د نن سرمقاله

د کندوز په عملیاتو کې د امریکايي الوتکو ګډون څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یو شمیر رسنیو خبر ور کړ چې امریکايي الوتکو د دولتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د کندوز په فضاء کې الوتنې کولې. په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم دا خبره منلي چې الوتکو یې ۷۲ ساعته د کندوز په فضاء کې له بمباري پرته الوتنې کړې، خو د کورنیو چارو ...

نور ولوله »

د یوې فاجعه زیږوونکې ورځې یاد

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ثور اوومه زمونږ د هیواد په تاریخ کې د یوې تورې او فاجعه زیږوونکې ورځې په حیث پیژندل کیږي. په همدې ورځ ملحدو کمونستانو د پوځي کودتا له لارې د افغانستان سیاسي زعامت تر لاسه ، او په ملت باندې یې د ویرونو او ماتمونو دروازې را خلاصې کړې. افغاني کمونستانو غوښتل د همدې ...

نور ولوله »

ایا د جګړې له عزم سره د سولې مذاکرات ممکن دي؟

نن ټکی اسیا – سرليکنه: تیره ورځ طالبانو د عزم په نوم خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. د طالبانو دا اعلان په داسې مهال کې تر سره کیږي چې تر دې وړاندي د هیواد په مختلفو سیمو کې دولتي ځواکونو د طالبانو په خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې دواړو خواته درنه مرګ ژوبله اښتې ده. ...

نور ولوله »

… او بالآخره کابینه بشپړه شوه!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د ګډحکومت له جوړیدو څه کم اته میاشتې وروسته د هغه کابینه تقریبا تکمیل شوه. دا هغه کابینه ده چې د ګډ حکومت مشر یې په یوه نیمه میاشت کې د بشپړیدو ژمنه کړې وه. ستره محکمه ، لویه څارنوالې ، ولایتونه او په بهرکې ديپلو ماتیک مراکز لا هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي ...

نور ولوله »

د ننګرهار فاجعه ولې، د چا لخوا او د کوم هدف لپاره!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون یوځل بیا په ننګرهار همیشه بهار کې زمونږ یوشمیر مظلوم هیوادوال دځان په وینو ولمبول شول . د ننګرهار پرونۍ فاجعه واقعا چې ډیره زړه دردوونکي او وحشتناکه وه . دومره وحشتناکه چې قلم یې د وحشت له تشریح او توضیح څخه ناتوانه دی. د دغې وحشتناکې پیښې قربانیان او ټول افغانان دا پوښتنه ...

نور ولوله »

د جرم فضیحت چې ګډ حکومت یې د پټولو توان نه لري! – سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: يوه اونۍ وړاندې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍکې دولتي ځواکونو ته د طالبانو په برید کې درنه مرګ ژوبله واوښتله، داسې مرګ ژوبله چې ګډ حکومت یې په پوځي، امنیتي او اداري لحاظ له شرموونکي فضیحت سره مخ كړ. په هغې غونډې کې چې د تیرې سه شنبې په ورځ د ولسي جرګې د امنیتي ...

نور ولوله »

نور به څه کیږي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نوې جګړه د نوی کال ترټولو خونړۍ او له بشري تلفاتو ډکه پیښه ده . د امنیتي چارو د څیړونکي ښاغلي بصیر کوهستاني د څرګندونو له مخې په یاده پیښه کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د دوهم کنډک له ...

نور ولوله »

ولسمشر د سولې په خبرو کې څومره ریښتونی دی ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني احمد زي د عالمانو شورا له غړو سره په کتنه کې وويل: که د سولې راوستو په لاره کې مي سر هم لاړ شي، ورته چمتو يم. سوله ، په هیواد کې د سولې ټینګښت ، سوله ییز مذاکرات د سولې شورا… هغه توري دي چې ...

نور ولوله »

ايا ګډ حکومت نور هم د ګد فعالیت امکان لري؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: وروسته تر دې چې د دفاع وزارت لپاره د نومول شوی کاندید جنرال افضل لودین پر سر د ګډ حکومت د مشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې ښاغلی اشرف غني د دفاع وزیر په توګه د جنرال لودین له کاندیدتوري څخه منصرف شو. همدا راز د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون لپاره د ...

نور ولوله »

تر ټاکنو یوکال وروسته!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون د حمل د میاشتې ۱۶ په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لومړۍ کلیزه وه . یو کال وړاندې چې په همدې ورځ ډیری افغانان ولسمشریزو ټول ټاکنو ته هوسیدل او په هغو کې د ګډون لپاره یې هر ډول ستونزې په منلې خو نن هماغه خلګ په ټاکنیزو کاندیدانو او دهغوي ...

نور ولوله »