د روژې مبارکه میاشت

د روژې فتوحات (د مکې فتح) ۲/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز عباس (رضي الله عنه) له لښکر سره مخامخ شو: د مسلمانانو لس زره کسیز لښکر د مکې څنډو ته ورسېد، خو مشرکین له موضوع څخه کاملا په غفلت کې وه او لا هم خبر نه وه چې د صحابه وو لښکر د مکې دروازې ته رارسېدلی. په دې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه ...

نور ولوله »

د روژې شپږمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمایی : « څوک چی د الله له پاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او ډول ډول نعمتونه یې راکړي ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ تراويح

دادمحمد ناوک د ماخستن له لمانځه وروسته فضا د قرآن تلاوت پر سر سره واخلي، که لږ لوړې ته وخېژې، د ماخستن په زړه کې ملکوتي غږونو ته غوږ ونیسي او په ښار کې سترګې وټومبې داسې فکر به کوې لکه له هر روښانه ګروپ چې د قرآن تلاوت اورې! په کابل کې د تروایحو لمونځ مې اول وار په ...

نور ولوله »

د روژې پنځمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه له پاره دي ، خو روژه زما له پاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو ...

نور ولوله »

د روژې فتوحات (د مکې فتح) ۱/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز د مازدیګر له لمانځه وروسته یو مسافر مدینې منورې ته راورسید. اوښ يې د نبوي مسجد ترڅنګ وتاړه، مسجد ته راننووت او د شعر په ژبه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ چې د مکې قریشو تړون مات کړی او په دوی يې برید کړی، وژلي یې دي او ستاسو مرستې ته ...

نور ولوله »

سلف او روژه (30/5)

لیکوال: حامد افغان سلف او قرانکریم عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روایت کوي او وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و، او په روژه کې به ترنورو ټولو وختونو ډېر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی، جبریل به د روژې په هره شپه ورته راتلو او قران به یې ...

نور ولوله »

روژې ته ايماني تياری

م.ش.کاموي هر عمل بې روحه ډېر ګران دی، دا چې تقريبا شپاړس ساعته مسلسل، له خوراک، څښاک او کوروالی څخه مؤمن منع کيږي، ښايي چې د دې زړه پر يو دومره قوي او مؤثره معنا مطمئنه وي ترڅو د دې مادې پرېښودل ځان لپاره يوه خوښی او نېکمرغی وګڼي، ځکه که داسې نوي، نو دا ډول روژه پدې موسم کې ...

نور ولوله »

روژې ته ټولنيز تياری

م.ش.کاموي دا دی د هر مؤمن کور ته د رمضان مياشت له يولس مياشتو انتظار وروسته راورسېده، دا ډېر د خوښی ځای دی، او ښايي چې هر مؤمن يې يوه الهي پيرزوينه او خپله نېمکمرغي وګڼي، دا چې د الله تعالی د هر نعمت شکر پرځای کول ډېر لوی او زموږ له وسې پورته، خو بيا هم؛ تر خپل توانه ...

نور ولوله »

روژه مو له لاندنیو مهلکو ناروغیو ژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): امریکايي روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې که چیرې په میاشت کې یوازې پنځه ځلي په ورځنۍ ډول د استعمالوونکي کالوري نیمايي برخه استعمال شي نو دغه عمل انسان له سرطان، شکر او د زړه له ناروغیو ژغوري. روژه نه یوازې دا چې انسان له سترو مهلکو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ ...

نور ولوله »

له روژې وروسته به هم دغسې ژوند کوم

احمدالله احمدزی روژه هسې يو عادت نه دی، چې خلک يې نيسي راځه ته يې هم ونيسه، بلکې دا د الله تعالی له لوري داسې يو عبادت دی، چې د ثواب اندازه يې هم يوازې الله تعالی ته معلومه ده. نو موږ مسلمانان بايد د روژې نېکي، همکارۍ او مرستې هسې بابېزه ونه بولو. الله تعالی په دې مياشت کې ...

نور ولوله »