د نن سرمقاله

د یرغمل شویو په مقابل کې د بندي ماشومانو تبادله یو د ستاینې وړ اقدام

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته په هیواد کې ډیرځله د دولتي ځواکونو په منځګړیتوب د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د یرغمل شویو بهرنیانو تبادله تر سره شوې. د تبادلې دغه لړۍ په کال ۲۰۰۷ کې دیوه تن ایټالوي ژورنالیست دانييلي ماسترو جياكومو په مقابل کې د ۴ لوړ طالب بندیانو په تبادلې ...

نور ولوله »

د سوله ییزو هلوځلو پرمهال جګړه ییز ګواښونه

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: په قطر هیواد کې د پګواش مؤسسې په منځګړیتوب تر جوړې شوې غونډې یوه اونۍ وروسته په شمال کې د ګډ حکومت یو مهم چارواکي او د بلخ ولایت سرپرست په شمال کې د جګړې او په یاده سیمه کې د ولسي خوځښتونو د رامنځته کولو ګواښ وکړ. په کار خو دا وه چې د ...

نور ولوله »

د پګواش د غونډې په اړه د ګډ حکومت منفي تأثر

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځ په قطر کې د پګواش سازمان په نوښت جوړه شوې غونډه د یوشمیر سیاست پوهانو او شنونکو له لوري په هیواد کې د سولې د تأمین لپاره یو ښه فرصت وبلل شو. په یاده غونډه کې له کابل څخه یو زیات شمیر دولتي او نادولتي افرادو ګډون کړی ...

نور ولوله »

د پګواش کانفرانس یو ښه فرصت خو …/سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: نن د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې د افغانستان د متخاصمو لوریو ترمنځ یو کانفرانس جوړ شوی چې په ترڅ کې به یې په جګړه ځپلې هیواد کې د سولې راوستلو په اړه خبره کیږي. په دغه دوه ورځني کانفرانس کې ګډون کوونکي لوري وايي چې په غونډه کې برخه اخیستل یې د دوی ترمنځ ...

نور ولوله »

د کندوز په عملیاتو کې د امریکايي الوتکو ګډون څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یو شمیر رسنیو خبر ور کړ چې امریکايي الوتکو د دولتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د کندوز په فضاء کې الوتنې کولې. په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم دا خبره منلي چې الوتکو یې ۷۲ ساعته د کندوز په فضاء کې له بمباري پرته الوتنې کړې، خو د کورنیو چارو ...

نور ولوله »

د یوې فاجعه زیږوونکې ورځې یاد

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ثور اوومه زمونږ د هیواد په تاریخ کې د یوې تورې او فاجعه زیږوونکې ورځې په حیث پیژندل کیږي. په همدې ورځ ملحدو کمونستانو د پوځي کودتا له لارې د افغانستان سیاسي زعامت تر لاسه ، او په ملت باندې یې د ویرونو او ماتمونو دروازې را خلاصې کړې. افغاني کمونستانو غوښتل د همدې ...

نور ولوله »

ایا د جګړې له عزم سره د سولې مذاکرات ممکن دي؟

نن ټکی اسیا – سرليکنه: تیره ورځ طالبانو د عزم په نوم خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. د طالبانو دا اعلان په داسې مهال کې تر سره کیږي چې تر دې وړاندي د هیواد په مختلفو سیمو کې دولتي ځواکونو د طالبانو په خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې دواړو خواته درنه مرګ ژوبله اښتې ده. ...

نور ولوله »

… او بالآخره کابینه بشپړه شوه!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د ګډحکومت له جوړیدو څه کم اته میاشتې وروسته د هغه کابینه تقریبا تکمیل شوه. دا هغه کابینه ده چې د ګډ حکومت مشر یې په یوه نیمه میاشت کې د بشپړیدو ژمنه کړې وه. ستره محکمه ، لویه څارنوالې ، ولایتونه او په بهرکې ديپلو ماتیک مراکز لا هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي ...

نور ولوله »

د ننګرهار فاجعه ولې، د چا لخوا او د کوم هدف لپاره!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون یوځل بیا په ننګرهار همیشه بهار کې زمونږ یوشمیر مظلوم هیوادوال دځان په وینو ولمبول شول . د ننګرهار پرونۍ فاجعه واقعا چې ډیره زړه دردوونکي او وحشتناکه وه . دومره وحشتناکه چې قلم یې د وحشت له تشریح او توضیح څخه ناتوانه دی. د دغې وحشتناکې پیښې قربانیان او ټول افغانان دا پوښتنه ...

نور ولوله »

د جرم فضیحت چې ګډ حکومت یې د پټولو توان نه لري! – سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: يوه اونۍ وړاندې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍکې دولتي ځواکونو ته د طالبانو په برید کې درنه مرګ ژوبله واوښتله، داسې مرګ ژوبله چې ګډ حکومت یې په پوځي، امنیتي او اداري لحاظ له شرموونکي فضیحت سره مخ كړ. په هغې غونډې کې چې د تیرې سه شنبې په ورځ د ولسي جرګې د امنیتي ...

نور ولوله »