دار الافتاء

که ښځه دځان خلاصولولپاره مرتده شي خلاصیږي که نه؟

  پوښتنه :یوه ښځه به غواړي چي له خپل مېړه سره ژوند وکړي،چاورته دا طریقه ښودلې وه چي ته (العیاذبالله)مرتده شه(یعني له إسلامه ووځه)نونکاح دې ختمیږي،بیاکولای شي چي له بل چاسره نکاح وکړې،که داسي وکړي ،اياله دوهم نفرسره یې نکاح کېدلای شي که داول مېړه په نکاح کي پاته ده؟ الجواب حامداومصلیا : نه له دوهم نفرسره ورته نکاح نه ...

نور ولوله »

کافرته سلام اچول یایې جواب ورکول

پوښتنه :که کوم کافرمسلمان ته سلام واچوي(ووایي)،ایامسلمان به یې جواب ورکوي؟ ایامسلمان کافرته سلام اچولی شي؟ الجواب حامداومصلیا :کافرته تعظیما(اعزازاً)سلام کول کفرده،که یې تعظیم مقصدنه وي،یوازي دعادي تحفې په شکل وي نوناجائزده اوکه دیواړتیالپاره وي بیاجائزده،هو!خو ” السلام علی من اتبع الهدی “ به وايي. کافرته دسلام جواب ورکول جائزده مګرپه جواب کي یوازي” وعلیک“ وايي. والله سبحانه تعالی أعلم ...

نور ولوله »

دمسجدپه برېښناسره موبایل چارجول

  پوښتنه : دمسجدپه برېښنا(برق)سره موبایل چارجول څنګه ده؟ دمسافر،معتکف،یاتبلیغی جماعت لپاره څه حکم ده؟ الجواب حامداومصلیا :    مسافر…………که دمسجدپه برېښناسره موبایل چارج کړي نوحکم داده چي دمسجدپه چانده کښي  پیسې اچول پکارده،په فتاوی هندیه کي دي: ”ولایحمل الرجل سراج المسجدإلی بیته“ (هندیه :ج :1ص:110)

نور ولوله »

دږيرې سپکاوی کفرده

  پوښتنه : یوچاته مې دږېرې پرېښوولوترغیب ورکړ،هغه وویل چي:داهسی دشیطان کارده،ماډېرخلګ لیدلي چي ږېره یې هم پرې اېښې وي اودروغ هم وايې،ږيرورداسي وی اوداسي….. دداسي چاپه هکله څه حکم ده؟ الجواب حامداومصلیا :دیوه ادنی سنت توهین کفر ده،اوپه هغه ریشخن وهل کفرده،ږیره پرېښوول واجب ده اودإسلام له شعائرو(نښانو)څخه ده،خرېیل ياتریوه موټه کمول یې حرام ده،دږیرې توهین بې له شکه ...

نور ولوله »

که پرسکرین باندي دذي روح تصویروي لمونځ صحیح کیږي؟

که پرسکرین باندي دذي روح تصویروي لمونځ صحیح کیږي؟ پوښتنه :له داسي موبایل(ګرځنده ټلیفون)سره لمونځ څنګه ده چي پرسکرين ی دذي روح (دژوندي)شیانوعکسونه وي ؟ الجواب حامداومصلیا :که دموبایل پرسکرین دژوندي شي تصویروي،نودلمانځه په وخت کي دداسي موبایل بندول پکارده،که بیاخلاص پاته شي لمونځ ورسره مکروه ده. عن ابن عابدین رحمه الله: ”ولبس ثوب فیه تماثیل ذي روح وأن یکون ...

نور ولوله »

په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم

الاستفتاء :: دځینو خلګو لاسونه یاپښي مصنوعي [دپلاستک یاکوم بل شي څخه جوړوي، ] په اوداسه کې هغه څه حکم لري؟ مسح یا مینځل یې ورباندي ضروري دي اوکنه ؟ ضیاء الرحمن   الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په اوداسه کې دمصنوعي اندامونویااعضاوپه هکله دعلماورایه  داده چې که چیري ددي اندامونوجوړښت داسې ؤچې دجراحی عمل څخه پرته یې خلاصول اولیري کول ...

نور ولوله »