د نن سرمقاله

هلمند ته د برتانوي ځواکونو بیا راستنیدل څه په ډاګه کوي ؟!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: په هیواد په تیره په هلمند ولایت کې د طالبانو تر وروستیو پرمختګونو وروسته د برتانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی ۳۰ کسیزه پوځي ډلګۍ د هلمند ښوراوک پوځي اډې ته لیږي. د برتانوي پوځ پخواني لوی درستیز لارد دنت وايي چې له هلمند څخه زمونږ د ځواکونو د پرشاتګ په وخت کې افغان ...

نور ولوله »

سیاسي ډلبازۍ څومره د هیواد له ثبات سره مرسته کولای شي؟!

sayyaf qanooni bismillah ismail khan

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دوې ورځې وړاندې د پخوانیو جهادي تظیمونو یوشمیر غړیو د افغانستان د حراست او ثبات په نوم نوې شورا جوړه کړه. ياده شورا چې له ډیره وخته راهیسې یې د استاد سیاف په محوریت د جوړیدو هلې ځلې روانې وي بالآخره د ښاغلیو اسماعیل خان، یونس قانوني، بسم الله محمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عمر داودزی ،عبدالروف ...

نور ولوله »

ایا ګډ حکومت به د ټاپي پروژې د عملې کولو توان ولري؟!

نن ټکی اسیا- سرلیکنه (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د تیرې يكشنبې په ورځ د ماري په ښار کې د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان لومړي نمبر چارواکو لخوا د ټاپي پروژه افتتاح او په پام کې ده چې هغه به د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر میاشتې پورې بشپړه شي. ياده پروژه د سیمې په کچه يوه مهمه ...

نور ولوله »

ایا همدا د بشري حقونو په اړه د دولتي سر تیرو پر مختګ دی ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): تيره ورځ د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت، د قانون د حاکمیت د چارو مشر جنرال مچ چتوود وويل چې د افغانستان دفاع وزارت د بشري حقونو د ملاتړ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د پام وړ پرمختګ کړی دی. د جنرال مچ تر څرګندونو ۲۴ ساعته ...

نور ولوله »

د ناټو يو كلن ماموریت به څومره بریالی وی؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلې وروستۍ غونډې کې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکوي او د ۲۰۱۶ کال ترپایه پوري به دلته خپل ۱۲۰۰۰ زره عسکر د افغان ځواکونو د روزلو او هغوی ته ...

نور ولوله »

د ظاهر قدیر څرګندونې ریښتیا غیر مسؤلانه دي؟! ـ سرليکنه

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دولتي چارواکو په یوه خوله د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ښاغلي حاجي ظاهر قدیر هغه څرګندونې غیر مسؤلانه و بللې چې د تیرې دوشنبې په ورځ يې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له لوري د داعش د حمایت په اړه وکړي. دا لومړی ځل دی ...

نور ولوله »

د بیوسۍ او ناکامۍ سمبول – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې ۱۶۵۰۰ زور واکو غاصبینو دولتي او د خلګو شخصي ځمکې غصب کړې. ښاغلی ولسمشر د دې پرځای چې د هیواد والو غصب شوي حقونو له غاصبینو څخه تر لاسه او غاصبین مجازات کړي يواځې د غاصبینو د کړنو او جنایاتو ...

نور ولوله »

د کابل د پروني لاریون په اړه – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ زرګونو لاریون کوونکو په داسې حال کې چې د زابل په ولایت کې د داعش په لاس وژلو شویو جسدونه يې په اوږو اخیستي وو د کابل ښار له پل سوخته سیمې څخه د ارګ تر خولې لاریون وکړ. لاریون کوونکو په داسې حال کې چې ځان يې د وژل شویو وګړو په ...

نور ولوله »

په زابل کې د ولسي وګړو د وژلو تر شا مرموز اهداف

نن ټکی اسيا – سرلیکنه (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): د تیرې یکشنبې په ورځ د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې وسله والو یرغمل کوونکو ۷ تنه ولسي یرغمل شوي وګړي چې د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم موجود ول په ډیره وحشیانه توګه ووژل. د سږ کال له پیله د ګډ حکومت د نورو ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت قانوني نیمګړتیاوې

نن ټکی اسيا – سرلیکنه (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۴ ل): تیره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني هغه قرارداد بيرته لغوه کړ کوم چې د ښار جوړونې وزارت او خلیل الله فروزي تر منځ څلور ورځې وړاندې لاس لیک شوی و. یاد قرارداد د ښې حكومتولۍ په برخه كې د ولسمشر غني د ځانګړي استازي ضيا مسعود او د ...

نور ولوله »