نادري ناولده

دنړۍ ترټولو زوړ موټر پلورل کیږي

کراچي : ویل کیږي چې راتلونکې میاشت به دنړۍ ترټولو زوړ موټر، چې بیه یې ۱۶ لکه پاؤنډه ښودل، شوې وپلورل شي . یوسل اووه ویشت کلن زوړ موټر چې اوس هم چلول کیږي ، صرف نهه فټه اوږدوالی لري او وزن یې ۲۱ سوه پونډه ته رسیږي . دا موټر په ۱۸۸۱ م کال کې په فرانسه کې جوړشو ...

نور ولوله »

دپنځووروڼوپه یوه ورځ له پنځوخوندوسره واده

 دپاکستان دپنجاب ایالت په لیه ښارګوټي کې په یوه ورځ اویوه وخت کې دپنځووروڼوله پنځوخوندوسره دنکاح اوواده مراسم ترسره شول .یاد، پنځه زومان اوپنځه ناویانې په خپل منځ کې سره دتره زامن اولوڼې دي .له واده نه ورسته دواړې کورنۍ په یوه کورکې داوسیدلولپاره سره یوځای شوې .

نور ولوله »

دوبی: یو کلن بختور ماشوم یو ملیونه اماراتي درهم وګټله

نن ټکی آسیا: په متحده عربي اماراتو کې یوه کلن ماشوم د یو ملیون درهم ستره جایزه ګټلې. د بنک دوبی چارواکو اعلان وکړ چي یو کلن ماشوم محمد راشد المطیوعي ددغه جایزې په ګټونکو کې تر اوسه تر ټولو وړوکی کس دی. عجیبه خو لا داده چي د نومړي پلار هم یو کال تر مخه همدا جایزه ګټلې وه. ...

نور ولوله »

هولنډا: یوکس شکایت کوي چي یوي ښځي ورته ۵۶ زره واره ټلیفون کړی دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۵) یوي کس تیره تیرو ورځو دهولنډا په یوه ښارکي محکمي ته عارض شو چي یوي ښځه په کال کی ورته ۶۵ زره واره ټلیفون کړی چي هره ورځ ۱۷۸ ځله کیږي اونوموړي یی بی ځایه تنګ کړی، عارض شخص زیاته کړه چی له دی څخه علاوه ښځي ورته میسیجونه اوایملونه هم کړی دي. خوښځي دمحکمي په ...

نور ولوله »

دنړی ترټولو ګران بیه عینکی(چشمي) جوړی شوی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۰۹) نیویارک: یوامریکایی ډیزاینر د ۷۵ زره ډالرو بیه درولودونکی دنړي ترټولو لوړه بیه درولودونکی عینکی تیاري کړی دغه چشمی(عینکی) له ۱۸ قراطه خالصه سروزرو څخه تیاری شوی دی. په لاس باندی جوړی شوی دغو عینکو پرجوړولو باندی ۵ ساعته وخت لګیدلی دی.تراوسه پوری ددغه ډول عینکو یواځي دری سوه نموني جوړی شوی دي، هرهغه څوک چی ...

نور ولوله »

امریکایې ښځې دخندونکي شکل جوړونې مقابله وګټله

واشنګټن : این جی ټي په دې ورستیو کې په امریکاکې دخندونکې شکل دجوړونې مقابله جوړه شوې وه ،چې یوې امریکایې ښځې په سترګو رایستلو سره ددې مقابلې انعام په خپل نامه کړ. دا ښځه جیلیساتامپسن نومیږي ،دا دسترګو له قالبونو څخه د سترګو د رایستلو یوازینی صلاحیت لري ،چې نوم یې دنړۍ دریکارډونو په کتاب (ګینزبک اپ ورلډریکارډ) کې ...

نور ولوله »

طوطي وايي: الشعب یرید اسقاط النظام

نن ټکی آسیا: الشعب یرید اسقاط النظام.. ولس د نظام ړنګیدل غواړي.. دا هغه مشهوره الفاظ دي چي د عربي هیوادو وروستیو پاڅونونو کې دومره زیات تکرار شول، چي اوس هر څوک حتی حیوانان هم دا توری له ځانه سره تکراره وي.. همداسي یو طوطی د سوریې د هیواد څخه چي اوس هم د ولسي پاڅونو پکښې ازانګي دي، او ...

نور ولوله »

دمکسیکو هیواد یوي ښځي کوښښ وکړترڅو خپل خاوند له زندانه به بکس کي وتښتوي

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) مکسیکو: یوه مکسیکی ښځه ارجونا هغه وخت دمکسیکو دیوه زندان دمرکزي دروازي د ساتونکو له لوري ونیول شوه کله چي یی غوښتو خپل خاوند له زندان څخه په یوه سفري بکس کي وتښتوي، خبرکي راغلي چی دمکسیکو په سویل ختیځ کي یوي میرمني چي ماریا دیلمار ارجونا نومیدله ۱۹ کال عمریی درلود غوښتل یی له ...

نور ولوله »

د امریکې د پخواني ولسمشر جارج بش د ياداښتونو ټولګه په چينایې ژبه وژباړل شوه

د امریکې د مخکیني ولسمشر جارج ډبلیو بوش د یاداښتونو ټولګه چي  (Deccision Point) نومېږې چینايې ژبي ته د ژباړې چارې بشپړي خپره شوه . دغه ژباړل شوی کتاب چي څه باندې (۴۰۰) سوه مخه کي له چاپ راوتی ، د مخکتنې غونډه یې نن د چین په بجینګ ښار کي ترسره شوه، چي د یاد هیواد زیات شمیر لیکوالو ...

نور ولوله »