fbpx

د روژې مبارکه میاشت

د ژبې روژه – لیکوال: حامد افغان

د ژبې روژه داده چې له بې ګټې خبرو ځان وساتل شي، له لفظي جګړې، باطل خبرو، دروغو، نمیمة، سپکو خبرو، بهتان، لعنت ویلو او غیبت نه ژبه پاکه ولرلي شي. د ژبې دا ډول روژه د رمضان په میاشت پوري نده تړلي بلکي مومن باید هر وخت خپله ژبه له دا ډول ناروا او باطلو خبرو تړلې ولري او ...

نور ولوله »

روژه په اسلام او ساینس کي-۵

په سفرکی دروژې نيولورخصت: ۲۲: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایازه په سفرکی روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نووئې خوره۔ (بخاری ...

نور ولوله »

دصحابه کرامو سخا – حامد افغان

دنبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه وه دلومړي خلیفه ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یوځل نه څو څو ځله یې خپل ټول مال دالله په لار کې خیرات کړی دی، د تبوک د غزا په مهال یې خپله ...

نور ولوله »

د روژې شپږمه تحفه

رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي ! او دا ...

نور ولوله »

روژه.. الله تعالی سره ګټور تجارت

الله تعالی سره د ګټور تجارت معنا ګټور تجارت هغه دی، چې انسان پرې ځان الله تعالی ته نژدې کړي او په دغه مبارکه مياشت کې ځانګړي عبادتونه، شرعي معاملات او نور ډېر داسې ګټور کارونه وکړي، تر څو الله تعالی ته نژدې شي او د دنيا او اخرت برياوې يې نصيب شي. يو صحابي رسول الله صلی الله عليه ...

نور ولوله »

د روژې پنځمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی ...

نور ولوله »

په روژه کې د رسول الله سخا

بخاري او مسلم دواړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوې ، هغه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و او په روژه کې به ترنورو ټولو وختونو ډیر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی ، جبریل به دروژي په هره شبه ورته راتلو او قران ...

نور ولوله »

طبي څېړنه: روژه د صحت لپاره ښه درملنه

نن ټکی اسيا: طبي کارپوهان وايي، چې روژه د انساني صحت لپاره تر ټولو اسانه او کاميابه درملنه ده او انساني بدن له خطرناکو ناروغيو ژغوري. روژه او د شکرې (شوګر)ناروغي ډاکتران وايي، چې روژه د انسان وينه کې د شکرې (شوګر) د زياتېدو مخنيوي کې ډېر بنسټيز رول لري. د طب له نظره د انسان بدن کې د معدې ...

نور ولوله »

روژه په اسلام او ساینس کي -۴

دروژې په ماتلوکی تلوارکول: ۱۲: سهل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چي هغه وفرمایل هرڅومره چي خلک په روژه مات کی تلوارکوی په هغه اندازه ئې خیردی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف) ۱۳: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په بندګانوکی ...

نور ولوله »