fbpx

روژه د بدلون میاشت

د روژې اخره لسيزه بايد غنيمت وګڼو

احمدالله احمدزی څوک چې خپل خير غواړي، هغه سړی خپل ځان سره رښتينی وي، تل هڅه کوي، چې ځان او ټولنې ته خير ورسوي او په ځانګړې توګه د روژې برکتي مياشتې په څېر وخت کې. موږ تاسې ته اوس يوازې د روژې اخره لسيزه راپاتې ده، که دا هم رانه ضايع شوه، نو بيا په دنيا او اخرت تباه ...

نور ولوله »

عملي ژوند لپاره د روژې حکمتونه

احمدالله احمدزی الله تعالی روژه يوازې د دې لپاره نه ده فرض کړې، چې موږ دې په کې وږي تږي شو او ځانونه ستړي کړو، بلکې د دې تر شا د انسانيت روزنې او تربيې حکمتونه شته، چې زموږ عقلونه يې نه شي درک کولای، مګر د اسلامي امت علماوو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د روژې ځينې حکمتونه ...

نور ولوله »

روژه د اتفاق او مساوات ځانګړی انځور

احمدالله احمدزی روژه بلکې د اسلام مبارک دين په ټوله کې د يووالي او اتحاد درس ورکوي او له همدې امله د نړۍ ټول مسلمانان یو امت بولي او تل په يووالي او اتفاق ټينګار کوي. اسلام له پيله د يووالي درس لري. اول دا چې الله مو يو دی، يوازې او يوازې د الله تعالی عبادت کوو او ټولو ...

نور ولوله »

روژه د ازادۍ مياشت

ليکوال: دکتور مصطفی السباعي ژباړن: احمدالله احمدزی ازادي يوازې د ولسونو سياسي او ځمکنۍ خپلواکي ته نه وايي، بلکې تر دې هاخوا د ټول امت فکري، ثقافتي او په ټوله کې د سالم بشري کرامت ازادي تر ټولو ډېره اړينه ده. د ځينو ځوانانو په څېر ازادي دې ته نه وايي، چې سړی دې په خلاص مټ خوراک، څښاک، خپلسري ...

نور ولوله »

روژه د چا لپاره د تباهۍ او هلاکت مياشت ده؟

احمدالله احمدزی روژه، چې څرنګه د خير، برکت او د الله تعالی له لورې د مغفرت او انسان ته د بښنې مياشت ده، دغه رنګه يو شمېر کسانو لپاره د تباهۍ مياشت هم ده. کېدای شي د ځينو دوستانو ذهن ته دا خبره راشي، چې روژه څرنګه د تباهۍ مياشت ده، د دې لپاره د رسول الله صلی الله عليه ...

نور ولوله »

دا فکر مو کړی، چې روژې مو بايد څنګه قبولې شي؟

احمدالله احمدزی زموږ مسلمانانو وروڼه خويندې خو ټول روژې نيسي، مګر موږ څنګه کولای شو، هڅه وکړو، چې الله تعالی زموږ روژې په خپل دربار کې قبولې کړي. د دې لپاره اسانه لار رسول الله صلی الله عليه وسلم راښودلې. له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « الصِّيَامُ جُنَّةٌ؛ فَلَا ...

نور ولوله »

ايا غواړئ، چې رمضان کې دوه چنده روژې ونیسئ؟

احمدالله احمدزی تاسې به هم ووايئ، چې يوه مياشت کې خو دېرش روژې وي، دا دوه چنده يې څه معنا؟ د دې خبرې ځواب ډېر اسانه دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «چا چې يو روژه دار ته روژه ماتی ورکړ، د هغه د روژې په اندازه ثواب يې کيږي او د اول روژه دار له اجره هېڅ ...

نور ولوله »

روژه- د تربيې او اصلاح ځانګړی چاپېريال

ليکوال: علامه ابو الاعلی مودودي ژباړن: احمدالله احمدزی له سهاره تر ماښامه خوراک، څښاک او کوروالي نه کولو ته روژه ويل کيږي. د لمونځ په څېر دا عبادت هم د ګردو پېغمبرانو په شريعتونو کې فرض و، څومره پخواني امتونه چې تېر شوي، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د امت په څېر روژې يې نيولې، خو د روژو ...

نور ولوله »

له روژې وروسته به هم دغسې ژوند کوم

احمدالله احمدزی روژه هسې يو عادت نه دی، چې خلک يې نيسي راځه ته يې هم ونيسه، بلکې دا د الله تعالی له لوري داسې يو عبادت دی، چې د ثواب اندازه يې هم يوازې الله تعالی ته معلومه ده. نو موږ مسلمانان بايد د روژې نېکي، همکارۍ او مرستې هسې بابېزه ونه بولو. الله تعالی په دې مياشت کې ...

نور ولوله »

روژه د بدلون او اصلاح مياشت

احمدالله احمدزی که په روژه کې مو په خپل ځان او عمل کې بدلون را نه ولو، نو بيا به کله داسې چانس په لاس راځي؟! روژه کې چې خپل ځانونه اصلاح نه کړو، نو بيا کله شونې ده. روژه د ځان او ټولنې د اصلاح لپاره تر ټولو زرين چانس دی؛ ځکه چې هر انسان له ستونزو او ګناهونو ...

نور ولوله »