولوله »

د اوباما د بهرني سیاست نوې نړیواله تګلاره

obama policy

کالم: زما هم واورئ! لیکوال: (احمد بلال خلیل): د امپراتوریو په هدیره کې د شپې د تور تم پرمهال د مخ پر ځوړ امپراتورۍ تور پوستی ولسمشر بارک اوباما په داسې مهال راڅرګند شو، چې پوځیان یې د شورويانو په لحدونو کې تر نامه پورې ننوتلي وو او اوباما یې راباسلو ته مټې بډ وهلې وې؛

نور ولوله »

د نارېندرا مودي هند به پر سیمې څه اغیزې وښندي؟

Narendra Modi never dreamed becoming Prime Minister India-Sv-1

کالم: زما هم واورئ،( لیکوال: احمد بلال خلیل) – د نړۍ تر ټولو سترې ډيموکراسۍ او د بشري پرګنو دویم ستر باروړونکي هېواد خپل نوی لارښود خوښ کړ. هغه هم یو متنازعه لارښود. هغه چې د هندي ناسیونالیست ګوند لارښود دی او تر کانګرسیانو ډېر جدي او پاریدلی.

نور ولوله »

چین او روسیه؛ دښمنان، ملګري او که دُښ-ملګري؟(۲/۲)

china russia relation

کالم: زما هم واورئ، لیکوال: احمد بلال خلیل: ۱۱سپتامبر، نه یوازې دا چې یوه تاریخي پېښه وه، بلکې دې سانحې د نړۍ پر نړیوال سیاست ډېرې اغیزې وښندلې، او تر ډېره حده یې په باندني سیاست کې د Pre-emptive Strike یو نوی دوکترین وزیږاوه، چې موخه یې خطر په نطفه کې شنډول ول: مخکې له دې چې دښمن پر تا ...

نور ولوله »

چین او روسیه؛ دښمنان، ملګري او که دښ-ملګري؟ (۱)

china russia relation

کالم: زما هم واورئ، (لیکوال: احمد بلال خلیل): د پخواني شوروي اتحاد په ماتې سړه جګړه نوره پای ته ورسیدله او امریکا د نړۍ یوازینی زبر ځواک شو، او خپل نوی نړیوال نظام یې برپا کړ، چې نړۍ یې لومړۍ نمونه(Sample) د خلیج په لومړۍ جګړه (۱۹۹۱کال) کې ولیدله.

نور ولوله »

د هند د راتلونکي بهرني سیاست محور

indian flag map

کالم: زما هم واورئ! (لیکوال: احمد بلال): هند د آسیا د لویې وچې یو ډېر ارزښتناک هېواد دی، چې له چین سره اوږده پوله لري. دواړه چین و هند نه یوازې دا چې د نړیوال اقتصاد چاغ امپراتوران دي، بلکې د نړۍ د بشري پرګنو درېیمه برخه پنډ یې هم پر اوږو بار دی. هند د دې ترڅنګ له پاکستان ...

نور ولوله »

د پاکستان ستراتیژيکه ژورتیا؛ د زرګر په تله کې (دویمه برخه)

pakistan-strategic-location

(زما هم واورئ!: داحمد بلال خلیل کالم) : هند چې له پاکستانه نه یوازې دا چې په جفرافیايي ډګر بلکې په نظامي او اقتصادي ډګر کې هم خورا ستر دی، له دې څخه پاکستاني فوځ وېره لري او غواړي چې د پاکستان ټول تمرکز همدې یوې خوا-د هند په لور- شي نو ځکه د پاکستاني فوځيانو په فکر ستراتيژيکه ژورتیا ...

نور ولوله »