د نن سرمقاله

ایا ریښتیا د امنیتي تړون شرائط د افغانانو له ګټو سره برابر دي؟

د شنبې په ورځ حامد کرزي ځوانانو ته دیوې غونډې په ترڅ کې وویل چې ((د امنیتي او  دفاعي تړون د لاسلیک په خاطر یې د امریکا پر متحدو ایالاتو داسې شرایط ایښي چې د افغانستان له ملي ګټو سره برابر دي)) کرزی ډیروخت په خپلو احساساتي ویناوو کې داسې څرګندونې کوي چې دعمل په ساحه کې یې پلي کول ...

نور ولوله »

د هیواد په سیاسي او پوځي وضعیت به د ملا برادر را خلاصیدل څه تاثیر ولري؟

taliban posing with wepon

تیره ورځ یو شمیر رسنیو دپاکستاني سرچینو په حواله خبر ورکړ چې دغه هیواد ملا عبد الغني (برادر) له دری کلن اسارت وروسته له خپل زندان نه خلاص کړی دی. که څه هم چې تر اوسه طالبانو له خپل لوري څخه دملابرادر دخلاصون د رد او تائید په اړه څه نه دي ویلي ،خو یو شمیر سیاسي شنونکو د هغه ...

نور ولوله »

داستاد سیاف تروخت تیره فتوی!

د استاذ رباني د دوهم په تلین په ویاړ کابل کي غونډه

پرون داستاد رباني ددوهم تلین په مناسبت  په جوړې شوې غونډې کې استاد سیاف یوه بله تروخت تیره فتوی صادره کړه . استاد په دغه فتوی کې داځلې په یوه داسې انجام شوی عمل دعدم جواز فتوی  صادره کړه چې دهغه له پیلیدوڅخه پوره ۱۹ کاله تیرشوي  دي. ښاغلی استاد دغه فتوا دشراوفساد په مقابل کې دطالبانو داسلامي پاڅون  په ...

نور ولوله »

دملګرو ملتونو د بشري حقونو دکمشنرې له نظره دپرمختګ مفهوم!

human rights afghanistan

تیره ورځ دملګروملتونو دبشري حقونو کمیشنرې ناوي پیلې  دخپل مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې په دې اندیښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی او دا وېره شته چې د انتقال له پروسې وروسته د تېرې څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې له لاسه  ولاړې شي. آغلې ناوې چې دغه څرګندونې یې په ...

نور ولوله »

دهیواد په محبسونو کې داخلاقي فساد په اړه دمدنې ټولنو اندیښنه پرځای ده

pul-e-charkhi

په دې وروستیوکې د عدالت ترنامه لاندې دافغانستان یوې مدني اوحقوقي مؤسسې د خپلې ترسره کړې پلټنې په پايله کې دافغانستان په زندانونو کې د اداري او اخلاقي فساد د شتوالي له کبله اندېښنه ښوولې ده. افغانستان چې نن دنړۍ په کچه په اداري فساد کې لومړی مقام لري ،  دغه فساد یې په نورو ناخوالو سربیره په زندانوکې دزرګونو ...

نور ولوله »

دسمنګان د (۲۹) تنو کارګرانو تلف کیدل دیوې ملې غمیزې په توګه !

mining samangan

نن ټکی آسیا – سرمقاله: په ډیر تأسف سره دروانې میاشتې په (۲۳) نیټه دسمنګان ولایت دروي دوآب ولسوالۍ د ډبرو اوسکرو په کان کې دچارواکو دبي غورۍ له امله (۲۹) تنه بیوزله کارګران دکان دنړیدو له امله ووژل شول. په دغې ویرجنې پیښې کې په مجموعي توګه (۵۰) کسان په کان کې بند پاتې شوي چې تراوسه پوري یې ...

نور ولوله »

طالبان به څه ډول په راتلونکو ټاکنوکې برخه اخلي؟

طالبان به څه ډول په راتلونکو ټاکنوکې برخه اخلي؟

(نن ټکی آسیا سرمقاله): په کابل کې د انګلیستان سفیر ښاغلي ریچارد ستیک په هغې مقالې کې چې نن د سپتمبر په پنځلسمه د ډیموکراسي د نړیوالې ورځې په مناسبت یې لیکلې ویلې چې که طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي او ويې ګټي، نو انګلستان به يې ملاتړ وکړي، خو له ټاکنو يې تېښته د افغانستان د خلکو له ...

نور ولوله »

سرمقاله: په هرات کې د امریکا په کونسلګري د تر سره شوي برید پوځي اهمیت!

Us conslate

( نن ټکی آسیا- سرمقاله: ) پرون سهار اتو نفرو طالبانو په هرات ولایت کې دامریکا په کونسلګیرې  سرښندونکی برید وکړ . دغه برید له زماني او مکاني پلوه په دې میاشت کې داشغال په وړاندي د طالبانو دترسره شویو بریدونو په لړکې دځانګړيو محاربوي تکتیکونو په کارولو سره  فوق العاده  اهمیت لرونکی برید دی. د یاد برید اهمیت په ...

نور ولوله »

سرمقاله: دجنوبی اسيا دفوټبال په پاى لوبې کې دافغانانو تاريخي بريا !

afg champions

نن ټکی آسیا – سرمقاله: سره له دې چې افغانستان  داشغالګرو لخوا تر تحمیلې جګړې لاندې او هره ورځ ترې دشهادتونو، اسارتونو او داشغالګرو دوحشتونو خبرونه  نشریږي خو ددې غیرتي هیواد دباعزمه ځوانانو په منځ کې داسې استعدادونه  هم شته دي چې له دغو ټولو ناخوالو او ستونزوسره سره کولای شي له نورو نړیوالو سره دعلم ،پوهي ،سیاست ،اقتصاد او ...

نور ولوله »

سرمقاله: دسپتمبر د (۱۱) د دولسمې کلیزې په مناسبت!

wtc-southtower

نن  دسبتمر دخونړۍ پیښې دولسمه کلیزه ده . دغه پیښه له افغانستان نه په زرګونو کیلو میټرو لیرې واټن کې د داسې چاله خوا تر سره شوه چې په افغانستان پوري يې هیڅ تعلق نه درلود ،خو امریکایانو دپیښې دقربانیانو دانتقام په خاطر په افغانستان برید وکړ . هغه کنډواله افغانستان چې تازه یې دیوه بل یرغلګر ځواک (سرولښکرو) له ...

نور ولوله »