د نن سرمقاله

تر امریکايي یرغل ۱۶ کاله وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نن د تلې ۱۵ مه په افغانستان د امریکايي وحشیانه یرغل له ۱۶کلیزې سره برابره ده. په همدې ورځ متمدنو امریکایانو د انسانیت او قانون د ټولو منل شویو مقرراتو خلاف زمونږ د هیواد پر سپیڅلي حریم یرغل وکړ. امریکایانو دا یرغل ظاهرا په افغانستان کې په اصطلاح د تروریزم له منځه وړلو، قانون پلي ...

نور ولوله »

د ملي اردو ځواکونه د زړه سوي وړ دي!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د سره صلیب کمیټې د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د هغو وژل شویو دولتي سرتیرو جسدونه خپلو خپلوانو ته وسپارل کوم چې تر وژل کیدو وروسته څو ورځې د جګړې په ډګر کې پاتې وو. د دغو وژل شويو سرتیرو جسدونه چې ټول د ملي اردو په رسمي لباس ملبس و ...

نور ولوله »

د ملي اردو مظلوم ځواکونه- امریکایان یې بمباروي، ملګري یې ناموس لوټي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تیر په څیر وړمه ورځ یو ځلې بیا امریکايي هوايي ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۸ پوځیان مړه او ژوبل کړل. د ګډ حکومت غبرګو چارواکو چې د امریکا د لاس ویګاس د خونړۍ پیښې د قربانیانو په ویر یې تقریبا تر ولسمشر ټرمپ وړاندې د خواشیني جلا جلا ...

نور ولوله »

د ملي یوالي حکومت له جوړیدو دری کاله وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له نن نه پوره دری کاله او دری ورځې وړاندې د تلې د میاشتې په (۷مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری تر وصایت لاندې د ملي یووالي په نوم حکومت جوړ شو چې تر جوړیدو سمدستي وروسته یې لومړنۍ کارنامه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول و. د یاد ...

نور ولوله »

د ولسي وګړو له وژنې د مقدساتو تر سپکاوي

نن ټکی اسیا – سرمقاله امریکايي الوتکو د کابل د قره باغ په ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو تر بمباري وروسته د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې داسې تبلیغاتي پاڼې له الوتکو څخه غورځولې چې د مسلمانانو ترټولې مقدسې کلمې ته یې سخت سپکاوی کړی دی. په یادو پاڼو کې چې په غیر معیاري پښتو ژبه څو ناسمې ...

نور ولوله »

افغانستان د بحران په لور

نن ټکی اسيا سرليکنه د روان کال د زمري د میاشتې په یو دیرشمه نیټه له کله چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړې ورسره جوخت پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمباریو هم زور اخیستی دی. که څه هم چې پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمبارۍ څه نوې خبره نه ؛ ...

نور ولوله »

ایا نور هم د ټرمپ ستراتیژي د تائید وړ ده؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله تر چار درې او شینډنډ وروسته نن په لوګر کې امریکايي الوتکو ولسي خلګوته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د لوګر ولایت محلي چارواکو او د پیښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې نن د یاد ولایت په دشت باري سیمه کې امریکايي الوتکو پر یوه کور بمباري کړې چې د ښځو او ماشومانو په ...

نور ولوله »

د کابل وروستۍ خونړۍ پیښه د ټرمپ د ستراتیژي لومړنۍ پایله 

نن ټکی اسیا – سرمقاله تیره ورځ د کابل ښار په یولسمې امنیتي حوزې د کلای نجارا په امام زمان نومي مسجد باندې د داعشي جګړه مارو د برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په شمول خواو شا ۱۳۰ تنه ووژل شول. تر یاد برید نیږدې دوه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې د معارف وزارت اړوند د ...

نور ولوله »

امریکا په نوې ستراتيژي کې د ناکامي ملموسې نښې

نن ټکی اسیا – سرمقاله د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي چې له ډیره راهیسې یې انتظار کیدو په داسې ډول اعلان شوه چې خپله امریکايي سیاست وال یې د ناکامي حدس کوي. یاده ستراتیژي چې نه یواځې په افغانستان، بلکې د ټولو هغو هیوادونو په اړه چې د امریکا له پوځي او استخباراتي مداخلو څخه ...

نور ولوله »

ايا د بلخ وروستۍ پیښه د تنظیم جنګي بیا ځلیزه پیلامه نه ده؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله د تیرې دوشنبې په ورځ ښاغلی آصف مومند د مزار شریف په هوايي ډګر کې د بلخ والي جنرال عطاء د شخصي ځواکونو لخوا ونیول شو. ښاغلی اصف مومند چې تنظیمي تړون یې له حزب اسلامي ګوند سره دی د بلخ د ولایتي شورا د غړی په حیث یې د بلخ له جمعیت پلوي والي ...

نور ولوله »