د نن سرمقاله

د ملي ماتم پر ورځ د واک سیالي!

a5ee523ecf0d1656ed1832e4ecba4521 XL

پرون په هیواد کې د ملي ماتم ورځ وه. دغه ماتم د هغو ۲۵۰۰بیوزله شهیدانو په ویر کې وه چې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ژوندي ترخاورو لاندې شوي ول. په ټول هیواد کې عام ولس په دغه ویر، ویرجن او هرځای د شهیدانو لپاره له الله تعالی څخه د مغفرت او بازمانده ګانو لپاره یې د جمیل ...

نور ولوله »

طالب ضد تبلیغات ژورنالیستک مصداقیت نه لري

afghan md

له څو وروځو راهیسې د ځینورسنیو له لوري د طالبانو خلاف پروپاګنډې زور اخیستیځیني یې لیکې چې د طالبانو د پوځي کمیسون مستعفي مشر ملا قیوم ذاکر دپاکستان د استخباراتي شبکې په دستور له خپلې دندې لیري کړای شوی ، ځیني یې په پاکستان کې دهغه د نیول کیدو خبرونه خپروي او ځینی یې دطالبانو په منځ کې د داخلي ...

نور ولوله »

د شمال د وروستيو ناورینونو په اړه د چارواکو بیغوري- سرمقاله

badakhshan.argoy2

نن ټکی آسیا-سرمقاله: له تیرو دوو اونیو راهیسې د موسمي بارانونو د اورښت له امله د هیواد شمال زون د جوزجان، فاریاب، سرپل، سمنګان او بادغیس ولايتونوکې زورور سیلابونه راووتلي، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان مړه ، ټپيان او ډیری خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي دي. په داسې حال کې چې د اورښتونو او سیلابونو له کبله ...

نور ولوله »

د اكبرآغا د نوي ګوند اعلان او تر شا یې پراته عوامل -سرمقاله

Akbar.Agha

نن ټکی آسیا-سرمقاله: بي بي سي راډیو تیره ورځ په کابل کې د خلاصون لار په نوم دیوه نوي غورځنګ تاسیسولو خبر ورکړ. دغه نوی غورځنګ د اکبرآغا په نوم د مجاهدینو د یوه پخواني قومندان لخوا اعلان شوی کوم چې مخكي یې خپل ځان د جیش المسلمین ډلې مشر معرفي كاوه.

نور ولوله »

د ملا قیوم ذاکر د استعفاء په اړه د سولې شورا توقعات څومره پرځای دي؟

mujahideen

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره اونۍ ځینو رسنیو د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د استعفاء په اړه خبر ورکړ چې بیا وروسته طالبانو هم هغه دیوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې تائید کړه. د سولې عالي شورا چې ډیری فعالیتونه او پروګرامونه یې په تشو خیالاتو او غیرعملي توقعاتو بناوي دښاغلی ‌ذاکر استعفاء هم ...

نور ولوله »

د ثور ۸ مه په هیواد کې د الحادي نظام د ړنګیدو تاریخي ورځ ـ سرمقاله

Mojahidin1221

  نن د ثور دمیاشتې اتمه په افغانستان کې د کمونیستي نظام د سقوط له ۲۲ کلیزې سره برابره ده.په همدې ورځ د مجاهدینو د څوارلس کلن جهاد او قربانیو په نتیجه کې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي نظام ړنګ او پرځای یې د مجاهدینو لنډ مهاله حکومت د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ په رسمي ډول ...

نور ولوله »

د ثور ۷ مه زمونږ د هیواد د تاریخ یوه توره ورځ

DAROLAMAN

نن ټکی آسیا – سرمقاله: ۳۵کاله وړاندې د ثور په ۷ مه افغاني کمونستانو د یوې خونړۍ پوځي کودتا له لارې د واک واګې تر لاسه کړلې. هغوی دغه وحشیانه کودتا د کور، کالي ډوډۍ تر رنګین شعار لاندې پیل کړه، خو افغانانوته د کمونستانو دغه تیرایستونکی شعار هغه مهال ښه څرګند شو چې کله یې دوی د کالیو په ...

نور ولوله »

ټاکنیزه هنګامه ولي د چوپتیا په لور روانه ده؟ – سرمقاله

rayee shumarana

که څه هم چې پرون د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوځل بیا د اچول شویو رأیو قسمي پایلې اعلان کړې ،خوپه مجموع کې د دې پروسې د نهايي پایلو له ګونګتوب څخه داسې ښکاري لکه ټاکنیز لوبغاړي اوعام رایه اچوونکي چې د ټاکنو له پایلو زړه ماتي او مایوسه وي؛ځکه ترټاکنو له مخه هم انتخاباتي نوماندان او هم د هغوی پلویان ...

نور ولوله »

د ناورین د پایته رسولو لپاره د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه-سرمقاله

Ghani.Saluting

نن ټکی اسیا-سرمقاله: د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو له ټاکنو پوره دوې اونۍ وروسته هم لا د هغو پایلې مبهمې او کاندیدان یې نه د قسمي اعلان شویو پایلو له نتیجو څخه ډاډه ښکاري او نه هم په خپل منځ کې د راتلونکي حکومت په سر یوه نهايي جوړ جوجاړي ته د رسیدو امکانات ویني.

نور ولوله »

ترڅو به امریکایان د خوستیانو په وژلو تمرینونه زده کوي؟ _ سرمقاله

bambari da222

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې بهرنیو ځواکونو تیره شپه یوځلي بیا د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زني خېلو په ميرګوړي سيمه کې د هوايي برید په ترڅ کې دوه ماشومان او يوه ښځه وژلي دي . که څه هم چې امریکايي ځواکونو دتیر په څیر د دغې پیښې له ترسره کولو انکار کړی ، ...

نور ولوله »