د نن سرمقاله

ولي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې افغانستان له پامه لویدلی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: (پنجشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): بالاخره پرون د نومبر په ۸مه نیټه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ټاکنیز بهیر رسما پیل شو. د امریکا دغه ټاکنیز بهیر خپله د امریکایانو په شمول د ټولې نړۍ په تیره د افغانستان لپاره خاص اهمیت لري. ځکه په افغانستان کې موجود حاکم نظام د امریکایانو د مستقیمې مداخلې په ...

نور ولوله »

د ولسمشر غني بي پایلو پلاوي

نن ټکی اسيا- سرليکنه د کندوز فاجعې په وړاندې تر سختو غبرګونونو وروسته ولسمشر غني مجبور شو چې یاد ولایت ته د فاجعې د څیړلو په اړه تحقیقاتي پلاوی ولیږي. د ملي یووالي حکومت له جوړیدو راهیسې ښايي د ولسمشر غني تر ټولو زیات فعالیت د بیلابیلو قضایاوو د څیړلو په موخه د تحقیقاتي هیأتونو ګمارل وي. خو داسې ښکاري ...

نور ولوله »

د کندوز د تراژیدې په اړه د جناب مجددي د ستاینې وړموقف

نن ټکی اسيا- سرليکنه د کندوز فاجعه چې د دفاع وزارت په غوښتنه د امریکايي ځواکونو د بمبار له امله رامنځته شوه ګډ حکومت یې له یوه محرج موقف سره مخ کړی او د توجیه لپاره یې کوم معقول او موجه دلیل نه لري. د دفاع وزارت ویاند ښاغلی دولت وزیرې وايي (( په بمبار شوې سیمې کې د هغو ...

نور ولوله »

د کندوز فاجعې په اړه د ډاکټرعبد الله استدلال

نن ټکی اسياـ سرليکنه د کندوز ولایت بوږنوونکې فاجعې چې په سیمه ییزو او نړیولو رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی د ملي یووالي حکومت چارواکي الزاما دیته اړیستل چې په اړه یې غبرګون ښکاره کړې . په تیرو ۱۵ کلونو کې په سلګونو ځله امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر ولسي سیمو بمباري کړې ، نه یواځې پرملکي سیمو ...

نور ولوله »

تر اروزګان، ننګرهار وروسته کندوز کې د عام وژنې فاجعه

نن ټکی اسيا- سرليکنه پرون د پنجشنبې په ورځ د کندوزي ماشومانو او ولسي خلګو د وژنې خبر د ټولو محلې او ډیرو نړیوالو رسنیو د سر خبر و. د کندوز دا بوږنوونکې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې کله امریکايي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو په خلاف عملیات پیل کړل . د کندوزیانو د عام وژنې په دې ...

نور ولوله »

له طالبانو سره تر سولې وړاندې د خپل منځي سولې اړتیا

نن ټکی اسيا ـ سرليکنه د ګډ حکومت د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم ترمنځ وروستۍ ناندرۍ او لفظې شخړې دې کچې ته رسیدلې چې ولسي جرګه ، د ثبات او حراست شوری او د جهادي تنظیمونو په نوم ځیني شخصیتونه مجبور شول د دغو اختلافو د هواري لپاره اقدام وکړي . د ولسي جرګې مشر ...

نور ولوله »

د سیګار وروستی راپور څه په ډاګه کوي؟

سرمقاله : سیګار د تیر په څیر یو ځل بیا په افغانستان کې د ګډ حکومت له ناکامیو او فضیحتونو څخه پرده پورته کړه . په هغه راپور کې چې یادې ادارې پرون د یکشنبې په ورځ خپور کړ راغلي چې د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان امنیتي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي ...

نور ولوله »

ظاهر قدیر او په توره بوړه کې د داعش د خلافت شاهدي – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل):  تیره ورځ ښاغلی ظاهر قدیر په ولسي جرګه کې یوځل بیا په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش پر ځواکمن کیدو اندیښنه ښکاره کړه . نوموړی وویل چې داعش په ننګرهار کې خپل مرکزونه تقویه کوي او که وتوانیږې له پچیر نه لیږ ورها خوا تورې بوړې ته ځان ورسوي نو زه پر ...

نور ولوله »

ایا ګډ حکومت له امریکايي عام وژنې څخه د ننګرهاریانو د ژغورنې توان لري؟

د نن ټکي اسيا سرمقاله : خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو پریوه کور بمباري کړې چې له مله يي ګڼ شمیر ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي. د ننګرهار والي ویاند د پیښې په اړه رسنیو ته ویلي چې بمبار شوی کور د یوه طالب قومندان دی خو د بمبارۍ ...

نور ولوله »

د غور فاجعه ریښتیا د داعش لخوا رامنځته شوې؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې داعش په غور ولایت کې خواو شا ۳۶ تنه ولسي وګړي تښتولي او بیایې په بیرحمۍ سره وژلي دي. یاده پیښه د غور ولایت مرکز چغچران ته څیرمه د فیروز کوه په سیمه کې رامنځته شوې او د رسنیو د رپوټونو له مخې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي ...

نور ولوله »