fbpx

روغتیا

ایا د ویټامن پي (P) له یو شمېر ګټو خبر یاست؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): تاسې به د ویټامن پي په اړه ډير کم اوریدلي وي، خو دغه ویټامن د بدن دفاعي سیستم پياوړولو ترڅنګ یو شمېر روغتیایي ګټې لري، دېته په طبي اصطلاح (Flavonoid) ویل کیږي، دا د کیمیاوي موادو مجموعه ده. مونږ د ویټامن سي له ګټو خبر یو چې د پوستکي په غوره والي ...

نور ولوله »

د چاپیریال ککړتیا؛ هر کال تر ۶۰۰ زرو زیات کوچنیان ژوند له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیواله اداره وایي چې د چاپیریال ککړتیا له کبله هر کال له ۶۰۰ زرو څخه زیات د ۱۵ کالو څخه کم عمره کوچنیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتیا نړیوالې ادارې سازمان د تازه خپور شوي راپور سره سم چې د چاپیریال ککړتیا په تنفس کې د انفیکشن اخیستلو ...

نور ولوله »

د کولیسترول زیاتوالی د زړه او فالج ناروغیو لامل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا پوهان وایي چې په بدن کې د کولیسترول زیاتوالی د زړه ناروغۍ او فالج حملې پېښیدلو تر ټولو ستر لامل دی. پوهانو زیاته کړه چې د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار او د کولیسترول زیاتوالی ټول هغه څه دي چې د زړه ترڅنګ د فالج ناروغۍ د زیاتولو لامل جوړیږي. ...

نور ولوله »

پر مبایل ډیر «ګیم کولو» د یوې ښځې ګوتې ګږې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد حنان ایالت په چانګشا سیمه کې یوې ښځې د پرلپسې یوې اوونۍ لپاره په ځیرک مبایل د ګیم کولو کولو له کبله د لاس ګوتې ګږې شوې دي. دغې ښځې له خپل کاري ځای (دفتر) څخه د یوې اوونۍ لپاره رخصتي اخیستې وه،د رخصتیانو پرمهال یې ټوله ورځ پرلپسې یوه ...

نور ولوله »

په ګرمو اوبو غسل کول مو ذهني خپګان له منځه وړلی شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ لړم، ۱۳۹۷ل): د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي. پوهانو څیړنه ترسره کړې ...

نور ولوله »

له واده وروسته ولې زیاتره خلک چاغیږي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): تاسې به فکر کړی وي چې زیاتره کسان له واده وروسته چاغیږي، دا کومه د اندیښنې وړ خبره نه ده بلکې له واده وروسته چاغوالی د خوشاله ژوند او ښې میرمنې لرلو نښه ده. د امریکې په نارت کیرولاینا پوهنتون کې یوه څیړنه ترسره شوه چې په کې له ۸ زره د واده ...

نور ولوله »

پنځه دقیقو کې د خولې بدبویي له منځه ویسئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۷م): د خولې بدبویي یوه عامه ناروغي ده چې په ډاکټري لحاظ ورته هیلي ټوسس «halitosis» ویل کیږي، او د ساه اخیستلو پر وخت له خولې وځي، چې اصلي لامل یې د خولې ناپاکي او یو شمېر ناروغۍ ښودل شوي، چې د انسان شخصیت او ورسره ټولنیزې اړیکې یې زیانمنوي. که څوک د ...

نور ولوله »

پردې پرانیستل او د لمر وړانګې مو له خونو څخه باکتریاوې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ تلې، ۱۳۹۷ل): نویو څيړنو په کور یا خونو کې د باکتریاو زیاتوالي لامل کور ته د لمر وړانګې او رڼا نه ننوتل په ډاګه کړي دي. دوی وایي هغه کورونه چې لمر ورته نه داخلیږي او همیشه تیاره ډوله وي، د هغو په پرتله چې لمر ورداخلیږي د باکتریاو نسبت زیات وي، د باکتریاو له ...

نور ولوله »

پاکستان کې له څلور ملیونو زیات کوچنیان پر چرسو څکولو اخته دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چرسو نشه په کې تر ډیره عامه او او مروجه ګڼل کیږي، خو حیرانونکې لا داده چې پر چرسو روږدي یې اکثره ځوانان او له اتلسو کم عمره کسان دي. د ځینو راپورونو پر اساس ویل کیږي چې پاکستان کې په تېرو دوه کلونو ...

نور ولوله »

هغه نهه غلطیانې چې د خوړو پرمهال په ناپامۍ کې کیږي او روغتیا مو زیانمنوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ تلې، ۱۳۹۷ل): خواړه د انسان د ژوند هغه برخه ده چې پرته له دې ژوند کول ناشونې دي، خو ځینې مهال د خوړو په جریان کې داسې غلطیانې تکراریږي چې له کبله یې دغه چلند د انسان روغتیا ته زیان رسوي. دغه غلطیانې ځینې مهال د معدې ستونزې رامنځته کوي، ځینې مهال د هاضمې سیستم ...

نور ولوله »