د نن سرمقاله

ایا د مدارسو په نښه کول به د مقاومت د تضعیف لامل وګرځي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر دې وروسته به د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه مدارک په نښه کړي چې دوي ورباندې زیات دردیږي. د نیکلسن له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان په بیلابیلو سیمو ...

نور ولوله »

تر امریکايي بمبار ورسته کونړ د پاکستاني توغندویو تر اور لاندې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: وروسته تر دې چې د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د هیواد بیلابیلې سیمې له کندوزه نیولی تر فراه ، روزګان، هلمند، لوګر، کابل ، کاپیسا، پروان کونړ او نورو ولایتونو پوري د امریکایانو لخوا بمبار او په سلګونو ولسي کسان ورکې مړه او ژوبل شول دا دی اوس ختیځ ولایت کونړ ...

نور ولوله »

حکمتیار ولي دا وخت د خپلې کنګرې د راغوښتلو لپاره تعین کړ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر وصایت لاندې د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي یاد حکومت هیڅ داسې بریا نه لري چې هغه افغان ولس ته یې د یوې مثبتې لاسته راوړنې په توګه وښیي. هغه څه چې ګډ حکومت یې خپله لویه لاسته راوړنه بولي هغه له امریکا سره د امنیتي ...

نور ولوله »

پر ولسي وګړو د امریکايي بمبار په اړه ارګ ولي خاموش دی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د کندوز د وړمې ورځې خونړۍ بمبارۍ په شمول ۱۵ مورده داسې ویرجنې پیښې رامنځته شوې دي چې امریکايي الوتکو په هغو کې ولسي اهداف بمبار کړي او هلته یې د ولسي خلګو په وژل کیدو په خپله اعتراف کړی دی. په یادو اهدافو ...

نور ولوله »

ولي د جنګي ستراتیژۍ په لمبو کې د طالبانو نفوذ پراخیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نیږدي یوه نیمه میاشت وړاندې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله جنګي ستراتیژۍ اعلان کړه. د یادې ستراتیژۍ په ترڅ کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی و چې د طالبانو خلاف د خپل ټول پوځي صلاحیت په کارولو سره د هغوئ په ضد له بي ۵۲ سترو جنګي ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د اخلاقي ابتذال په طوفان کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له تیرو دوو ورځو راهيسې په ټولنیزه رسنیو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند دوو تنو لوړرتبه افسرانو داسې مبتذلې ویډیو ګانې لاس په لاس کیږي چې په تشو کتلو یې سلیم الطبع انسان د خجالت او شرم احساس کوي. په یادو جلاجلا ویډیوګانو کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو ...

نور ولوله »

دولتي ځواکونه ولي ګدايي ته مجبوریږي؟

سرمقاله ــ د شاه ولي په نوم ملي پولیسو اړوند یو سرتیری وايي چې د کورنیوچارو وزارت په رسمي تشکیلاتو کې تر ۱۵ کلن خدمت او د خدمت په مهال تر زخمي کیدو وروسته اوس په داسې وضعیت کې قرار لري چې نه د اوسیدو لپاره کور او نه هم د ژوندي پاتي کیدو لپاره خواړه لري، له همدې امله ...

نور ولوله »

د ډاکټر عبدالله غوښتنه څومره منطقي توجیه لري؟

سرمقاله ــ تیره ورځ د ګډ حکومت نیم واکي مشر ښاغلی ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر ښاغلي غیرت عمروف سره په لیدنه کې له نوموړي څخه وغوښتل چې د طالبانو په مشرمولوي هبة الله او د هغوی په نورو لوړپوړو چارواکو باندې بندیزونه ولګوي تر څو له دې لارې کمزورې او ...

نور ولوله »

د طالب مشرانو په نښه کولو کې به د سي آی اي رول څومره بریالی وي؟

سرمقاله ــ وروسته تر دې چې په افغانستان کې د ټرمپ جنګي ستراتیژي له بدنامي او ناکامي سره مخ شوه امريكايي چارواكو اعلان وکړ چې دوي به په افغانستان كې د دطالبانو د له منځه وړلو لپاره د سي آى اې پټ عمليات پیل کړي. امریکایانو د اشغال له پیله په افغانستان کې د دوي خلاف روان مقاومت د له ...

نور ولوله »

ریکس ټیلرسن ولي ولسمشر غني بګرام ته احضار کړ؟

سرمقاله : تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په یوه ناڅاپي سفرکابل ته راغی. نوموړي د معمولو دیپلوماتیکو مقرراتو په له پامه غورځولو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر په ځای د بګرام په هوايي ډګر کې ښکته اوهلته یې د ګډ حکومت غبرګ مشران امریکايي اډې ته احضار کړل. دا لومړی ځل نه دی چې ...

نور ولوله »