د روژې مبارکه میاشت

د روژې دیارلسمه تحفه

د نن زرین اصل : رسول الله (ص) فرمایلی دي : آیا زه دا درته و نه وایم چی تر ټولو بد حرام کوم دی ؟ هغه چغلي دی ، چی د خلکو پر ژبه دوری هوری درومی ( صحیح مسلم ، د حدیث نمبر ۶۶۳۶ یوه حصه ) . نو راځی چی د چغلیو د تمښت له پاره یو ...

نور ولوله »

د روژي دوولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان بسم الله والحمدالله په مدینه منوره کي مهاجرو او انصارو ترمنځ د ورورګلوي بنسټ ایښودل : د روژي په ۱۲ ورځ د هجرت په لومړي  رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو مهاجرو او انصارو صحابه کرامو تر منځ د ورور ګلوي بنسټ کیښود . ددي لامل دا وو چي کله له مکي مکرمي  څخه مسلمانانو ...

نور ولوله »

د روژې طبي ګټې (یوولسمه  برخه)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر   د جرمني، امريکا او برطانيا د ډاګترانو تجربه دوی په دې خبره باندط غور کړی چې د مسلمانانو د غوږو، پوزې او ستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغۍ ولې په روژه کې کمې او کنترول شي؟ د دې لپاره یې د پاکستان دریو لویو ښارونو، کراچې، لاهور او فیصل آباد ته د څېړنو ګروپونه ولېږل ...

نور ولوله »

د روژې دوولسمه تحفه

نننی زرین اصل روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن به مو تصفیه کوو ...

نور ولوله »

د روژې ځيني هغه ماتوونکي چي نوي رامنځ ته سوي دي

له عربي سايټونو څخه د عبدالمالک همت راټلونه، لنډون او ژباړه لکه چي پوهيږو په اوسمهاله نړۍ کي د انسانانو د ژوندانه په هره برخه کي نوي پرمختګونه سوي او نوي شیان ورسره رامنځ ته سوي دي. په دې لړ کي ځيني هغه شيان هم دي چي روژه نيوونکي يې کله ناکله استعمالوي، خو په پخوانۍ فقه کي يې په ...

نور ولوله »

د روژي یوولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

بسم الله والحمدالله شفیق احمد ریان د سعید بن جبیر رحمة الله تعالی علیه عنه شهادت ! د روژي په ۱۱ ورځ په ۹۵ هـ ق کال کي چي له ۷۱۴ میلادي کال سره سمون خوري مشهور  تابعي تکړه دیني عالم سعید بن جبیر رحمة الله تعالی علیه د حجاج بن یوسف له لوري په شهادت ورسید . ۲- په ...

نور ولوله »

د روژې طبي ګټې (لسمه  برخه)

  لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر   د اکسفورډ يو وتلی پروفيسر پالډ وايي: زه پخپلو څېړنو او تجربو کې بوخت وم چې کله د روژې مایشت راغله، ما د روژې نیول پیل کړل، ډېر خوښ وم، د یو څو ورځو روژو  نیولو وروسته مې د زیاتې لوږې احساس کاوه خو بیا مې هم روژو ته می دوام ورکړ، ډېر ...

نور ولوله »

د روژې مياشت

احمد الله عاطفي دامبارکه میاشت دفضیلتونو او برکتونو سر بیره دګناهونو څخه دژغورنۍ ځانګړې میاشت دی. د رمضان نیکمرغه میاشت د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشت، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدو میاشت، د شپې رڼولو، له الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشت. ددې مبارکې ...

نور ولوله »

د روژې یوولسمه تحفه

د روژې یوولسمه تحفه څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو ...

نور ولوله »

د روژي لسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان بسم الله والحمدالله ۱- د اٌم المؤالمنین حضرت خدیجه کبری رضی الله تعالی عنها وفات: د روژي په ۱۰ ورځ مدیني منوري ته تر هجرت ۳ کاله مخکي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت تقریبا لس کاله پوره شوي وو په ۶۲۰ میلادي کال کي د رسول الله صلی الله وسلم وسلم ګرانه ...

نور ولوله »