fbpx

د نن سرمقاله

په امریکايي بمباري کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې هیښوونکی زیاتوالی

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلې چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله ولسي مرګ ژوبله په هیښوونکې ډول زیاته شوې ده. په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوې چې د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو ډیری ...

نور ولوله »

په یوه میاشت کې دوه ځله د طالبانو په بریالیتوب اعتراف

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په تیره یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې امریکايي چارواکي د طالبانو په بریالیتوب اعتراف کوي. لومړی ځل د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بیا رغونې د څار ادارې (سیګار) د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په خپل رپوټ کې ولیکل چې په تیرو (۶) میاشتو کې د طالبانو د ...

نور ولوله »

د کندهار غونډه په میله کې میله

نن ټکی اسیا ـ سر مقاله : له څو ورځو راهیسي د ګډ حکومت له ترکیب نه څو تجرید شویو معلوم الحاله څیرو تبلیغاتي هنګامه جوړه کړې چې ګواکي د ګډ حکومت بیواکي او فساد د هیواد روان وضعیت نا آرامه کړی او دوی غواړي د دې وضعیت د بدلون لپاره په لوي کندهار کې غونډه جوړه او د هغې ...

نور ولوله »

د جګړې ګټلو په اټکل کې طالبان تیروتلې که جنرال نیکلسن؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تیره ورځ د هیواد شمالي ولایت کندوز ته د سفر په مهال له دولتي چارواکو سره په څرګندونو کې وویل : «که طالبان فکر کوي، چې د جګړې له لارې به بریالي شي دا د هغوی تېروتنه ده». دا خبره د جنرال نیکلسن د ...

نور ولوله »

محقق په افغانستان کې داعشي جنایاتو ته د مشروعیت ورکوونکي په توګه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې د (محبان اهل بيت) تر عنوان لاندې غونډې ته د وينا پر مهال په سوريې کې د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو افغان شيعه‌ګانو (لشکر فاطميون) مشارکت حمایت او تقدیر کړ. نوموړي نه یواځې په سوریه کې د بشار الاسد حکومت په ...

نور ولوله »

ایا د مدارسو په نښه کول به د مقاومت د تضعیف لامل وګرځي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر دې وروسته به د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه مدارک په نښه کړي چې دوي ورباندې زیات دردیږي. د نیکلسن له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان په بیلابیلو سیمو ...

نور ولوله »

تر امریکايي بمبار ورسته کونړ د پاکستاني توغندویو تر اور لاندې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: وروسته تر دې چې د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د هیواد بیلابیلې سیمې له کندوزه نیولی تر فراه ، روزګان، هلمند، لوګر، کابل ، کاپیسا، پروان کونړ او نورو ولایتونو پوري د امریکایانو لخوا بمبار او په سلګونو ولسي کسان ورکې مړه او ژوبل شول دا دی اوس ختیځ ولایت کونړ ...

نور ولوله »

حکمتیار ولي دا وخت د خپلې کنګرې د راغوښتلو لپاره تعین کړ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر وصایت لاندې د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي یاد حکومت هیڅ داسې بریا نه لري چې هغه افغان ولس ته یې د یوې مثبتې لاسته راوړنې په توګه وښیي. هغه څه چې ګډ حکومت یې خپله لویه لاسته راوړنه بولي هغه له امریکا سره د امنیتي ...

نور ولوله »

پر ولسي وګړو د امریکايي بمبار په اړه ارګ ولي خاموش دی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د کندوز د وړمې ورځې خونړۍ بمبارۍ په شمول ۱۵ مورده داسې ویرجنې پیښې رامنځته شوې دي چې امریکايي الوتکو په هغو کې ولسي اهداف بمبار کړي او هلته یې د ولسي خلګو په وژل کیدو په خپله اعتراف کړی دی. په یادو اهدافو ...

نور ولوله »

ولي د جنګي ستراتیژۍ په لمبو کې د طالبانو نفوذ پراخیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نیږدي یوه نیمه میاشت وړاندې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله جنګي ستراتیژۍ اعلان کړه. د یادې ستراتیژۍ په ترڅ کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی و چې د طالبانو خلاف د خپل ټول پوځي صلاحیت په کارولو سره د هغوئ په ضد له بي ۵۲ سترو جنګي ...

نور ولوله »