د نن سرمقاله

د کابل او طالبانو ترمنځ خبرې د واقعیت او ډنډورې ترمنځ

نن ټکی اسياـ سرليکنه له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د ملي یووالي حکومت او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرو تر سره کیدو اوازې ډیرې ګرمې دي. د ملي یووالي حکومت تر اوسه پوري د یادو خبرو رسمي پخلی نه دی کړی ، خو طالبانو د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره یادې خبرې رد کړي او ...

نور ولوله »

ایا دولتي ځواکونه له طالبانو څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بیرته اخیستلو وړتیا لري ؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د دفاع وزارت ویاند ښاغلی جنرال وزیري ، د کندوز ولایت پخوانی سرپرست حمد الله دانشي او په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت ولایت استازی ښاغلی الکوزی وايي چې په کندوز، هلمند، روزګان او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې طالبانو له دولتي ځواکونو څخه په کافي اندازه شوبلې ، زغره وال وسائط او ...

نور ولوله »

د هلمند د عملیاتو قومانده ولي بهرنیانو ته سپارل کیږي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: وروسته تردې چې په هلمند ولایت کې دولتي ځواکونه له لښکرګاه ښار څخه د طالبانو د بریدونو په مقابل کې پاتې راغلل ، ویل کیږي چې په یاد ولایت کې د جګړې قومانده بهرنيو ځواکونو ته سپارل کیږي. د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې بهرنیو ځواکونو هغه وخت دا تصمیم ونیو چې کله د ...

نور ولوله »

مذهبي قتلونه د افغانستان د جګړې نوي اړخ

نن ټکی اسيا ـ سرليکنه د محرم په لسمه چې په کابل او د هغه په تعقیب په بلخ کې د اهل تشیع پر پلویانو خونړي بریدونه وشول او له امله یې په لسګونو کسان مړه اوژوبل شول زمونږ په جګړه ځپلي هیواد کې د جګړې د تازه کولو او اوږد ولو یو بل اړخ دی. دغه ډول بي هدفه ...

نور ولوله »

له لیرې پرتو سیمو څخه ښارونو ته د جګړې د غزیدو لامل څه دی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه د روان میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې ډیر تمرکز د ښارونو په منځ د ولایاتو په مراکزو باندې دی. د ښاري جګړو د غه لړۍ له نا آرام ولایت هلمند څخه پیل شوه چیرته چې د هیواد په کچه تر بل هرولایت زیات بهرني پوځیان میشت وو. د ...

نور ولوله »

د کندوز د خونړۍ جګړې فاتح به څوک وي؟

نن ټکی اسيا سرمقاله : نن په کندوز کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې اتمه ورځ ده دولتي چارواکي په داسې حال کې چې د دې جګړې د پراخیدو پړه یو پر بل وراچوي د هغې د مخنیوي لپاره لاس ترزنې ناست دي. هغه کندوز ښاریان چې د جګړې له امله په خپلو کورونو کې بند پاتي ...

نور ولوله »

په کندوز ښار کې د جګړې په پنځمه ورځ د طالبانو مقاومت څه په ډاګه کوي؟!

نن ټکی اسياـ سرليکنه له تیرو ۵ ورځو راهسي د کندوز ښار د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو ډګر دی . په دې جګړه کې تر اوسه پوري د ښکیلو لورو پر تلفاتو سر بیره ولسي خلګو ته هم د سر اومال درانه تاوانونه اوښتي دي. د کندوز د جګړې په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو استازي ...

نور ولوله »

د اکتوبر اوومه د افغانستان د تاریخ توره ورځ

نن ټکی اسيا سرمقاله : ۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ. که څه هم چې هغوی د دې وحشیانه یرغل د تبریر لپاره ځانته ډیر توجیهات او لاملونه تراشلی وو، خو نن چې له هغې ورځې پوره ۱۵ کاله تیریږي لا هم د امریکایانو هماغه ناموجه تبریرات (لاملونه) همداسې پر ځای پاتې دي. په ټول ...

نور ولوله »

په کندوز کې د ولسي تلفاتو پړه د چا پر غاړه ده ؟

نن ټکی اسيا – سرلیکنه (تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): له تیرو څلورو ورځو راهیسې یو ځل بیا کندوز ښار د خونړیو نښتو ډګر دی. په دې نښتو کې د کندوز ښار یو شمیر مهمې برخې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې. تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د کندوز ښار د برېښنا د توزیع مرکز ...

نور ولوله »

د برو کسل کنفرانس په درشل کي د جګړو تشدید

نن ټکی اسيا سرمقاله : د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون لپاره بلجیم ته د ولسمشر اشرف غني له روانیدو سره سم په هیواد کې د جګړو لړۍ هم توده شوه. د هلمند پرمرکز لښکر ګاه ښارد محاصرې کړۍ تنګه او د کندوز ښارته عملا د وسله والو طالبانو ځواکونه ورننوتل. د هیواد په شمال کې د کندوز استراتیژیک ...

نور ولوله »