نادري ناولده

افریقایي کس د ریکارډ جوړولو لپاره له دوه میاشتو راهیسې هوا کې اویزان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په سویلي افریقا کې یو کس د ریکارډ جوړولو لپاره له تېرو دوه میاشتو راهیسې په هوا کې ویزان دی او هلته ژوند تیروي. د افریقایي خبري اژانس د راپور سره سم یو کس چې «مهم جو ورنن کروګر» نومیږي له ځمکې ۲۵ میتره پورته په هوا کې په یوه اویزان شوي ډرام ...

نور ولوله »

هند کې یوې میرمنې له خپل چټل خاوند طلاق غوښتی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هند په بهار ایالت کې یوې ۲۰ کلنې میرمنې له خپل خاوند څخه ددې له کبله طلاق غوښتی چې هغه به تل چټل او ناپاک ګرځېده. دغې ۲۰ کلنې میرمنې سونیا د طلاق اخیستلو لپاره له محکمې غوښتنه کړې، او دا عریضه یې کړی چې خاوند یې د چټلۍ سربېره د ژوند ...

نور ولوله »

په کوچني عمر کې لارۍ او موټر کشونکی ماشوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د روسیې هېواد «۱۱» کلن اوسیدونکی ټموفي د ژوند په دغه لومړۍ برخه کې د تعلیمي او نورو بوختیاو پرځای خپل ډیر وخت په جم کې تیروي تر څو په کوچني عمر کې د زیات وزن پورته کولو ریکارډ خپل کړي. ټموفي له ۵ کلنۍ څخه په وزن پورته کولو کې دلچسپې لري، د ...

نور ولوله »

کافي وڅښئ او پياله یې وخورئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د نیوزیلند په ملي هوایي شرکت (ائیر نیوزیلند) کې مسافرو ته په داسې پياله کې کافي ورکول کیږي چې له څښلو وروسته پياله خوړل کیږي. د هوایي ډګر چارواکي وایي چې د دا ډول پيالو وړاندې کولو موخه یې د ککړتیا کمول دي. د بهرني خبري اژانس په وینا، د ائیر نیوزیلند ...

نور ولوله »

کویت کې یو پسه په «۴۰۰۰۰» کویتي دیناره وپلورل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په عربي هېواد کویت کې یو ستر پسه په ۴۰زره کویتي دیناره چې شاوخوا ۱ سلو ۳۲زره امریکایي ډالر کيږي د لیلامۍ پرمهال وپلورل شو. د کویت خبري اژانس د راپور سره سم په دغه هېواد کې څو ورځې وړاندې یو سپين رنګه پسه د بولۍ یا لیلامۍ لپاره وړاندې شو، دغه بولي ...

نور ولوله »

کورنۍ وظیفه دې ولې نه ده کړې؟ پلار له خپل کوچني زوی سوالګر جوړ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور شوی چې د چین هېواد په شنګایي اور ګاډي په تم ځای کې یو ماشوم سوال کاوه، مګر دا ماشوم ذاتي سوالګر نه بلکې د کورنۍ وظیفې نه کولو په پار خپل پلار له ده څخه سوالګر جوړ کړی دی. د جزئیاتو له مخې، څو ورځې وړاندې ...

نور ولوله »

جاپاني شرکت سګریټ نه څکونکو کارمندانو ته ۶ اضافي رخصتیانې ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳، لیندۍ، ۱۳۹۸ل): جاپان کې د بازار موندنې شرکت هغه کارګرانو ته په کال کې ۶ ورځې اضافي رخصتي ورکوي چې سګریټ نه څکوي. د نړیوال ژورنال د راپور سره سم د جاپان هېواد په پلازمینه ټوکیو کې د بازار موندنې شرکت کارمندانو ته په کال کې ۶ ورځې رخصتیانې زیاتې کړې، خو له دې څخه ...

نور ولوله »

له ځيرک مبایل څخه توجه اړولو لپاره په ماشومانو چرګوړي ویشل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اندونیزیا په پلازمینه جکارته کې له ځيرک مبایل څخه د ماشومانو توجه اړولو لپاره پر دوی چرګوړي ویشل شوي دي. د جکارته په شوندګ ښار کې د یوه ښوونځي چارواکو پر ۲۰۰۰ ماشومانو د ساتلو لپاره چرګوړي ویشلي دي تر څو د ځيرک مبایل او ټابلیټ استعمال څخه توجه بدله شي، زده ...

نور ولوله »

امریکا کې د غوا سوټو څخه جوړ شوی هندی کیک خرڅیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکال په مختلفو سټورونو کې د غوا سوټو «خوشایي» څخه جوړ شوی هندی کیک د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی دی. په ټولنیزو رسنیو ددغې خبر خپریدو سره سم کاروونکو بېلا بېلې نادرې تبصرې کړي او دغه یې یو حیرانونکی خبر ګڼلی دی. د هند یوه خبریال د امریکا د نیو جرسي ښار ...

نور ولوله »

یمن کې ۱۳۷ کلن سړی مړ شو، خو د اوږد عمر راز یې په څه کې و؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د یمن هېواد تر ټولو زیات عمر لرونکی کس «احمد محمد الخلیفي» د ۱۳۷ کالونو په عمر مړ شو، چې د بچیانو، لمسیانو او کړوسیانو شمېر یې ۱۸۳ تنو ته رسیږي. د سعودي ورځپاڼې ۲۴ د راپور سره سم د یمن هېواد په عتق ايالت شبوه سیمه کې احمد الخلیفي د ۱۳۷ کالو په ...

نور ولوله »