د نن سرمقاله

د سپین بولدک چمن لار به کله پرانیستل کیږي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له تیرو ۱۲ ورځو راهیسې د چمن سپین بولدک لاره د پاکستاني چارواکو لخوا تړل شوی چې له امله يې افغاني او پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالره تاوان اوښتی دی. یاده ستونزه هغه وخت رامنځته شوه چې یو شمیر پاریدلو لاریون کوونکو د پاکستاني چارواکو له لوري د باب دوستي د تړلو په غبرګون ...

نور ولوله »

ایا ولسمشر د هلمند په زندان کې د امنیتي ځواکونو له وژل کیدو هم متأثردی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه تیره ورځ ښاغلی ولسمشر او د هغه میرمن بي بي ګله په کابل کې د امریکايي پوهنتون لیدو ته ورغلل او هلته یې امنیتي چارواکو ته د یاد پوهنتون د اړونده ساحي د تحفظ په غرض د لا ټینګو امنیتي تدابیرو دستور ورکړ. یاد امریکايي پوهنتون دری ورځې وړاندې د دریو تنو بریدګرو لخوا په نښه ...

نور ولوله »

افغانستان څوک خطر ناک کوي ؟

نن ټکی اسيا سر مقاله : په هلمند ولایت کې د دووتنو امریکايي پوځیانو تر وژل کیدو وروسته د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټرد یادې پیښې په غبرګون کې وویل چې افغانستان لاهم خطرناکه سيمه ده. دغه دوه تنه امریکايي عسکر وروسته تر هغه په هلمند کې ووژل شول چې پنټاګون یوه سل کسیزه ډله تازه نفسه پوځیان په ...

نور ولوله »

ولي په شمال کې جګړه ییزه څپه دومره تونده شوه؟

نن ټکی اسيا سرمقاله : د ملي یووالي حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ د اختلافاتو تر ګرمیدو وروسته په افغانستان په تیره شمالي ولایتونو کې جګړه ییزه لړۍ هم تونده شوه. د امریکايي ولسمشر بارک اوباما لخوا په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له ابقاء او هغوی ته د نویو پوځي صلاحیتونو له ورکول څخه دا تمه کیده چې دلته به ...

نور ولوله »

که د حکومت تر سقوط وړاندې کندوز یوځل بیا سقوط کوي …

نن ټکی اسيا سرمقاله : داسې ښکاري چې د طالبانو په لاس د کندوز د سقوط د لومړۍ کلیزې په رارسیدو سره هغوی بیا غواړي دا ښار تر خپل تسلط لاندې راولي. حكومت د دې په ځای چې د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط د مخنیوي لپاره بیړني احضارات او تدابیر ونیسي په خپل منځي اختلافاتو کې لا سر ګرم ...

نور ولوله »

د طالبانو د پرمختګ په اوج کې د حکومت د اختلافاتو زیاتوالی

نن ټکی اسيا سر مقاله : له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ملي یووالي حکومت د فریقینو ترمنځ ناندرۍ روانې دي. د تیرې چارشنبې په ورځ ډاکټر عبدالله د خپلو نیوکو په اړه له ولسمشر سره نیم ساعته لیدنه وکړه. که څه هم چې له ارګ او سپیدار څخه په ورکړل شویو رپوټونو کې یاده لیدنه صمیمانه بلل شوې ، ...

نور ولوله »

د هیواد د خپلواکۍ په نمانځ غونډه کې د ولسمشر پر وینا څو ټکي

(نن ټکی اسیا – سرمقاله): نن ولسمشرغني په ارګ کې د هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت ترتیب شوې غونډې ته یوه هیجاني وینا واو روله. نوموړي په یادې وینا کې د خپل حکومت او د هغه د داخلي او خارجي سیاست د خپلواکي په اړه یادونه وکړه. که څه هم چې یاده غونډه اصلا له انګریزې استعمار ...

نور ولوله »

د هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت

نن ټکی اسيا سرمقاله : ۹۷ کاله وړاندې زمونږ نیکونو او پلرونو د بیشمیره قربانیو او سرښندنو په برکت له یرغلګرو انګریزانو څخه د هیواد خپلواکي تر لاسه کړه. هغه مهال په افغانستان کې د یرغلګرو انګریزانو شکست او له دې هیواد څخه د هغوی پرشاتګ په ټولې نړۍ باندې خپلې اغیزې لرلې. د ۱۲۹۸ هجري لمریزکال د اسد د ...

نور ولوله »

یوځل بیا د کیري د مداخلې ضرورت

نن ټکی اسيا سرمقاله : له تیرې پنجشنبې راهیسې چې د ډاکټر عبدالله د انتقادي نیوکو له امله د ده او ولسمشر غني ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شوې داسې ښکاري چې هغه نوره هم د سختیدو په لور روانه او فکر نه کیږي چې د حکومت د مؤسیسنو (امریکایانو ) له مداخلې پرته دي هواره شي. کومه ناسته چې د ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د سقوط په درشل کې

نن ټکی اسياـ سرليکنه په داسې حال کې چې د هیواد له لراوبر څخه د سیمو او ولسوالیو د سقوط خبرونه اوریدل کیږي د ملي یووالي حکومت سیاسي وضعیت دې حدته ته رسیدلی چې په مجموع کې د ټول حکومت د سقوط او شړیدو ښکارندويي کوي. د ملي یووالي حکومت د جوړیدو د دوهمې کلیزې له پوره کیدو سره په ...

نور ولوله »