کابل په روژه کې

کابل په روژه کې ـ موټرواني

دادمحمد ناوک چاغ سړی و، پاړسي يې ویله خو په پښتو کې يې هم ګوزاره کوله، چې بريک يې راته ونیول، تر شا يې یو لنډکروزر موټر په پوره زور ورپسې ودريد، وښورېده، زه له چاغ موټروان سره سپور شوم، د لنډکروزر والا ورسره په څنګ شو تر شیشه يی سر ورته را ویوست: ـ تو موټروان استی؟ ده ورته ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ ختم

دادمحمد ناوک یوه قاري ملګري مې په دې خاطر د جومات ملايي پرېښوده، چې د جوماتوالو يې په روژه کې د قرآن شريف ختم نه غوښت خو ده ویل چې خلک به څه وايي چې دې جومات کې قاري هم شته او ختم هم نه کوي. دې ته ورته ځينې ختم ته د ثواب په پرتله د یو دود په ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ روژه ماتی

دادمحمد ناوک د کابل په غرونو د لمر وروستي څرکونه لګېږي، چې له جومات سره کوم موټر بریک ونیسي، ژر- ژر تيار شوي خواړه جومات ته ننویستل شي، نه د روژه دارانو پوښتنه کېږي نه يې په شمېر پسې ګرځي خو چې څومره د دوی له وسه کېږي هغومره شمېر تيار شوي خواړه په کاغذونو کې بند د جومات په ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ پوډري

nashaee

دادمحمد ناوک پرون چېرته مېلمه وم، تلویزون کې مې د سیتا قاسمي هغه خپرونه وليده، چې پر بې وسو کورنیو روژه ماتي وشي، په دې خپرونه کې يې د یوه پوډري کورته روژه ماتی ور وړی و، پخپله پوډري په کور نه و، مېرمنې يې او پنځو ـ شپږو ماشومانو يې ډېرې نادرې وويلې، د سړي زړه ورته ټوک ـ ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ تراويح

دادمحمد ناوک د ماخستن له لمانځه وروسته فضا د قرآن تلاوت پر سر سره واخلي، که لږ لوړې ته وخېژې، د ماخستن په زړه کې ملکوتي غږونو ته غوږ ونیسي او په ښار کې سترګې وټومبې داسې فکر به کوې لکه له هر روښانه ګروپ چې د قرآن تلاوت اورې! په کابل کې د تروایحو لمونځ مې اول وار په ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې: د روژې ماښام او یو غږ

دادمحمد ناوک چې لمر ځان پټ کړي، د ښار ډېرې کوڅې تشې شي، ګڼه ګوڼه غلې شي او په ډېرو ساحو کې خو سړی د خپلو پښو غږ سم اوري، خلکو لا مازیګر د روژه ماتي لپاره تیاری نیولی وي، ماښام نه ښکاري، د جوماتونو دروازې له سوالګرو ډکې وي، ډېرې يې ښځې وي چې تر خیرنو چادریو يې لاسونه ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې: د تبليغ زور

لیکوال: دادمحمد ناوک / روژه هم ده او د جوزا ګرمي هم؛ ملګري ډېر وايي چې تر کابل د ننګرهار ګرمي ځکه ګوزاره کوله چې هلته سړی خولې کېږي ښه نرم وي، خو د کابل ګرمي داسې وچه ګرمي ده سړی تک تور کړي خو خولې کېږي به نه؛ په ښار کې د دې ګرمي زور هغه چاته نه معلومېږي ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې – سریزه

لیکوال: دادمحمد ناوک سریزه دا مې کابل کې دویمه روژه ده، ښار تر کلي ځکه جالب وي چې په وړه ساحه کې سلګونه رقمه خلک وينې، زموږ خوا ته خلک متل کوي چې « څو روپۍ پور کړه، خو زوی په بازار لوی کړه!»؛ په ماشومتوب کې ښار یوازې د کلچو او کيکو د اخلي پخلي او پلور ځای راته ...

نور ولوله »