د نن سرمقاله

د کابل د ننۍ فاجعې عاملین څوک دي؟!

سرمقاله – نن ټکی اسیا نن سهار یوځل بیا بیوزله کابل ښاریان په هیواد کې د روانې نیابتې جګړې د مظلومو قربانیانو په حیث د وحشي خونخوارانو لخوا په نښه شول. تر اوسه پورې د هغې درنې چاودنې په ترڅ کې چې زنبق څلورلارې په سیمه کې د کثافاتو د لیږد د یوه داسې ټانکر په وسیله رامنځته شوې چې ...

نور ولوله »

ولایتونه ولي د سقوط له ګواښ سره مخ دي؟!

نن ټکی آسیا ـ سرلیکنه په مشرانو جرګې کې د سرپل ولایت یو شمیر استازي وايي که دولت یاد ولایت ته توجه ونه کړي ژر دی چې یاد ولایت به د طالبانو په لاس سقوط وکړي . محمد عظیم قویاش د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د سرپل ولایت وضعیت کړکیچن وباله او او خبر ...

نور ولوله »

طالبان د کابل په دروازو کې!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: پرون د چارشنبې په ورځ د کابل امنیه قومندان ښاغلي حسن شاه فروغ له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې طالب وسله وال د شپې مهال کابل ته څیرمه موسهي ولسولۍ، سروبي ، ده سبز او چوک ارغندۍ ته ځان را رسوي او دلته تر ځای پرځای کیدو وروسته د کابل ښار په ...

نور ولوله »

ټرمپ ولي د افغان سرتیرو ستاینه کوي؟!

نن ټکی اسيا- سرليکنه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ریاض کې د اسلامي هېوادونو او امریکا غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د افغان امنیتيي ځواکونو ستاینه وکړه. نوموړي افغان امنیتي ځواکونه زړور وبلل او د هغوئ د تقدیرونې لپاره یې وویل چې واشنګټن او متحدين به یې د په اصطلاحح ترهګرۍ ضد جګړه کې د کابل ...

نور ولوله »

ایا دولت د خپلو سرتیرو د ژغورنې توان لري؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له کله چې طالبانو په هیواد کې نوي پسرلني عملیات اعلان کړي له دې سره سم په ټول هیواد کې د جګړې زور شدت موندلی او د دولتې سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه ور سره په بیسارې ډول لوړه شوې ده. په یوه تازه پیښه کې چې نن د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو د ...

نور ولوله »

د جنرال ډانفورډ استدلال څومره پر ځای دی؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت د دې لامل شوی چې دلته طالبان ځواکمن او دا ویره شته چې یوځل بیا له یاد هیواد څخه واشنګټن تر ګواښ لاندې ونیول شي. جنرال ډانفورډ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ...

نور ولوله »

شمالي ولایتونو ته ولي د پښتنو د سفر مخنیوی کیږي ؟

نن ټکی اسيا-سرليکنه له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې شمال ته د تلونکو پښتنو مسافرینو د مخنیوي او د پولیسو لخوا د هغوی د ځورونې رپوټونه ورکول کیږي. د یادو رپوټونو په ترڅ کې دا هم ویل کیږي چې دا کار د کورنیو چارو وزارت په دستور په دې پلمه تر سره کیږي چې شمال ته تلونکي مسافرین طالبان ...

نور ولوله »

امریکايي استخبارت ولې د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښمن دي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډانیل کاټس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا له لوري افغانستان ته د نورو اضافي سر تیرو له لیږلو سره سره به هلته امنیتي وضعیت نورهم ترینګلی شي. ښاغلی کاټس یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا په کانګریس کې افغانستان ته د ...

نور ولوله »

د ارګ او داخله وزارت ترمنځ د فساد مسابقه

نن ټکی اسيا سرليکنه ولسمشر غني د تیرې سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په درییم کلني کنفرانس کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه د فساد مرکزونه وبلل. د ګډ حکومت په تشکیل کې یاد دواړه وزارتونه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په برخه رسیدلي چې د بهرنیو چارو وزیر له نیږدې یوه کال راهیسي د بي کفایتي ...

نور ولوله »

منفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت

نن ټکی اسيا سرليکنه واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د کابل حکومت او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه یولړ څرګندونې کړې دي. په یادو څرګندونو کې یې د ملي یووالي حکومت ، یومنفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت یاد کړی. واشنګټن ټایمز لیکلي چې ټول افغانستان د یوه امریکايي وژل شوي ...

نور ولوله »