fbpx

د نن سرمقاله

سوله او بې لارې کوونکی پروپاګند / سرلیکنه

هر افغان هره ورځ د یوه روښانه او سوله ییز سبا هیله له ځان سره لري. اوس نو په دې اړه څوک شک نه شي کولای چې کواګې سوله دې کومه اړتیا نه وي. د همدې اړتیا لپاره ولسمشر هم کله کله د سولې غږ کوي او له مخالفینو غواړي چې «مذاکراتو ته چمتو» شي. ولسمشر یې د لوړې پر ...

نور ولوله »

کابینه اعلان شوه؛ ایا کړکېچ پای ته ورسېد؟! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د ګډ حکومت کابینه له لوړې پوره ۱۱۰ ورځې وروسته اعلان شوه. دغه څه باندې درې میاشتې ګردې د واک د شریکانو ترمنځ د ناندریو، چنو وهنو او شخړو کې تېرې شوې. ځینو یو ځل بیا د ښاغلي جان کېري راتګ ته اړتیا لیده چې دا لانجه راختمه ...

نور ولوله »

«امنیتي» تړون بیا نقض شو! / سرلیکنه

له یوه کال راهیسې مو اورېدلي چې امریکایان به د ۲۰۱۴م له ډسمبر وروسته په عملي جګړه کې برخه نه اخلي. د امریکایانو دغه نه برخه اخیستل ځینو ته له قیامت صغری کمه نه وه. شپه او ورځ تبلیغات د دې لپاره پیل شول چې که امریکایان په بشپړ ډول وځي؛ نو افغانستان به سقوط وکړي او د یوې لسیزې ...

نور ولوله »

پر یوې ګُستاخې مجلې برید او د غني غندنه! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې پلازمېنه پاریس کې درې تنو وسله‌والو د «چارلي ابډو» په نامه پر هغې طنزیه مجلې برید وکړ چې درې کاله وړاندې يې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) ته منسوب یو توهینوونکی کارتون رسم کړی و. وسله والو –له نېکه مرغه- د مجلې د ایډيټر، ۴ کارتونیستانو په ګډون دولس ...

نور ولوله »

امنیتي تړون تر تحلیف یوه ورځ وروسته لاسلیک شو او پر کابینې سل ورځې وا وښتي…

امنیتي تړون تر تحلیف یوه ورځ وروسته لاسلیک شو او پر کابینې سل ورځې وا وښتي… د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پر لومړنیو سلو ورځو دری ورځې نورې هم واوښتې خو لا یې هم د کابینې درک نه لګیږي. د کابینې د جوړیدو په اړه نور د ولس د صبر کاسه لبریزه شوې ؛ ځکه ...

نور ولوله »

ګډ حکومت، نور یې هم ازمويئ؟! / سرلیکنه

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د دوو متخاصمو ټیمونو ترمنځ له ګډ حکومته اوس د ولس هيلې نورې وختلې. د دې حکومت لومړنيو سلو ورځو په ډېرې اسانۍ سره په ډاګه کړه چې که حکومت همداسې دوام کوي؛ نو ولس به څه هيلې ترې نورې ولري. سل لومړنۍ ورځې په پرمختللې نړۍ کې د پنځو/څلورو راتلونکو کلونو لپاره د ...

نور ولوله »

د هلمند د غمیزې پړه د اشرف غني پر غاړه ده! / سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: دا ځل هلمند په وینو ولمبېد. هغه هلمند چې هم یې پرون او هم یې نن ښکېلاکګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي. هغه هلمند چې ټول افغانستان یې د ازادۍ او خپلواکۍ ګټلو پوروړی دی. د هلمند سنګین، موسی کلا، مارجه او … د مقاومت مترادف نومونه او په یووشتمه پېړۍ ...

نور ولوله »

د دیارلس کلنې جګړې پای، ګټونکي څوک دي؟ /سرلیکنه

دیارلس کاله وړاندې د امریکا بنسټپال ولسمشر، جورج ډبلیو بوش په دې پلمه پر افغانستان یرغل وکړ چې ګواکې د سپټمبر د یوولسمې د پېښو طراحي په افغانستان کې شوې وه. هغه مهال امریکا د خبرو اترو، مذاکراتو او ډیپلوماسۍ هېڅ منطق ته غاړه نه ايښوده او لکه لېونی وحشي ځناور یې د نړۍ هر ملت ته داړې جینګولې. بوش ...

نور ولوله »

د جدي شپږمه، د یوه پیل او پای ترمنځ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د جدي شپږمه زموږ په معاصر تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې ورځ ده. هغه مهال چې نړۍ په دوو متضادو سیاسي-نظامي بلاکونو وېشل شوې وه، افغانستان سره له دې چې د ناپېيلتوب غورځنګ له مخکښو غړو څخه و؛ خو پخواني شوروي اتحاد ته یې میلان ډېر و. موږ په بشپړ ډول پر پخواني شوروي اتحاد متکي ...

نور ولوله »

د جګړې «مسؤولانه» پای که له ماتې تېښته؟! / سرلیکنه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د کریسمس په پلمه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د جګړې «پای» علان کړ. اوباما ویلي چې تر څو راتلونکو ورځو به يې په افغانستان کې جګړه ییز «ماموریت مسؤولانه» پای ته ورسېږي. اوباما داسې مهال د جګړې «مسؤولانه پای» علانوي چې دوه کاله نور به په سپينې ماڼۍ ...

نور ولوله »